• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صدیق صدیقي: اروپا باید له افغان ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیتي اپارتاید په توګه وپېژني

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۳ GMT+۱

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ویاند صدیق صدیقي له اروپایي هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند په رسمي توګه د «جنسیتي اپارتاید» په توګه وپېژني.

صدیق صدیقي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې اروپا باید د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو ظلمونه په کلکه وغندي او د هغوی پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه‌شي.

نوموړي په خپل یادښت کې زیاته کړې، چې اروپایي هېوادونه باید د امتیازونو ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د «یرغمل نیونې ډیپلوماسي» په کلکه رد کړي. د هغه په وینا، د طالبانو له لوري د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د بهرنیو وګړو یرغمل کول او ترې د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستل یو غیرقانوني عمل دی چې باید بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

صدیق صدیقي د خپلو څرګندونو په دوام ټینګار کړی، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو سیستماتیک نقض او پر هغوی لګول شوي محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. هغه له اروپایي ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د دغو سیاستونو پر وړاندې پرېکنده او عملي دریځ غوره کړي او د هغوی د امتیاز غوښتنې مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځو او نجونو د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې سخت محدودیتونه لګول شوي دي. د ښځو د حقونو ګڼو کورنیو او نړیوالو فعالانو هم په وار وار په افغانستان کې د روان وضعیت په تړاو غبرګون کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

بل لور ته، په سویډن کې سلګونو افغان فعالانو او هلته مېشتو افغانانو د استکهولم په ښار کې د راټولېدو پر مهال د طالبانو دځپونکو سیاستونو پر وړاندې لاریونونه کړي دي. دغو لاریونوالو په هرات کې د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو په غبرګون کې د افغانستان د بشري حقونو خراب وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د بېړنۍ او جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
۱

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۳

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

۴

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

۵

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

•
•
•

نور کیسې

نسيمه مندوخېل: د جمهوريت له منځه وړلو سره افغان وطن د ښځو لپاره پر یوه لوی زندان بدل شوی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
•
فضل عزیز
نسيمه مندوخېل: د جمهوريت له منځه وړلو سره افغان وطن د ښځو لپاره پر یوه لوی زندان بدل شوی
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) د مرکزي کمېټې غړې نسيمه مندوخېل په افغانستان کې د طالبانو له لوري د زده‌کړو له دوامه او په ټوله کې په ټولنیزو او سیاسي چارو کې له مشارکت څخه د افغان ښځو منع کېدل رد کړل او هغه یې د غندنې وړ وبلل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) د مرکزي کمېټې غړې نسيمې مندوخېل له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «له هغې تاريخې تورې ورځې چې کله جمهوري حکومت له منځه وړل شوی افغان وطن د ښځو لپاره يو لوی زندان ګرځېدلی دی».

هغې زیاته کړه: «د خويندو او لوڼو زده کړې زموږ اساسي، بشري، فطري او اسلامي حقونه دي. زموږ په کلتور او پښتونولۍ کې هم ښځو تل د ننګ او ټولنيز ژوند د پرمختګ لپاره هر ډول هڅې کړي دي. که تاريخ وګورو د ميوند ملاله او زرغونه له وخت سره سم له خپلو سړيو سره اوږه په اوږه ودرېدلي دي که په سياسي ميدان کې دي او که د جګړې په ميدان کې دي».

نسیمې مندوخېل همداراز څرګنده کړه، چې په پښتون افغان وطن کې يوازې خويندې لوڼې بې علمه نه دي پاتې؛ په سياست کې په هنر کې په روزګار کې شاته پاتې کړل شوي دي «باجود د دې چې اسلام او زموږ کلتور موږ له دې څخه نه منع کوي».

مندوخېل د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د بنديزونو په اړه وویل: «که څه هم په دې کار کې زموږ خپل خلک کارول کيږي، خو بيا هم دا پردۍ پروژه ده. د دې شاته ډېر غټ قوتونه ناست دي او هغوی نه غواړي چې د پښتون افغان نسل دې ښه وروزل شي او هغوی دې له غلامۍ څخه خلاص شي».

هغې په ډاګه کړه: «بيا هم د وخت له مشرانو او له واکدارانو څخه زموږ غوښتنه ده، چې ښځو ته دې په ټولنه کې عزت، امنيت، د پښتنې او اسلامي حقونو له مخې د ازادۍ او کار حقونه ورکړل شي».

د نسیمې مندوخېل په څېر په پاکستان کې د بشري حقونو، سياسي ګوندونو او د ښځو د حقونو فعالانو په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر افغان ښځو او نجونو د لګول شویو بنديزونو او په دې وروستيو کې په هرات کې د ښځو ځورولو ته سخت غبرګونونه ښودلي دي.

له هېواده بهر دغه ډول غبرګونونو ورورسته له هغې زور واخیست، چې طالبانو په هرات کې یو شمېر ښځې د بې‌حجابۍ په تور ونیولې.

په مادرید کې یو شمېر افغانانو د طالبانو د سیاستونو پر ضد بیا ځلي اعتراضي لاریون کړی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۱
په مادرید کې یو شمېر افغانانو د طالبانو د سیاستونو پر ضد بیا ځلي اعتراضي لاریون کړی
100%

په هسپانیا کې مېشتو یو شمېر افغان کډوالو د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د طالبانو د سختدریځو سیاستونو، نیونو او د ښځو ضد اقداماتو پر وړاندې دویم ځلي اعتراضي لاریون وکړ. دوی له هراتۍ ښځو سره د خپل پیوستون له اعلانولو سربېره له نړۍوالو وغوښتل چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي.

دغو لاریونوالو له نړیوالو سازمانونو او اروپایي ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو خراب وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

دغو اعتراض کوونکو د ښځو د حقونو د تامین، د هر ډول تبعیض د پای ته رسولو او د طالبانو د سیاستونو د ردولو په تړاو یې شعارونه هم ورکړل. دوی په خپل پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د جنسیتي اپارټاید پر رسمیت پېژندلو او د بشري حقونو د نقض کوونکو پر ځواب وینې ټینګار وکړ.

د دغه لاریون یوې ګډونوالې خدیجې امین وویل: «موږ نن یو ځل بیا دلته راټول شوي یو څو خپل غږ د هسپانیې حکومت او نړیوالو ته ورسوو. موږ غواړو چې په دغه سخت وضعیت کې د طالبانو ضد دریځونو کې نړۍ له افغان مېرمنو سره ودرېږي».

د مادرید لاریون
100%
د مادرید لاریون

لاریونوالو د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره له طالبانو سره هر ډول تعامل او مذاکره په کلکه وغندله. دوی همداراز له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له اروپایي ټولنې وغوښتل چې پر دغې ډلې سیاسي او ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي، څو پر افغان ولس لګول شوي محدودیتونه ژر تر ژره لغو شي.

د دغې اعتراضي راټولېدنې یوه بل ګډونوال وویل، چې په هرات کې د ښځو وضعیت خورا خطرناک دی او نړیواله ټولنه باید بېړنی اقدام وکړي او زیاته یې کړه: «موږ مدني فعالان په مادرید کې د هرات د ښځو په ملاتړ راټول شوي یو او په ټینګ هوډ ولاړ یو، څو د خپلو محرومو خویندو او میندو ملاتړ وکړو».

په دغه سوله ییز لاریون کې ګڼو افغان پناه غوښتونکو او د بشري حقونو فعالانو ګډون کړی وو او په هېواد کې یې د روان وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه. د لاریون ګډونوالو وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خلکو اساسي حقونه په بې ساري ډول تر پښو لاندې شوي دي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ په موخه له هېواده بهر لاریونونو او اعتراضونو وروسته له هغې زور واخیست، چې طالبانو په هرات کې یو شمېر ښځې د بې‌حجابۍ په تور ونیولې.

خالد حنفي: زموږ ځوانان له دین څخه خبر نه‌دي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱
خالد حنفي: زموږ ځوانان له دین څخه خبر نه‌دي
100%

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي ویلي، چې افغان ځوانان له دین څخه خبر نه‌دي او هر کله چې د «حجاب» په تړاو اقدامات کېږي «نو دوی بیا اسلام پسې خبرې شروع کړي».

نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د خپلې ډلې مبلیغینو ته په یوه سیمینار کې کړې دي. هغه زیاته کړې: «حجاب خو فرض عین دی. حجاب د بالغو نجونو فرض دی». د خالد حنفي په خبره، یوه نجلۍ چې بلوغ ته ورسېږي، نو باید له سر څخه تر پایه پورې پټه وي.

د طالبانو دا وزیر زیاتوي: «کله چې امربالمعروف وزارت خویندو ته د حجاب وعظ کوي او سپارښتنې کوي، نو دا د دوی لپاره فایده ده». هغه پر نړۍوالو په نیوکو سره د پوښتنې په ډول وايي، کله چې طالبان د حجاب پر ضد اقدامات کوي، نو نړیوال څه کار لري چې په دین کې مداخله کوي؟

د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې دغې ډلې په هرات کې یو شمېر ښځې د بې‌حجابۍ په تور نیولې وې او دغه اقدام د هرات د اوسېدونکو سخته غوسه راپارولې وه. افغان فعالانو او د هرات اوسېدونکو ویلي، چې د یاد ولایت ښځې باحجابه دي او طالبان د خپل افراطي دریځ له مخې ورسره ناوړه چلند کوي.

له هراتۍ ښځو سره د طالبانو د دغه چلند پر وړاندې له هېواده بهر لا هم اعتراضي لاریونونه دوام لري.

په ننګرهار کې د یوه شل کلن ناروغ له پښتورګي ۸۵ تېږې اېستل شوې دي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۱ GMT+۱
په ننګرهار کې د یوه شل کلن ناروغ له پښتورګي ۸۵ تېږې اېستل شوې دي
100%

په ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ ویلي، چې د دغه ولایت په هیموډیالیز روغتون کې د یوه ۲۰ کلن ناروغ له ښي پښتورګي څخه ۸۵ کوچنۍ تېږې په بریالیو عملیاتو سره اېستل شوې دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه ناروغ چې په ډېر خراب روغتیايي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی وو، د ډاکترانو د هڅو په پایله کې د مړینې له جدي خطر څخه ژغورل شوی دی.

د ننګرهار د هیموډیالیز روغتون رییس ذبیح‌الله رووفي په دې اړه وویل، چې د دغه روغتون د متخصص ټیم او پرمختللو طبي وسایلو په مرسته اوس په اسانۍ سره د پښتورګو د سختو ناروغانو درملنه کېږي. هغه زیاته کړه، چې دغه پېچلي عملیات د یورولوژي د متخصصینو او تجربه لرونکي جراحي ټیم له لوري په بریالیتوب سره ترسره شوي دي.

د ننګرهار د روغتیايي چارو مسوولین وایي، چې په روغتونونو کې د متخصصو ډاکترانو او د طبي وسایلو موجودیت د دې لامل شوي چې په سیمه‌ییزه کچه د پېچلو ناروغیو درملنه په ښه توګه ترسره شي. د دغه ناروغ کورنۍ هم د روغتون د جراحي ټیم له چټک او بریالي اقدام څخه خوښي څرګنده کړې ده.

خوست کې د طالبانو والي له پانګوالو غوښتي چې په دغه ولایت کې پانګونې پراخې کړي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱
خوست کې د طالبانو والي له پانګوالو غوښتي چې په دغه ولایت کې پانګونې پراخې کړي
100%

په خوست کې د طالبانو والي عبدالرحمان حقاني له ځايي صنعتکارانو او سوداګرو سره کتلي او په هېواد کې یې د پانګونې پر ارزښت او له هغوی څخه د ملاتړ په تړاو خبرې کړې دي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عبدالرحمان حقاني په دې کتنه کې ټینګار کړی، چې د دوی حکومت د پانګوالو او سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

عبدالرحمن حقاني په دې کتنه کې وویل، چې په افغانستان کې پانګونه د اقتصادي ودې او ځان‌بسیاینې لپاره یوه جدي اړتیا ده او سوداګر باید په دې برخه کې خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي.

د خبرپاڼې له‌مخې، ځینو صنعتکارانو او سوداګرو په دې کتنه کې په هېواد کې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو خبره وکړه او ویې ویل، چې افغانستان د «نظامي او فکري ازادۍ» ترڅنګ «اقتصادي خپلواکي» هم ترلاسه کړې ده.

دغو سوداګرو د خوست د صنعتي پارک پروژې ته په اشارې سره وویل، چې دغه پروژه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بېرته فعاله شوې او اوس‌مهال په‌کې له سلو څخه د زیاتو فابریکو د جوړېدو چارې روانې دي. دوی همداراز څرګنده کړه، چې له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته هم د هېواد په بازارونو کې د توکو بیې ثابتې پاتې شوي او د سوداګریزو توکو پر عرضه او بازارونو یې هېڅ منفي اغېز نه دی کړی.

له افغانستان سره تړلو لارو پاکستان ته نږدې یو مېلیارد ډالره زیان رسولی دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د سوداګریزو چارو پر مخ د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو له بندېدو شاوخوا ۸ میاشتې تېرېږي او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې په وینا، په دې تېرو اتو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل پاتې کېدو پاکستاني سوداګرو ته تر ۲۷۸ مېلیارده پاکستاني روپیو (۹۸۱ مېلیون ډالرو) ډېر زیان رسولی دی.