افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس د شنبې په ورځ، افغانستان انټرنشنل ته وویل:«طالبان ډېری وخت بېپيلوټه الوتکې له ازادو بازارونو څخه پېري او په هغو کې په لاسوهنې سره، د چاودیدونکو توکو د لېږد وړتیا ورزیاتوي.» سراج همداراز زیاته کړې: «نا تایید شوي راپورونه شته چې هند دا مهال د لومړنیو ظرفیتونو یوه برخه د طالبانو په واک کې ورکوي.»
ښاغلي سراج په دې اړه کوم سند او ثبوت نه دی وړاندې کړی.
تېره ورځ د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د هوايي بریدونو په ترسره کولو سره یې د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې «د داعش ډلې پورې تړلي مرکزونه» په نښه کړي دي.
ښاغلی سراج وایي هغه وروستي بریدونه چې طالبان یې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ترسره کولو ادعا کوي، یوازې د خلکو د «غولولو» او «داخلي فشارونو د کمولو» لپاره دي او له «تبلیغاتي کارونې» پرته یې بله هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده.
په ورته مهال تېره ورځ د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت تایید کړه چې د دغه هېواد د هوايي ځواک دفاعي سيسټم د خیبر ولسوالۍ شینکو ته نږدې د «طالبانو» یوه ابتدایي بېپيلوټه الوتکه پېژندلې او نسکوره کړې ده. د دغه وزارت په وینا، دغه هوايي نفوذ په چټکۍ سره مهار شو او هېڅ زیان یا مرګژوبله یې نه ده اړولې.
پاکستان په وار وار طالبان د دغه هېواد د امنیت په خرابولو کې له هند سره په همکارۍ تورن کړي دي.
په دې وروستیو کې په هند کې د افغانستان انټرنشنل خبریال راپور ورکړ چې هند له پاکستان سره په جګړه کې د طالبانو د ټپیانو درملنه کوي. له پاکستان سره په سرحدي جګړه کې د طالبانو لږ تر لږه یو ټپي د هند پلازمینې ډیلي ته لېږدول شوی او تر درملنې لاندې دی.
په ډیلي کې د افغانستان انټرنشنل خبریال د جمعې په ورځ دغه طالب ټپي چې په اسانۍ سره یې نشو کولای وګرځي- په دغه ښار کې له خپلو دوو پایوازانو سره لیدلی دی.
د طالبانو د بېپیلوټه الوتکو د کارونې مخینه
د طالبانو له لوري له ډېر پخوا څخه د بېپیلوټه الوتکو کارولو ته په اشاره احمدضیا سراج ویلي چې دغې ډلې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ میلادي کلونو کې څو ځله د بېپيلوټه الوتکو په کارولو سره په لوګر، میدانوردګ، کندوز، تخار، پکتیا او بلخ ولایتونو کې پر پوستو، پوځي مرکزونو او حتی ملکي سیمو بریدونه کړي وو.
هغه وویل چې دا ټول بریدونه د خورا ابتدايي بېپيلوټه الوتکو په واسطه ترسره کېدل.
د ملي امنیت د پخواني رییس په وینا، دا بېپيلوټه الوتکې معمولا له ازادو بازارونو څخه د سوداګریزې کارونې تر پوښښ لاندې پېرل کېدې او په لږ لاسوهنې سره یې د دوه څخه تر څلورو کیلوګرامو پورې د چاودیدونکو توکو د لېږد وړتیا پیدا کوله.
هغه د دې وسلو د کارونې په تشریح کولو کې وویل: «دا بېپيلوټه الوتکې د تخریبي ځواک له نظره پر یوه کوچني هدف، که په سمه توګه عمل وکړي ګټور ثابتېدلی شي؛ خو په دغو بېپيلوټه الوتکو سره د یوه تروریستي مرکز په نښه کول په هېڅ صورت اغېزمن نه دي، پرته له دې چې د استخباراتي موخو او د ذهنونو د غولولو لپاره ورڅخه کار واخیستل شي.»
تر دې وړاندې هم طالبانو په اسلاماباد او راولپنډۍ کې د «نورخان» ستراتیژیکې هوايي اډې په ګډون، د بېپيلوټه الوتکو تر بریدونو لاندې راوستې وې.
د راپورونو له مخې، طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په کابل او ځینو ولایتونو کې د ځانمرګو او کشفي بېپيلوټه الوتکو د جوړولو او تولید لپاره کوچني ورکشاپونه او فابریکې جوړې کړې دي او هڅه کوي چې په سرحدي شخړو کې د خپل هوايي ځواک د کمښت د پوره کولو لپاره له دې وسیلې څخه د بدیل په توګه کار واخلي.
طالبانو په روان کال کې پر پاکستان د بېپیلوټه الوتکو ۱۲ بریدونه کړې دي
د «اکملډ» نړیوال سازمان معلومات چې د نړۍ جنګي پېښې او شخړې ثبتوي، ښيي چې افغان طالبانو د لومړي ځل لپاره د روان کال په فبرورۍ کې د پاکستان په وړاندې د خپل پوځي غبرګون د یوې برخې په توګه د بېپيلوټه الوتکو کارول پیل کړي دي.
د دغه نړیوال بنسټ د شمېرو له مخې، په فبرورۍ کې د دغه نوي پوځي تاکتیک له پیل راهیسې، د پاکستان په خاوره کې د طالبانو لخوا لږ تر لږه ۱۲ د بېپيلوټه الوتکو بریدونه ثبت او مستند شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې برېټانوي ورځپاڼې ډیلي مېل د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي کې راپور ورکړ چې طالبان د ځانمرګو بېپيلوټه الوتکو د جوړولو په لټه کې دي؛ داسې بېپیلوټه الوتکې چې کولای شي د افغانستان له پولو هاخوا هدفونه په نښه کړي. په راپور کې راغلي چې دا بېپيلوټه الوتکې د کابل په څنډو کې په فونیکس کمپ کې جوړېږي. دا کمپ تر ۲۰۲۱ کال وړاندې د امریکايي ځواکونو اډه وه.