طالبان وایي ننګرهار کې یې د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۲۳ کسان نیولي

د طالبانو کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو یې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۳ کسان نیولي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو یې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۳ کسان نیولي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې، چې شنبې(د غبرګولي ۳۰مه) خپره شوې، راغلي چې له نیول شویو کسانو څخه څه باندې دوه زره نشهیي ګولۍ، نږدې دوه کیلوګرامه چرس او یوه اندازه شیشه هم ترلاسه شوې ده.
د وزارت په وینا، د نیول شویو کسانو دوسیې د قانوني څېړنو او نورو اجراتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

یو افغان کډوال چې د غزني ولایت په یوه لرې پرته دره کې یې د کوچنیوالي کلونه د شپانه په توګه تېر کړي، له کلونو بېوزلۍ وروسته کډوال شو او د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د زړه د ناروغیو ډاکټر شوی او ټاکل شوې په راتلونکو میاشتو کې د دغه هېواد په یوه ستر روغتون کې خپله دنده پیل کړي.
فیروز، چې په ۱۳۷۱ کال کې د غزني ولایت د «سیوک» په نوم دره کې زېږېدلی، د ژوند له لومړیو کلونو راهیسې له سختو ستونزو سره مخ و. هغه لا ماشوم و چې پلار یې له لاسه ورکړ او د جګړو، بېثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله یې ماشومتوب له کړاوونو سره مل و.
نوموړی د خپل ژوند د هغو ترخو خاطرو په یادولو سره وایي، چې په کوچنیوالي کې له خپلې مور او کورنۍ جلا شو او د کلونو لپاره یې د مور له غېږې او پاملرنې بېبرخې ژوند وکړ.
فیروز د ۱۱ کلنۍ پر مهال د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د پسونو شپون شو. هغه هر سهار غرونو ته روانېده، د رمې ساتنه یې کوله او د غزني د لوړو غرونو او درو په منځ کې یې د راتلونکي لپاره خوبونه ليدل.
هغه وروسته په ۱۵ کلنۍ کې افغانستان پرېښود او د نامنظم سفر له لارې ایران ته ولاړ. نوموړي په ایران کې د ژوند د تېرولو لپاره بېلابېل سخت کارونه ترسره کړل؛ له ساختماني کارونو او خښتو اېښودلو نیولې تر فابریکو کې تر اوږدو کاري ساعتونو پورې، خو د زده کړو او پرمختګ هیله یې ژوندۍ وساتله.
فیروز وايي، په داسې حال کې چې نور به له کار وروسته استراحت کاوه، هغه به د ژبې او کمپیوټر زده کړې کولې او هڅه یې کوله د خپل راتلونکي لپاره نوې لاره ومومي.
د هغه سفر وروسته اروپا ته وغځېد او د ۲۰۰۹ کال د نومبر په ۲۶مه، په ۱۷ کلنۍ کې ډنمارک ته ورسېد. خو هلته هم له نوو ستونزو سره مخ شو. نوموړي څلور ځله د استوګنې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره منفي ځوابونه ترلاسه کړل او څلور کاله او څلور میاشتې یې د پناه غوښتنې په سیستم او بېلابېلو مرکزونو کې تېر کړل.
فیروز وایي، هر ځل چې به د کډوالۍ ادارې لیک ورته رسېده، د زړه درزا به یې تېزه شوه، ځکه نه پوهېده چې راتلونکی به یې روښانه کېږي او که به بېرته له نامعلوم برخلیک سره مخ کېږي.
خو نوموړي زده کړې پرېنښودې. هغه ډنمارکي ژبه زده کړه، د لېسې معادل زده کړې یې بشپړې کړې او د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره د کوپنهاګن پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شو.
فیروز په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د کوپنهاګن پوهنتون د طب پوهنځي ته شامل شو او د ډنمارک د لوړو زده کړو په یوه له معتبرو بنسټونو کې یې خپلې زده کړې تعقیب کړې.
هغه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي په ۱۳مه خپله وروستۍ طبي ازموینه د ډنمارک د نمرو په سیستم کې له تر ټولو لوړې «۱۲» نمرې سره بشپړه کړه.
فیروز دغه بریا یوازې یوه نمره نه بولي، بلکې وایي دا د هغه د ژوند د ټولو ستونزو، کلونو یوازیتوب، کډوالۍ، کارګرۍ، د کډوالۍ کمپونو او نه ستړې کېدونکو هڅو پایله ده.
ټاکل شوې نوموړی د راتلونکي اسد میاشتې له پیله د کوپنهاګن په یوه ستر روغتون کې د زړه ناروغیو په څانګه کې خپله مسلکي دنده پیل کړي.
د یوه لرې پرتې افغانې درې هغه ماشوم چې کلونه یې د پسونو رمه څروله، اوس د اروپا په زړه کې د ناروغانو د زړونو د درملنې لپاره سپین چپن اغوندي؛ هغه سفر چې د غزني له غرونو پیل شو او د کوپنهاګن تر روغتونونو ورسېد.
د ازبکستان د ترانسپورت مرستیال وزیر جاسوربیک چوریف وایي چې د ترانس-افغان اورګاډي پټلۍ د جوړولو لګښت زیات شوی او د نوو ارزونو له مخې ښايي له ۷ میلیارده ډالرو واوړي. دا پروژه تر دې وړاندې شاوخوا ۴.۶ میلیارده ډالر اټکل شوې وه.
د انترفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، چوریف د تاشکند د پانګونې فورم په څنډه کې ویلي چې د دې سترې پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات به د ۲۰۲۶ میلادي کال تر پایه بشپړ شي. د هغه په وینا، د دې اورګاډي پټلۍ بشپړېدل لږ تر لږه پنځه کاله وخت ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې چې د متحده عربي اماراتو او قطر له شریکانو سره د همکارۍ خبرې روانې دي، او ټینګار یې وکړ چې دا پټلۍ به پاکستان کې د کراچۍ بندر ته لنډه لاره برابره کړي او هند به د مرکزي اسیا او ګډو ګټو هېوادونو سره ونښلوي.
د چوریف په وینا، د اوراسیا پراختیایي بانک هم د دې پروژې د تمویل لپاره چمتووالی ښودلی او اټکل کېږي چې دا دهلیز به هر کال نږدې ۲۰ میلیونه ټنه مالونه انتقال کړي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم مخکې د تاشکند په پنځم نړیوال پانګونې فورم کې د ترانس-افغان اورګاډي پټلۍ پر پرمختګ ټینګار کړی و او ویلي یې وو چې هېواد یې په فعاله توګه د دې ترانزیټي مسیر پر پراختیا کار کوي. هغه زیاته کړې وه چې دا دهلیز به جنوبي سمندري بندرونو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي.
تر دې وړاندې مسکو هم اعلان کړی و چې په دې پروژه کې د ګډون لپاره چمتووالی لري.
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یو شمېر ولایتونو د تېرې اوونۍ مهمو کرنیزو او پراختیایي فعالیتونو راپور خپور کړی، چې پکې د بېلابېلو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په میدان وردک ولایت کې د حیواني ناروغۍ (بروسلوز) د مخنیوي لپاره د واکسیناسیون کمپاین پیل شوی، چې په ترڅ کې به ۵۷۰۰ د غواوو او ۱۲۰۰۰ د پسونو د واکسین دوزونه د ولایت په ټولو ولسوالیو کې تطبیق شي. همداراز په ځینو سیمو کې د شنو خونو جوړولو او د کرنیزو پروژو عملي چارې هم ترسره شوې دي.
په کابل ولایت کې د خاکجبار ولسوالۍ کې ۲۵ خاورین حوضونه د یوې مرستندویه موسسې په همکارۍ جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. همداراز د کرنې ریاست له لوري ۱۸ بزګرانو ته اصلاح شوي د جوارو تخم، کیمیاوي سرې او نور کرنیز توکي وېشل شوي دي.
همدا راز، په ننګرهار کې د کرنې ریاست وایي چې په ۱۵ ولسوالیو کې له ۱۸۰۰څخه زیاتو کورنیو ته د کورني باغچو د پراختیا لپاره کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل وېشل شوي، او همداراز د اصلاح شوو نیالګیو د تولید لپاره د نرسریو د پراختیا چارې روانې دي.
د راپور له مخې، په بدخشان کې د ښځو د اقتصادي ملاتړ په موخه د هګیو اچوونکو چرګانو ماشینونه له اړینو وسایلو سره مستحقو کورنیو ته وېشل شوي.
همداراز، په دایکندي کې ۲۷ بزګرانو ته د اصلاح شوو لوبیا تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي او تخنیکي روزنه هم ورکړل شوې ده. په جوزجان کې بیا د لوبیا کر د ترویج لپاره د نمونې ۱۵ قطعې جوړېږي.
د راپور له مخې، په بغلان او کندز کې د شنو خونو لپاره د اړتیا وړ وسایل وېشل شوي او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي په موخه بېلابېلې پروژې روانې دي.
د وزارت د معلوماتو پر نسټ، په کندهار کې د اوبو د زېرمه کولو، د بدیل کوکنارو پروژې او د مالدارۍ د ملاتړ بېلابېل پروګرامونه عملي شوي، چې موخه یې د بزګرانو او مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا ده.
طالبانو د یادو پروژو له عملي کولو موخه په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنیز سکټور وده، د بزګرانو ملاتړ او د خوړو د تولید زیاتوالي ښودلی.
یوه افغانه کورنۍ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له بدلونونو وروسته د خپل ژوند او امنیت له جدي خطرونو سره مخ شوې وه، د اسټرالیا د اپولو بې د رضاکارانو د اوږدو او دوامداره هڅو په پایله کې بالاخره خوندي ژوند او نوي پړاو ته رسېدلې ده.
محمد ابراهیم، چې له خپلې مېرمنې امنې او دوو ماشومانو سره اوس په اسټرالیا کې ژوند کوي، وایي چې کلونه یې په ویره، پټنځایونو او نامعلوم حالت کې تېر کړل، خو اوس یې د ارام او باوري ژوند پیل کړی دی.
هغه وایي: «ډېر ځله مو هیلې له لاسه ورکړې وې، ډېر ځله مو فکر کاوه چې هېڅوک زموږ کیسه نه اوري، خو خلکو زموږ لپاره هغه څه وکړل چې موږ یې هېڅ تمه نه لرله.»
ابراهیم زیاتوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خپل کاري فعالیت له امله له جدي خطر سره مخ شو او د «کافر» په نوم د تعقیب له وېرې اړ شو چې له کورنۍ سره غرونو او پټو سیمو ته پناه یوسي. د هغه په وینا، کورنۍ یې نږدې څلور کاله په خورا سختو شرایطو کې ژوند وکړ، کله به یې د بامیان په غرنیو سیمو کې په غارونو کې شپې سبا کولې او کله به یې په کابل کې په پټو کورونو کې د پټ ژوند مجبور انتخاب کاوه.
هغه دا هم وایي چې په دې موده کې ماشومانو ته د زده کړو هېڅ زمینه نه وه، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی محدود و او کورنۍ یې څو ځله د امنیتي خطرونو له امله په یوه ورځ کې د ځای بدلولو ته اړ شوې وه.
وروسته دغه کورنۍ پاکستان ته کډه شوه، چیرې چې د سخت ژمي پر مهال یې درې شپې د سرحد په دروازو کې انتظار وکړ څو د داخلېدو اجازه ترلاسه کړي.
د ابراهیم په وینا، د اپولو بې د رضاکارانو ډلې د دوی قضیه له نږدې څارله، د اسټرالیا حکومت او اړوندو ادارو ته یې پرلهپسې لیکونه واستول، له چارواکو سره یې اړیکې ونیولې او د بشري ویزې د ترلاسه کولو لپاره یې فشارونه زیات کړل. دغه ډلې د کورنۍ لپاره مالي مرستې هم راټولې کړې، څو د خوړو، جامو او لنډمهاله استوګنې لګښتونه پرې پوره کړي.
د راپورونو له مخې، د اسټرالیا حکومت وروسته دغه کورنۍ د هغو کسانو په کټګورۍ کې شامله کړه چې له اسټرالیايي ماموریتونو سره یې په افغانستان کې کار کړی او د خطر له امله لومړیتوب ورکول کېږي، چې له همدې امله یې د ویزې پروسه چټکه شوه.
کورنۍ اوس په اسټرالیا کې د نوي ژوند په پیل کې ده، ماشومان یې لومړی ځل ښوونځي ته ځي، ابراهیم او مېرمن یې انګلیسي زده کوي او له نوې ټولنې سره د ځان عیارولو هڅه کوي.
ابراهیم د اپولو بې د خلکو هڅې یوازې مرسته نه، بلکې د ژوند ژغورنه بولي او وایي: «هغه مهرباني زموږ د ژوند ټول مسیر بدل کړ.»
طالبانو ویلي چې په پنجشېر ولایت کې د ۲۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکجوړونې دوه مهمې پروژې پلې کېږي، چې موخه یې د ترانسپورتي اسانتیاوو برابرول او د اقتصادي ودې پیاوړتیا ښودلې.
د طالبابانو اړوندو رسنیو خبر ورکړی چې، په دغو پروژو کې د ابشار ولسوالۍ د سړک قیراچونه او د پنجشېر د عمومي سړک د یوې برخې رغونه شامله ده. د دوی په خبره، د پروژو له بشپړېدو سره به د خلکو تګ راتګ اسانه، بازارونو ته لاسرسی ښه او د ولایت اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه لا پیاوړي شي.
همداراز طالبانو د پنجشېر–تخار د نښلوونکي سړک پروژې په اړه ویلي چې له ټولیزو ۲۵ کیلومترو څخه ۱۲ کیلومتره بشپړ شوي او د پاتې ۱۳ کیلومترو د جوړولو چارې روانې دي.
د دوی د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي او له بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.