• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کډوالۍ کې د ښځو د فوټبال لوبډله د افغانستان د ښځو لپاره د هیلې سمبول ګرځېدلې

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۰۱ GMT+۱

هغه افغانې ښځینه فوټبال لوبغاړې چې له افغانستانه بهر د کډوالي ژوند کوي، وایي د دوی مبارزه یوازې د فوټبال لپاره نه، بلکې په افغانستان کې د هغو ښځو او نجونو لپاره هم ده چې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې شوې دي.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د پخوانۍ ملي لوبډلې غړې مرسل سعادت، چې اوس په استرالیا کې ژوند کوي، ویلي د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) وروستۍ پرېکړه، چې له افغانستانه بهر مېشتو افغانو لوبغاړو ته یې د نړیوالو سیالیو د ګډون اجازه ورکړه، نه یوازې د لوبغاړو لپاره بلکې د افغانستان د ښځو لپاره هم د امید یوه نوې دروازه ده.
هغې ویلي: «که موږ هیله له لاسه ورکړو، نو په افغانستان کې به د نجونو او ښځو لپاره څه پاتې شي؟ موږ د همدې لپاره مبارزه وکړه چې د هغوی غږ نړۍ ته ورسوو.»
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر لوبو بندیز ولګېد او د افغانستان د ښځو ملي لوبډله له نړیوالو سیالیو پاتې شوه. د لوبډلې ډېری غړې په ۲۰۲۱ کال کې استرالیا او اروپايي هېوادونو ته کډوالې شوې.
فیفا په وروستیو کې اعلان وکړ چې د «افغان متحدې ښځو» په نوم د کډوالو افغانو لوبغاړو لوبډله به وکولای شي په رسمي نړیوالو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي. دغه پرېکړه د بشري حقونو د فعالانو له لوري هم ستایل شوې او هرکلی یې شوې دی.
مرسل سعادت وایي، د دوی لوبډله یوازې د فوټبال لپاره نه ده جوړه شوې، بلکې غواړي په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه پوهاوی زیات کړي او د جنسیتي تبعیض پر ضد غږ پورته کړي.
نوموړې زیاتوي، که څه هم په افغانستان کې ښځې او نجونې اوس د سپورټ، زده‌کړو او ګڼو نورو ټولنیزو فعالیتونو له حقه بې برخې دي، خو دوی هڅه کوي د نړیوالو سیالیو له لارې د هغوی استازیتوب وکړي او نړۍ ته یې غږ ورسوي.
د فیفا د پرېکړې له مخې، د افغانو کډوالو ښځینه لوبډله به د ۲۰۲۸ کال د لاس‌انجلس المپیک سیالیو د غوراوي پړاو لپاره هم د ګډون چانس ولري.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه