دغو لاریونوالو له نړیوالو سازمانونو او اروپایي ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو خراب وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
دغو اعتراض کوونکو د ښځو د حقونو د تامین، د هر ډول تبعیض د پای ته رسولو او د طالبانو د سیاستونو د ردولو په تړاو یې شعارونه هم ورکړل. دوی په خپل پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د جنسیتي اپارټاید پر رسمیت پېژندلو او د بشري حقونو د نقض کوونکو پر ځواب وینې ټینګار وکړ.
د دغه لاریون یوې ګډونوالې خدیجې امین وویل: «موږ نن یو ځل بیا دلته راټول شوي یو څو خپل غږ د هسپانیې حکومت او نړیوالو ته ورسوو. موږ غواړو چې په دغه سخت وضعیت کې د طالبانو ضد دریځونو کې نړۍ له افغان مېرمنو سره ودرېږي».
د مادرید لاریونلاریونوالو د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره له طالبانو سره هر ډول تعامل او مذاکره په کلکه وغندله. دوی همداراز له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له اروپایي ټولنې وغوښتل چې پر دغې ډلې سیاسي او ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي، څو پر افغان ولس لګول شوي محدودیتونه ژر تر ژره لغو شي.
د دغې اعتراضي راټولېدنې یوه بل ګډونوال وویل، چې په هرات کې د ښځو وضعیت خورا خطرناک دی او نړیواله ټولنه باید بېړنی اقدام وکړي او زیاته یې کړه: «موږ مدني فعالان په مادرید کې د هرات د ښځو په ملاتړ راټول شوي یو او په ټینګ هوډ ولاړ یو، څو د خپلو محرومو خویندو او میندو ملاتړ وکړو».
په دغه سوله ییز لاریون کې ګڼو افغان پناه غوښتونکو او د بشري حقونو فعالانو ګډون کړی وو او په هېواد کې یې د روان وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه. د لاریون ګډونوالو وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خلکو اساسي حقونه په بې ساري ډول تر پښو لاندې شوي دي.
په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ په موخه له هېواده بهر لاریونونو او اعتراضونو وروسته له هغې زور واخیست، چې طالبانو په هرات کې یو شمېر ښځې د بېحجابۍ په تور ونیولې.