• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

په خوست کې د شپږیزې لیګ یوولسم پړاو؛ د لومړي ځل لپاره د کرېکټ دا لوبې له کابل بهر پیلېږي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۳ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د هېواد د کورني کرېکټ تر ټولو سترې شل اوریزې سیالۍ، د «ای انډ شپږیزه کرېکټ لیګ سوپرکولا سیالۍ»، د را روانې چنګاښ میاشتې په لسمه د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې پیلېږي. د مسوولینو په وینا، په دغو سیالیو کې پنځه لوبډلې ګډون لري.

د دغو سیالیو د یوولسم پړاو د مهالوېش له‌مخې، دا لومړی ځل دی چې دغه سیالۍ له کابل څخه بهر په بل ولایت کې ترسره کېږي او د را روانې میاشتې تر ۲۳مې نېټې به دوام وکړي.

د افغانستان د کورني کرېکټ مسوول نظیم‌جار عبدالرحیمزي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) په یوې خبري غونډه کې وویل، چې په دغو سیالیو کې پنځه لوبډلې، امو نهنګان، بند امیر ښاماران، بُست ساتونکي، مس عینک اتلان او سپین غر زمریان ګډون لري.

هغه وویل: «د دغو لوبو په پرانیستونکې سیالۍ کې به دفاعي اتله امو نهنګان لوبډله د بند امیر ښامارانو پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي. د دغو سیالیو په لړ کې به په ۱۴ ورځو کې ټولې ۲۱ لوبې ترسره شي او هره لوبډله به د بلې پر وړاندې دوه ځلې لوبېږي».

د کرېکټ بورډ د چارواکو په وینا، د دغو سیالیو مالي حقوق د یوه اوږدمهاله تړون له مخې د «اتصالات (e&) مخابراتي شرکت او د سوپر کولا څښاک تولیدي شرکت ته ورکړل شوي دي، چې له همدې امله دغه پړاو د «ای انډ شپږیزه کرېکټ لیګ سوپرکولا سیالۍ» په نوم نومول شوی دی. د سیالیو په پای کې به دوه مخکښې لوبډلې د چنګاښ په ۲۳مه نېټه وروستۍ پایلوبې یا فاینل ته ووځي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوې چې تر اوسه یې لس پړاوونه ترسره شوي دي. په تېرو پړاوونو کې سپین غر پړانګانو درې ځلې او امو نهنګانو، مس عینک اتلانو او کابل بازانو دوه دوه ځلې اتلولي خپله کړې ده، په داسې حال کې چې بند امیر ښامارانو یوازې یو ځل د دغو سیالیو اتلولي ګټلې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وایي، چې د شپږیزې لیګ سیالیو د هېواد د کورني کرېکټ، د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو د لوړولو او په ټوله کې د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ په برخه کې خورا مهم او رغنده رول لوبولی دی. دغه سیالۍ د هېواد په کچه تر ټولو سترې او د مینه والو لرونکې کورنۍ لوبې بلل کېږي چې سږ کال یې په خوست ولایت کې د کوربه توب له امله په سیمه کې د کرېکټ د لا زیاتې ودې تمه ترې کېږي.

ډېر لیدل شوي

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی
۱

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۲

ملي بسیج جبهه: له طالبانو سره د سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل بشپړ بندول دایمي ثبات تضمینوي

۳

عطامحمد نور امیر خان متقي ته: «رېښتیا هم چې جاهل او وحشي، ښه او بد نه‌لري»

۴

د داعـ.ـش خراسان د مشرانو د معلوماتو په بدل کې د امریکا د میلیون ډالري جایزو اعلان

۵

په پاکستان کې د افغان محصلینو ټولنې د ویزو او نیونو پر ضد عالي محکمه کې قضیه ثبت کړه