• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نجیب‌الله علي‌خېل: د ټرانس‌افغان بریا د کابل او اسلام‌اباد د باور له فضا سره تړلې ده

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۱۳ GMT+۱

د جمهوریت پر مهال په پاکستان کې افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل، ویلي چې د ټرانس‌افغان د رېل پټلۍ ستره سیمه‌ییزه پروژه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو او د اسلام‌اباد له «صادقانه همکارۍ» پرته له جدي ستونزو سره مخ کېدای شي.

علي‌خېل په خپل اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې ازبکستان له څو کلونو راهیسې د دې پروژې عملي کېدو ته لېوالتیا لري او د ټرانس‌افغان پټلۍ به د افغانستان، مرکزي او جنوبي اسیا او همدارنګه پاکستان د اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت ولري.

نوموړي ویلي، د امریکا د شل کلن حضور پر مهال په افغانستان کې د تروریزم پر ضد مبارزې ته لومړیتوب ورکړل شو او د ټاپي او ټرانس‌افغان په څېر لویې اقتصادي پروژې تر ډېره له پامه وغورځول شوې.

هغه همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوږدمهاله کړکېچ او بې‌باوري د دې لامل شوې چې د ټرانس‌افغان پروژه له بېلابېلو خنډونو سره مخ شي.

د هغه په وینا: «که څه هم پاکستان سره د ستونزو ابعاد ډېر او ژور دي، خو عمومي برداشت دا دی چې د ترانس‌افغان په شان د سترو پروژو تطبیق، د دواړو هېوادونو د اړیکو له عادي کېدو او د پاکستان د صادقانه همکارۍ پرته، یو ستونزمن او تر ډېره حده غیر عملي کار ښکاري.»

پخواني افغان سفیر یادونه کړې چې د جمهوري نظام پر مهال به افغانستان د سیمه‌ییزو پروژو موضوع د واګه بندر له لارې هند ته د افغان سوداګریزو توکو د تګ راتګ له مسلې سره تړه، خو د ده په باور د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، مناسبه ده چې ټرانس‌افغان او ورته نورې سیمه‌ییزې پروژې له دې موضوع جلا وساتل شي.

هغه لیکلي: «مناسبه به دا وي چې د ټرانس‌افغان او نورې سیمه‌ییزې پروژې له واګه سره اصلا ونه تړل شي، بلکې دا بحث د تجارت او ټرانزیت په چوکاټ کې مطرح شي او نه په سیمه‌ییزو پروژو کې.»

علي‌خېل په خپلو څرګندونو کې د سیمه‌ییز اتصال لپاره د افغانستان او پاکستان پر همکارۍ هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېوادونه خپل ګاونډیان نه شي بدلولای، نو ځکه دواړو لورو ته په کار ده چې د کړکېچ د پراخولو پر ځای، موجودې ستونزې مدیریت او د حل عملي لارې چارې ولټوي.

هغه افغانستان یو جګړه‌ځپلی هېواد او د اسیا څلورلارې بللې او ویلي یې دي چې هېواد د اقتصادمحورو تګلارو او سترو سیمه‌ییزو پروژو عملي کېدو ته سخته اړتیا لري، خو دا هدف د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د باور له فضا پرته ناشونی ښکاري.

نوموړي په پای کې ټینګار کړی چې له پاکستان سره په اړیکو کې باید تاریخي حساسیتونه او دردونه هېر نه شي، خو د افغانستان د بهرنیو اړیکو راتلونکی باید د احساساتو پر ځای د ملي ګټو پر بنسټ تعریف او تنظیم شي.

ترویج لرونکی

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی
۱

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

۲

طالبانو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ډرون بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست

۳

المرصاد: په خیبر پښتونخوا کې په یوه هوایي برید کې د داعش یو مرکز له‌منځه وړل شوی

۴

جرمني د هرمز تنګي د احتمالي ماموریت لپاره سره سمندرګي ته جنګي بېړۍ ولېږلې

۵
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده د ډیورنډ کرښې د امنیت لپاره ۸۰۰۰ کسیزه قطعه جوړوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي ګاونډیو هېوادونو یوه ورځ کې څه باندې ۳ زره افغانان په زوره هېواد ته استولي دي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۲۰ GMT+۱
طالبان وايي ګاونډیو هېوادونو یوه ورځ کې څه باندې ۳ زره افغانان په زوره هېواد ته استولي دي
100%

د طالبانو د کډوالو کمېسیون وايي، پاکستان او ایران یوازې د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) له بېلابېلو لارو ۵۸۵ کډوالې کورنۍ چې شمېر۳۰۶۰ کېږي، په جبري ډول افغانستان ته اړولي دي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۳۹۸ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۵۵۳ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

د طالبانو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۴۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۳۹ کېږي، د سپین بولدک له لارې ۸۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳۳ کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۸ کېږي او ۷۳۲ نور مسافر او همداراز د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۹ کورنۍ چې د غړو شمېر ۴۰ کېږي په جبر سره هېواد ته را اړول شوي دي.

ملګري ملتونه:د ۲۰۲۳کال له وروستیو میاشتو راهیسې تر ۶مېلیونه ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې شمېر څخه ۳۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۷۳ ته رسېږي خپلو مېنو ته لېږدول شوي.

یوناما: افغانستان په نړۍ کې د بې‌ځایه کېدو له یو تر ټولو ستر او جدي کړکېچ سره مخ دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کولو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې بهیر زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

په هرات کې یوه طالب د ماشومانو تر شخړې وروسته دوه ځوانان په ډزو ټپیان کړل

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۱
په هرات کې یوه طالب د ماشومانو تر شخړې وروسته دوه ځوانان په ډزو ټپیان کړل
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) په هرات ښار کې د طالبانو یوه غړي د دوو ماشومانو تر لفظي او فزیکي شخړې وروسته پر دوو ځوانانو ډزې کړي او دواړه یې ټپیان کړي دي.

دغه پېښه د هرات ښار د یوولسمې ناحیې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. د سرچینو په وینا، لومړی دوه ماشومان چې یو یې اته کلن او بل یې نهه کلن وو، د لوبو پر مهال له یو بل سره په شخړه اوښتي وو.

سرچینه وایي، له دې شخړې وروسته د یوه ماشوم مشر ورور، چې د طالبانو غړی دی، له وسلې سره د بل ماشوم د کور مخې ته ورغی او هلته یې پر دوو ځوانانو ډزې وکړې چې د کور مخې ته ولاړ وو.

د معلوماتو له مخې، یو ټپي شوی کس د یاد ماشوم شل کلن ورور دی او بل ټپي د هغه نولس کلن د تره زوی دی.

په هرات کې د حوزوي روغتون یوې سرچینې هم تایید کړې، چې له ټپیانو څخه یو یې په خورا نازک روغتیايي حالت کې دی او د ځانګړې پاملرنې په څانګه کې بستر شوی دی.

د راپورونو له مخې، د طالبانو ډېری غړي او سرتېري په وسلو سمبال ګرځي او خپلې رسمي ثبت شوې وسلې له ځان سره کورونو او نورو غیر رسمي ځایونو ته هم وړي.

په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو پر مهال د وسلو ناسم او غیرمسوولانه کارونې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او د ډېرو کورنیو د غم او زیان لامل شوې ده.

طالبانو لا تراوسه په دې تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

کابل ته د قزاقستاني پلاوي سفر؛ طالبان وایي قزاقي سوداګر پر افغاني توکو پانګونه ارزوي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۳ GMT+۱
کابل ته د قزاقستاني پلاوي سفر؛ طالبان وایي قزاقي سوداګر پر افغاني توکو پانګونه ارزوي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی دی. دا پلاوی چې قزاقستاني سوداګر هم پکې شامل دي، په افغانستان کې د پانګونې د بېلابېلو فرصتونو د ارزولو په موخه دا سفر کړی.

نورالدین عزیزي په کابل کې خبریالانو ته وویل، د قزاقستان دغه پلاوی د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۹مه) کابل ته رسېدلی او په افغانستان کې به د غالیو، وچو او تازه مېوو، د مرمرو ډبرو او نورو کاني موادو په برخو کې د پانګونې فرصتونه له نږدې وڅېړي. د نوموړي په وینا، د قزاقستان حکومت او سوداګر غواړي په دغو سکټورونو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړه، چې قزاقستاني سوداګر د افغانستان د ډبرو سکرو او همدارنګه د درملو په برخو کې هم د پانګونې لپاره ځانګړې لېوالتیا لري. هغه وویل، چې د دغو برخو ارزونه به د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

د عزیزي د څرګندونو له مخې، دا مهال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کلنۍ کچه شاوخوا درې میلیارده ډالرو ته رسیږي او په وینا یې، دواړه لوري هڅه کوي، چې د نویو پانګونو له لارې دغه کچه نوره هم لوړه کړي.

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۱
له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي
100%

د مقاومت جبهې سرچینو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې اروپایي ټولنې د احمد مسعود په مشرۍ له دغې جبهې سره، د «کډوالۍ کړکېچ د مدیریت» په تړاو خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې یوې بلې سرچینې ویلي، چې اروپایي ټولنه د افغانستان اړوند له دوو جلا کمېټو سره د اړیکو د ټینګولو امکان ارزوي، څو د هغو افغان کډوالو د اېستلو په اړه ورسره سلا مشورې وکړي، چې د استوګنې قانوني اسناد نه‌لري. د سرچینو په وینا، په دغو کمېټو کې په یوې کې ښايي د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم ګډون ولري.

د مقاومت جبهې یوې سرچینې وویل: «هر ځل چې اروپا ته تللي یو، تر کډوالۍ لویه او مهمه موضوع نه‌ده مطرح شوې».

د نوموړي په وینا: «په تېرو دوو کلونو کې له اروپایي هېوادونو سره د جبهې د خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه یوه د کډوالۍ مدیریت او په ځانګړي ډول د هغو کډوالو بېرته ستنول وو، چې پر جرمونو تورن دي».

دغه پرمختګ په ډیپلوماټیکو کړیو کې داسې انګېرل کېږي، چې اروپایي هېوادونه ښايي د طالبانو تر څنګ د افغانانو نور سیاسي ادرسونه هم په پام کې ونیسي.

په بروکسل کې راپورونه وایي، چې طالبانو له اروپایي ټولنې سره د هغو څه باندې ۲۷ زره بې‌اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره اووه کسیزه کمېټه جوړه کړې ده.

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

خو سرچینې وایي، کله چې طالب چارواکي خبر شول چې احمد مسعود هم د همدې خبرو اترو د ګډون لپاره بلل شوی، نو حیران او له ناڅاپي حالت سره مخ شول.

تر اوسه اروپایي ټولنې او همداراز طالبانو په رسمي ډول د دغو راپورونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۹ GMT+۱
له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
100%

یو طالب چې له پاکستان سره په نښته کې ټپي شوی، د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته لېږدول شوی او هلته تر درملنې لاندې دی. د افغانستان انټرنشنل خبریال د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې له دغه ټپي طالب او د هغه له دوو ملګرو سره لیدلي دي. نوموړی د ټپونو له امله په سمه توګه نه‌شي ګرځېدلای.

دغه طالب عسکر او د هغه دوه ملګري دا مهال د هند د لاجپت‌نګر په سیمه کې مېشت دي.

دغه طالب د افغانستان انټرنشنل خبریال ته ویلي، چې د سپین‌بولدک په سرحدي نښته کې ټپي شوی دی.

هغه ویلي، له ټپي کېدو وروسته د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په مستقیم امر هند ته د سفر زمینه برابره شوه او په کابل کې د هند سفارت هم د ویزې په برخه کې ورسره همکاري کړې ده.

تر اوسه په کابل کې د هند سفارت او د طالبانو دفاع وزارت په دې تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی او دا هم روښانه نه‌ده، چې دا مهال په هند کې څومره نور طالبان تر درملنې لاندې دي.

هند د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشتې کې پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانانو لپاره د عادي او برېښنايي ویزو ورکړه ودروله. دغه هېواد لا هم د ویزو بهیر په بشپړ ډول نه‌دی پرانیستی، خو له ۲۰۲۵ کال راهیسې یې د افغانانو لپاره د ویزو نوی سیستم فعال کړی دی.

د هند د نوې تګلارې له مخې، د اوس لپاره یوازې افغان ناروغانو او پایوازانو ته یې او همداراز، سوداګریزه او تحصیلي ویزې، د ننوتلو ویزه (Entry Visa) او له ملګرو ملتونو سره تړلې ویزې ورکول کېږي؛ خو د دغو ویزو ترلاسه کول د ټولو افغانانو لپاره اسانه نه‌دي. د هند اصلي تمرکز پر طبي او بشري ویزو دی او د ویزو هره غوښتنه په جلا توګه ارزول کېږي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړه په تدریجي ډول پراخه شوې ده. په دې شخړه کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې ډزې، هوايي بریدونه او مخامخ پوځي نښتې شاملې دي چې په دې وروستیو میاشتو کې یې شدت موندلی دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ډیورند کرښې په اوږدو کې ناامني او د وسله‌والو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي. په دغو خونړیو نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېرې لا هم نه‌دي په ډاګه شوي. ملګرو ملتونو بیا ویلي، چې د دغې جګړې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د طالبانو درې وزیران په رسمي ډول هند ته تللي دي. په دغو کسانو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي شامل دي.

هند ته د طالبانو د وزیرانو د سفرونو په اړه د پاکستان دریځ تر ډېره محتاط، اندېښمن او په ځینو مواردو کې نیوکه کوونکی پاتې شوی دی.

هند دا مهال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک او اقتصادي حضور پراخوي. اسلام‌اباد دغه بهیر د سیمه‌ییزې جیوپولیټیکې سیالۍ یوه برخه ګڼي او ورته په ډېر حساس نظر ګوري.