فیروز، چې په ۱۳۷۱ کال کې د غزني ولایت د «سیوک» په نوم دره کې زېږېدلی، د ژوند له لومړیو کلونو راهیسې له سختو ستونزو سره مخ و. هغه لا ماشوم و چې پلار یې له لاسه ورکړ او د جګړو، بېثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله یې ماشومتوب له کړاوونو سره مل و.
نوموړی د خپل ژوند د هغو ترخو خاطرو په یادولو سره وایي، چې په کوچنیوالي کې له خپلې مور او کورنۍ جلا شو او د کلونو لپاره یې د مور له غېږې او پاملرنې بېبرخې ژوند وکړ.
فیروز د ۱۱ کلنۍ پر مهال د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د پسونو شپون شو. هغه هر سهار غرونو ته روانېده، د رمې ساتنه یې کوله او د غزني د لوړو غرونو او درو په منځ کې یې د راتلونکي لپاره خوبونه ليدل.
هغه وروسته په ۱۵ کلنۍ کې افغانستان پرېښود او د نامنظم سفر له لارې ایران ته ولاړ. نوموړي په ایران کې د ژوند د تېرولو لپاره بېلابېل سخت کارونه ترسره کړل؛ له ساختماني کارونو او خښتو اېښودلو نیولې تر فابریکو کې تر اوږدو کاري ساعتونو پورې، خو د زده کړو او پرمختګ هیله یې ژوندۍ وساتله.
فیروز وايي، په داسې حال کې چې نور به له کار وروسته استراحت کاوه، هغه به د ژبې او کمپیوټر زده کړې کولې او هڅه یې کوله د خپل راتلونکي لپاره نوې لاره ومومي.
د هغه سفر وروسته اروپا ته وغځېد او د ۲۰۰۹ کال د نومبر په ۲۶مه، په ۱۷ کلنۍ کې ډنمارک ته ورسېد. خو هلته هم له نوو ستونزو سره مخ شو. نوموړي څلور ځله د استوګنې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره منفي ځوابونه ترلاسه کړل او څلور کاله او څلور میاشتې یې د پناه غوښتنې په سیستم او بېلابېلو مرکزونو کې تېر کړل.
فیروز وایي، هر ځل چې به د کډوالۍ ادارې لیک ورته رسېده، د زړه درزا به یې تېزه شوه، ځکه نه پوهېده چې راتلونکی به یې روښانه کېږي او که به بېرته له نامعلوم برخلیک سره مخ کېږي.
خو نوموړي زده کړې پرېنښودې. هغه ډنمارکي ژبه زده کړه، د لېسې معادل زده کړې یې بشپړې کړې او د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره د کوپنهاګن پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شو.
فیروز په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د کوپنهاګن پوهنتون د طب پوهنځي ته شامل شو او د ډنمارک د لوړو زده کړو په یوه له معتبرو بنسټونو کې یې خپلې زده کړې تعقیب کړې.
هغه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي په ۱۳مه خپله وروستۍ طبي ازموینه د ډنمارک د نمرو په سیستم کې له تر ټولو لوړې «۱۲» نمرې سره بشپړه کړه.
فیروز دغه بریا یوازې یوه نمره نه بولي، بلکې وایي دا د هغه د ژوند د ټولو ستونزو، کلونو یوازیتوب، کډوالۍ، کارګرۍ، د کډوالۍ کمپونو او نه ستړې کېدونکو هڅو پایله ده.
ټاکل شوې نوموړی د راتلونکي اسد میاشتې له پیله د کوپنهاګن په یوه ستر روغتون کې د زړه ناروغیو په څانګه کې خپله مسلکي دنده پیل کړي.
د یوه لرې پرتې افغانې درې هغه ماشوم چې کلونه یې د پسونو رمه څروله، اوس د اروپا په زړه کې د ناروغانو د زړونو د درملنې لپاره سپین چپن اغوندي؛ هغه سفر چې د غزني له غرونو پیل شو او د کوپنهاګن تر روغتونونو ورسېد.