• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو رییس الوزرا او د قزاقستان مرستیال لومړی وزیر پر سیاسي او اقتصادي اړیکو غږېدلي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۲۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ارګ ویلي چې د یادې ډلې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ پلاوي سره په لیدنه کې د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا په خبرې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن شنبه، غبرګولي پر ۳۰مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال له ملا محمد حسن اخوند سره د لیدنې پرمهال ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره بشردوستانه همکاریو په ځانګړي ډول له راستنېدونکو کډوالو او د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو سره مرستو ته ژمن دی.

دغه قزاقستاني چارواکي ویلي چې هم دا نن یې د خیمو او درملو په ګډون اته واګونه بشري مرستې افغانستان ته راانتقال کړې دي.

سیریک ژومان ګارین زیاته کړې چې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له نږدې څاري او افغانستان په سیمه کې خپل یو مهم ملګری ګڼي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ملا محمد حسن اخوند ته د خپل هېواد د ولسمشر لخوا د رسمي سفر بلنه ورکړه.

بل لور ته، ملا محمد حسن اخوند هم د قزاقستان ولسمشر ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه او د طالبانو اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او د اړیکو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د قزاقستان دغه لوړپوړی اقتصادي پلاوی کابل ته د «افغان–قزاق د سوداګریز او اقتصادي فورم» د جوړولو او د قزاقستان د محصولاتو او تولیداتو د نندارتون د پرانیستلو په موخه سفر کړی دی.

ترویج لرونکی

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
۱

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۳

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

۴

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

۵

طالبانو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ډرون بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د بامیان د اوسپنې کان دوو کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړ

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۲۰ GMT+۱
طالبانو د بامیان د اوسپنې کان دوو کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړ
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون له دوو کورنیو شرکتونو سره لاسلیک کړ. د دغه وزارت په وینا، یاد تړون د ۳۰ کلونو لپاره د ۴۳۸ میلیونه افغانیو پانګونې او ۲۰ سلنې رویالټي په بدل کې شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت نن شنه د غبرګولي پر ۳۰مه په اېکس کې لیکلي، چې د یکاولنګ د اوسپنې قرارداد یې د «نظري رحیمي» او «خان وزیري» شرکتونو له استازو سره لاسلیک کړ. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد کان په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، دغه تړون د ۳۰ کلونو لپاره په دې شرط لاسلیک شوی چې قراردادي شرکتونه به د کانونو له اصولو، کړنلارو او خپلو ژمنو سره سم فعالیت کوي.

د دغه تړون له مخې، د یاد کان مساحت ۸۵ کیلومتره مربع ښودل شوی دی چې ټولیزه پانګونه پرې ۴۳۸ میلیونه ۹۶۱ زره او ۶۲۶ افغانۍ کېږي.

د طالبانو د کانونو وزیر هدایت الله بدري دغه راز زیاته کړې چې د قراردادي شرکتونو به له ژمنو او هوکړو سره سم د دغه کان د اوسپنې سل سلنه پروسس د هېواد دننه ترسره کوي.

د طالبانو دغه چارواکي د ټولنیزو خدمتونو پر وړاندې کولو هم ټینګار کړی او وايي چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره به لسګونو افغانانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

طالبانو له قراردادي شرکتونو غوښتي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او د استخراج چارې د دغه وزارت له معیارونو سره سمې پر مخ یوسي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر: د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري ۴۱ سلنه زیاته شوې

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۱
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر: د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري ۴۱ سلنه زیاته شوې
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړړه د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه او تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۱۰۰ سلنه زیاته شوې ده.

په کابل کې د طالب او قزاقستاني چارواکو له لوري د افغانستان او قزاقستان د ګډ نندارتون د پرانیستنې پرمهال د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل چې دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د درې میلیارده ډالرو هدف ترلاسه کول ممکن دي، خو د بانکي همکاریو، ټرانزیټ، لېږد رالېږد او پانګونې د اسانتیاوو پراختیا ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې:«د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۲ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې شاوخوا سل سلنه زیاته شوې او د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه زیاته شوې ده.»

پر همدغه مهال د قزاقستان د اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین افغانستان د سیمې د نښلونې مهم مرکز وباله او په بېلابېلو برخو کې یې د پانګونې لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه.

طالبان وایي په درېیو ولایتونو کې یې ۹ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۰۹ GMT+۱
طالبان وایي په درېیو ولایتونو کې یې ۹ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي
100%

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي چې په غور، بلخ او غزني ولایتونو کې یې د خلکو د راپورونو پر بنسټ ۹ هغه ښځې ژغورلي چې د کلونو راهیسې له کورني تاوتریخوالي سره مخ وې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو ښځو د کورني تاوتریخوالي له امله له خپلو حقونو محرومې پاتې شوې وې. د دغه وزارت د ادعا پر بنسټ، محتسبینو یې یادې ښځې ژغورلي او د دوی په وینا شرعي حقونه یې بېرته ور اعاده شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغو ښځو مېړونه او د کورنۍ نور غړي د امر بالمعروف ریاستونو ته وربلل شوي او د قضیو له څېړنې وروسته ترې لیکلې ژمنې اخیستل شوي چې په راتلونکي کې به د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار نه اخلي او د دوی د حقونو له نقض څخه به ډډه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغان ښځو سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.د ملګرو ملتونو، نړیوالو بشري بنسټونو او د ښځو د حقونو د فعالانو له لوري د طالبانو لخوا د ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیز حضور لګېدلي محدودیتونه د ښځو د اساسي حقونو د نقض څرګنده بیلګه ده.

طالبان: ټاکل شوې چې رییس الوزرا او اقتصادي مرستیال قزاقستاني پلاوي سره جلا لیدنې وکړي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱
طالبان: ټاکل شوې چې رییس الوزرا او اقتصادي مرستیال قزاقستاني پلاوي سره جلا لیدنې وکړي
100%

د طالبانو تر واک لاندې ارګ خبر ورکړی چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، سیریک ژومانګارین، او ورسرت مل لوړپوړي پلاوي څخه ارګ کې د دغې ډلې د ریاست‌الوزرا د دفتر ریس، ملا عبدالواسع، له لوري هرکلی شوی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې ده د طالبانو ‌ ریس الوزرا، ملا محمد حسن اخوند، او د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر ، له نوموړي سره په جلا جلا لیدنو کې د دواړو لورو پر اړیکو او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، ویلي وو چې د قزاقستاني پلاوي د سفر موخه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول دي. د هغه په وینا، دواړه لوري هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دې سفر پر مهال به د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په اړه بحثونه وشي او قزاقستان به د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې د پانګونې فرصتونه هم و ارزوي.

د یادونې وړ ده چې قزاقستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ساتلې دي. تر دې وړاندې نورالدین عزیزي د قزاقستان د سفر پر مهال ویلي وو چې استانه له افغانستان سره د سوداګرۍ د کچې د درې میلیارده ډالرو ته د لوړولو لېوالتیا لري.

لارې وتړل شوې، خو هیلې نه؛ له پاکستانه د یوې افغانې محصلې د ایستل کېدو کیسه

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۷ GMT+۱
لارې وتړل شوې، خو هیلې نه؛ له پاکستانه د یوې افغانې محصلې د ایستل کېدو کیسه
100%

د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت د سمیعې په نوم د یوې افغانې محصلې کیسه خپره شوې؛ هغه محصله چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د زده‌کړو د دوام لپاره پاکستان ته تللې وه، خو د ویزې د ستونزو او د افغان کډوالو پر ضد د اقداماتو له امله بېرته افغانستان ته واستول شوه.

افغانه محصله چې د طالبانو له لوري پر نجونو د زده‌کړو له محدودیتونو وروسته پاکستان ته د لوړو زده‌کړو لپاره تللې وه، د ویزې د تمدید د غوښتنې له ځنډ او د پولیسو له نیول کېدو وروسته له پاکستانه ایستل شوې او د خپلې زده‌کړیزې لارې له پرېکېدو سره مخ شوې ده.

سمیعه، چې د لاهور په یوه پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په څانګه کې زده‌کړې کولې، وایي د زده‌کړو ویزه یې پای ته رسېدلې وه او که څه هم د تمدید غوښتنه یې کړې وه، خو له څو میاشتو انتظار وروسته یې هم د پاکستاني چارواکو له لوري ځواب نه و ترلاسه کړی.

د هغې په وینا، په وروستیو میاشتو کې د افغان محصلینو ترمنځ د وېرې فضا پراخه شوې وه او د نیونو، پلټنو او ایستلو راپورونو د هغوی پر ورځني ژوند سیوری غوړولی و.

سمیعه وايي، کله چې د خپلې مور او پلار د لیدو لپاره له لیلیې ووتله، د اسلام‌اباد په یوه سیمه کې پولیسو ودروله او د اسنادو غوښتنه یې ترې وکړه. هغې د پوهنتون کارت او د ویزې د تمدید د غوښتنې رسید ورښود، خو د هغې په خبره، پولیسو ورته وویل چې ویزه یې پای ته رسېدلې او له همدې امله یې ونیوله.

نوموړې زیاتوي: «ما هڅه وکړه تشریح کړم چې د ویزې د تمدید غوښتنه مې کړې، خو هېچا زما خبرې وانه ورېدې.»

د راپور له مخې، سمیعه وروسته د اسلام‌اباد یوې توقیف‌خونې ته ولېږدول شوه، چیرې چې لسګونه افغان نارینه، ښځې او ماشومان ساتل کېدل. هغې ویلي چې په توقیف‌خونه کې د خلکو ګڼه‌ګوڼه زیاته وه او له خپلې کورنۍ سره د اړیکې نیولو اجازه هم نه ورکول کېده.

په همدې حال کې د هغې مور، چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللې وه، د خپلې لور د موندلو په هڅه کې د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې سیمو ته ولاړه او څو ورځې یې د هغې په تمه تېرې کړې.

سمیعه په پای کې له لسګونو نورو افغانانو سره یوځای افغانستان ته واستول شوه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر او د ۲۰۲۶ کال د اپرېل ترمنځ له دوو میلیونو څخه ډېر افغانان یا په خپله خوښه او یا هم د ایستلو د پروګرامونو له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

سمیعه وایي، له پاکستانه تر ایستل کېدو وروسته یې یوازې شخصي توکي نه دي له لاسه ورکړي، بلکې د زده‌کړو هغه فرصت هم ورڅخه اخیستل شوی چې د ترلاسه کولو لپاره یې کورنۍ کلونه قربانۍ ورکړې وې.

هغې وویل: «ما څه ګناه کړې وه؟ ما یوازې غوښتل زده‌کړې وکړم.»

نوموړې وايي، که څه هم اوس نه پوهېږي چې کله به بیا پوهنتون ته ستنه شي، خو لا هم هیله لري چې یوه ورځ به خپلې نیمګړې زده‌کړې بشپړې او د خپل هېواد خدمت وکړي.