• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د ناپیژاندو وسله والو لخوا په خیبر پښتونخوا کې د داعش پر مرکز د برید خبر ورکړی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۵۴ GMT+۱

د طالبانو اړوند «المرصاد» رسنۍ خبر ورکړی چې ناپېژاندو وسله‌والو د خیبر پښتونخوا د قمبرخیلو په سیمه کې د داعش پر یوه مرکز وسله‌وال برید کړی دی. المرصاد ندي ویلي چې دغه برید مرګ ژوبله لري او کنه.

یادې رسنۍ د پېښې په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي او تر اوسه هېڅ ډلې یا فرد د دغه برید مسولیت نه دی منلی. پاکستاني چارواکو هم تر دې دمه د برید پخلی نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې وه چې د خیبر پښتونخوا په همدې سیمه او د بلوچستان په ځینو برخو کې یې د ډرون هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

بل لور ته، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د طالبانو دغه ادعاوې رد کړې وې او یوازې یې د خیبر ولسوالۍ فضايي حریم ته د «طالبانو د یوې ساده ډرون» د ننوتلو پخلی کړی و.

ترویج لرونکی

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی
۱

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

۲

طالبانو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ډرون بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست

۳

المرصاد: په خیبر پښتونخوا کې په یوه هوایي برید کې د داعش یو مرکز له‌منځه وړل شوی

۴

جرمني د هرمز تنګي د احتمالي ماموریت لپاره سره سمندرګي ته جنګي بېړۍ ولېږلې

۵
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده د ډیورنډ کرښې د امنیت لپاره ۸۰۰۰ کسیزه قطعه جوړوي

•
•
•

نور کیسې

سارا اډمز: د طالبانو د داعش ضد عملیاتو راپورونه د نا ‌تایید شویو ادعاوو پر خپرېدو ولاړ دي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۸ GMT+۱
سارا اډمز: د طالبانو د داعش ضد عملیاتو راپورونه د نا ‌تایید شویو ادعاوو پر خپرېدو ولاړ دي
100%

د سي‌ای‌اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ادعا کړې چې د طالبانو له لوري د داعش پر ضد د ترسره شوو عملیاتو په اړه راپورونه د کره شواهدو پر ځای د نا تایید شویو ادعاوو پر خپرېدو ولاړ دي. نوموړې وايي، دا ډول روایتونه باید له خپلواکې څېړنې پرته د واقعیت په توګه ونه منل شي.

د امریکا د استخباراتي ادارې (سي‌ای‌اې) پخوانۍ مامورې سارا اډمز په یوه وروستۍ لیکنه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د داعش-خراسان (ISKP) پر ضد د عملیاتو په اړه خپرې شوې ادعاوې د ځمکنیو شواهدو له مخې نه تاییدېږي.

نوموړې ادعا کړې چې د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۸مه طالبانو ویلي وو چې په پاکستان کې یې د داعش-خراسان اهداف په نښه کړي، خو په وینا یې ځینې نړیوالو رسنیو دا ادعاوې له کره څېړنې پرته خپرې کړې.

سارا اډمز لیکي چې د بلوچستان په ګلستان سیمه کې د ترسره شوي برید هدف د داعش مرکز نه و، بلکې د یوه افغان سوداګر او قومي مشر حاجي فیض‌الله خان غبیزي پورې اړوند تجارتي کانټینرونه وو، چې په پایله کې دوه ملکي کسان وژل شوي او د سوداګریزو توکو زیانمن کېدو ادعا شوې ده.

نوموړې زیاتوي: «د ګلستان د پېښې او داعش ترمنځ هېڅ ډول کره تړاو نه شته.»

هغه همداراز ادعا کوي چې غبیزي له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له فشارونو او هدف ګرځولو سره مخ دی او د هغې په وینا طالبان کله ناکله خپل سیاسي مخالفین د «داعش» په نوم یادوي.

سارا اډمز د خیبر پښتونخوا اړوند د بلې ادعا شوې پېښې په اړه هم ویلي چې د طالبانو له لوري د داعش پر مرکز د برید ادعاوې نه دي تایید شوي او حتی د ځینو راپورونو له مخې په سیمه کې د داعش اړوند ثابت هدفونه موجود نه وو.

نوموړې په خپله لیکنه کې دا هم ویلي چې طالبانو په تېر کې هم د معلوماتو د پټولو او بدلون سابقه لرلې او د ملا عمر د مرګ د کلونو لپاره پټ ساتل یې د بېلګې په توګه یاد کړی دی.

هغه زیاتوي: «کله چې د طالبانو ادعاوې بې له خپلواکې تایید څخه تکرارېږي، دا د تبلیغاتو یوه برخه ګرځي، نه د راپور ورکولو.»

سارا اډمز ټینګار کړی چې د ترهګرۍ ضد راپورونه باید د بې‌طرفه او خپلواکو شواهدو پر بنسټ وي، نه د هغو ډلو پر ادعاوو چې په وینا یې د معلوماتي جګړې برخه جوړوي.

طالبان وایي سږ کال د ننګرهار د پچیراګام کچالو حاصلاتو کې ډیروالی راغلی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۴۳ GMT+۱
طالبان وایي سږ کال د ننګرهار د پچیراګام کچالو حاصلاتو کې ډیروالی راغلی
100%

د ننګرهار ولایت د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال د پچیراګام ولسوالۍ د کچالو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله زیات شوي دي.

د یاد ریاست د کرنیزو خدمتونو مدیر، نجیب الله میاخیل، ویلي چې سږ کال په پچیراګام ولسوالۍ کې پر ۱۵۰ هکټاره (شاوخوا ۸۰۰ جریبه) ځمکه کچالو کرل شوي دي. د هغه په وینا، له هر جریب ځمکې څخه تر ۶۰۰ منو پورې کچالو حاصل ترلاسه شوی دی.

میاخیل زیاتوي چې د مناسبې هوا او د اوبو د مناسبې اندازې له امله، او همدارنګه د پرله‌پسې بارانونو په پایله کې، سږ کال نه یوازې د کچالو بلکې د نورو سبزیجاتو او مېوو حاصلات هم لوړ شوي دي.

تمیم عاصي: د پاکستان استخباراتو ته د پخوانیو افغان چارواکو نږدې کېدل «تاریخي شرم» دی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱
تمیم عاصي: د پاکستان استخباراتو ته د پخوانیو افغان چارواکو نږدې کېدل «تاریخي شرم» دی
100%

د مخکیني حکومت د دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال تمیم عاصي ادعا کړې چې د پاکستان استخبارات د افغان ډیاسپورا په منځ کې د نفوذ د پراخولو هڅې کوي. نوموړي د پخوانیو افغان پوځیانو او جمهوري چارواکو له لوري له دغو فعالیتونو سره یوځای کېدل «شرم او تاریخي ننګ» بللي دي.

عاصي په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د پخوانیو نظامي او حکومتي چارواکو له لوري له دغو فعالیتونو سره یوځای کېدل «شرم او تاریخي ننګ» دی او اغېزې به یې د اوږدې مودې لپاره ورسره پاتې شي.

هغه په دې تړاو ویلي: «دا سربازګیري په ځانګړي ډول د پخوانیو پوځیانو او د جمهوري نظام د مسولینو ترمنځ یو شرم او تاریخي ننګ دی چې داغ به یې کلونه کلونه پر لمن پاتې وي.»

د نوموړي په وینا، د څو زرو ډالرو، کورونو، موټرو او په پاکستان کې د دفترونو د ترلاسه کولو په بدل کې له بهرنیو استخباراتي شبکو سره همکاري د ارزښت وړ نه ده او هغه کسان باید د خپلو پخوانیو سنګرملو له قربانیو شرم وکړي.

عاصي همداراز ادعا کړې چې په وروستیو کې د هغو اعلامیو او دریځونو شمېر زیات شوی چې د ده په باور د پاکستان د پوځي عملیاتو او لاسوهنو د توجیه او سپیناوي هڅه کوي.

هغه ویلي: «له طالبانو سره مخالفت هېڅکله د دې توجیه نه شي کېدای چې د پاکستان د پوځ د بریدونو او وژنو ملاتړ یا توجیه وشي.»

د پخواني دفاعي چارواکي په وینا، هر افغان چې د افغانستان له واقعیتونو خبر وي، د پاکستان د سیاستونو او پوځي اقداماتو سپیناوی نه شي کولای.

نجیب‌الله علي‌خېل: د ټرانس‌افغان بریا د کابل او اسلام‌اباد د باور له فضا سره تړلې ده

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۱۳ GMT+۱
نجیب‌الله علي‌خېل: د ټرانس‌افغان بریا د کابل او اسلام‌اباد د باور له فضا سره تړلې ده
100%

د جمهوریت پر مهال په پاکستان کې افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل، ویلي چې د ټرانس‌افغان د رېل پټلۍ ستره سیمه‌ییزه پروژه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو او د اسلام‌اباد له «صادقانه همکارۍ» پرته له جدي ستونزو سره مخ کېدای شي.

علي‌خېل په خپل اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې ازبکستان له څو کلونو راهیسې د دې پروژې عملي کېدو ته لېوالتیا لري او د ټرانس‌افغان پټلۍ به د افغانستان، مرکزي او جنوبي اسیا او همدارنګه پاکستان د اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت ولري.

نوموړي ویلي، د امریکا د شل کلن حضور پر مهال په افغانستان کې د تروریزم پر ضد مبارزې ته لومړیتوب ورکړل شو او د ټاپي او ټرانس‌افغان په څېر لویې اقتصادي پروژې تر ډېره له پامه وغورځول شوې.

هغه همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوږدمهاله کړکېچ او بې‌باوري د دې لامل شوې چې د ټرانس‌افغان پروژه له بېلابېلو خنډونو سره مخ شي.

د هغه په وینا: «که څه هم پاکستان سره د ستونزو ابعاد ډېر او ژور دي، خو عمومي برداشت دا دی چې د ترانس‌افغان په شان د سترو پروژو تطبیق، د دواړو هېوادونو د اړیکو له عادي کېدو او د پاکستان د صادقانه همکارۍ پرته، یو ستونزمن او تر ډېره حده غیر عملي کار ښکاري.»

پخواني افغان سفیر یادونه کړې چې د جمهوري نظام پر مهال به افغانستان د سیمه‌ییزو پروژو موضوع د واګه بندر له لارې هند ته د افغان سوداګریزو توکو د تګ راتګ له مسلې سره تړه، خو د ده په باور د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، مناسبه ده چې ټرانس‌افغان او ورته نورې سیمه‌ییزې پروژې له دې موضوع جلا وساتل شي.

هغه لیکلي: «مناسبه به دا وي چې د ټرانس‌افغان او نورې سیمه‌ییزې پروژې له واګه سره اصلا ونه تړل شي، بلکې دا بحث د تجارت او ټرانزیت په چوکاټ کې مطرح شي او نه په سیمه‌ییزو پروژو کې.»

علي‌خېل په خپلو څرګندونو کې د سیمه‌ییز اتصال لپاره د افغانستان او پاکستان پر همکارۍ هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېوادونه خپل ګاونډیان نه شي بدلولای، نو ځکه دواړو لورو ته په کار ده چې د کړکېچ د پراخولو پر ځای، موجودې ستونزې مدیریت او د حل عملي لارې چارې ولټوي.

هغه افغانستان یو جګړه‌ځپلی هېواد او د اسیا څلورلارې بللې او ویلي یې دي چې هېواد د اقتصادمحورو تګلارو او سترو سیمه‌ییزو پروژو عملي کېدو ته سخته اړتیا لري، خو دا هدف د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د باور له فضا پرته ناشونی ښکاري.

نوموړي په پای کې ټینګار کړی چې له پاکستان سره په اړیکو کې باید تاریخي حساسیتونه او دردونه هېر نه شي، خو د افغانستان د بهرنیو اړیکو راتلونکی باید د احساساتو پر ځای د ملي ګټو پر بنسټ تعریف او تنظیم شي.

طالبان وايي ګاونډیو هېوادونو یوه ورځ کې څه باندې ۳ زره افغانان په زوره هېواد ته استولي دي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۲۰ GMT+۱
طالبان وايي ګاونډیو هېوادونو یوه ورځ کې څه باندې ۳ زره افغانان په زوره هېواد ته استولي دي
100%

د طالبانو د کډوالو کمېسیون وايي، پاکستان او ایران یوازې د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) له بېلابېلو لارو ۵۸۵ کډوالې کورنۍ چې شمېر۳۰۶۰ کېږي، په جبري ډول افغانستان ته اړولي دي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۳۹۸ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۵۵۳ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

د طالبانو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۴۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۳۹ کېږي، د سپین بولدک له لارې ۸۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳۳ کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۸ کېږي او ۷۳۲ نور مسافر او همداراز د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۹ کورنۍ چې د غړو شمېر ۴۰ کېږي په جبر سره هېواد ته را اړول شوي دي.

ملګري ملتونه:د ۲۰۲۳کال له وروستیو میاشتو راهیسې تر ۶مېلیونه ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې شمېر څخه ۳۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۷۳ ته رسېږي خپلو مېنو ته لېږدول شوي.

یوناما: افغانستان په نړۍ کې د بې‌ځایه کېدو له یو تر ټولو ستر او جدي کړکېچ سره مخ دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کولو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې بهیر زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.