• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شريف د امریکا او ایران د خبرو په دوام سره سويس ته روان شو

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزير دفتر ويلي، د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک د لاسلیکولو په دوام به سبا (یکشنبه) د سویس په بورګنسټاک کې د امریکا او ایران تر منځ په تخنیکي کچه خبرې وشي. په دغو خبرو کې د ګډون په موخه شهباز شریف هم نن ماخوستن (شنبه د غبرګولي ۳۰مه) د سویس پر لوري روان شوی دی.

د شهباز شريف دفتر د شنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۳۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دې سفر کې له شهباز شریف سره د دغه هېواد د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو قومندان عاصم منیر هم مل دی.

له دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په مشرۍ او د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي په ګډون د ايران مذاکراتي پلاوی سویس ته روان شوی دی.

تر دې وړاندې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی وو، چې د ايران او امریکا ترمنځ تخنیکي مذاکرات به د یکشنبې په ورځ په سویس کې پیل شي.

د اسراییل چېنل ۱۲ د راپور له مخې، په سویس کې د یکشنبې په ورځ له ايران سره په پیلېدونکو مذاکراتو کې د امریکا لومړنۍ موخه د داسې یوې هوکړې ترلاسه کول دي، چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس مفتشینو ته د ایران د اټومي سایټونو د پلټنې اجازه ورکړي. که تهران موافقه وکړي، نو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته به دا لومړی ځل وي چې د ایران د اټومي تاسیساتو پلټنې ترسره کېږي.

د امریکا د سي‌بي‌اېس شبکې د راپور له مخې، د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس عمومي رییس رافایل ګروسي به هم په سویس کې د ايران او امريکا ترمنځ خبرو اترو کې ګډون وکړي.

ترویج لرونکی

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
۱

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۳

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

۴

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

۵

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

•
•
•

نور کیسې

نسيمه مندوخېل: د جمهوريت له منځه وړلو سره افغان وطن د ښځو لپاره پر یوه لوی زندان بدل شوی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
•
فضل عزیز
نسيمه مندوخېل: د جمهوريت له منځه وړلو سره افغان وطن د ښځو لپاره پر یوه لوی زندان بدل شوی
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) د مرکزي کمېټې غړې نسيمه مندوخېل په افغانستان کې د طالبانو له لوري د زده‌کړو له دوامه او په ټوله کې په ټولنیزو او سیاسي چارو کې له مشارکت څخه د افغان ښځو منع کېدل رد کړل او هغه یې د غندنې وړ وبلل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) د مرکزي کمېټې غړې نسيمې مندوخېل له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «له هغې تاريخې تورې ورځې چې کله جمهوري حکومت له منځه وړل شوی افغان وطن د ښځو لپاره يو لوی زندان ګرځېدلی دی».

هغې زیاته کړه: «د خويندو او لوڼو زده کړې زموږ اساسي، بشري، فطري او اسلامي حقونه دي. زموږ په کلتور او پښتونولۍ کې هم ښځو تل د ننګ او ټولنيز ژوند د پرمختګ لپاره هر ډول هڅې کړي دي. که تاريخ وګورو د ميوند ملاله او زرغونه له وخت سره سم له خپلو سړيو سره اوږه په اوږه ودرېدلي دي که په سياسي ميدان کې دي او که د جګړې په ميدان کې دي».

نسیمې مندوخېل همداراز څرګنده کړه، چې په پښتون افغان وطن کې يوازې خويندې لوڼې بې علمه نه دي پاتې؛ په سياست کې په هنر کې په روزګار کې شاته پاتې کړل شوي دي «باجود د دې چې اسلام او زموږ کلتور موږ له دې څخه نه منع کوي».

مندوخېل د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د بنديزونو په اړه وویل: «که څه هم په دې کار کې زموږ خپل خلک کارول کيږي، خو بيا هم دا پردۍ پروژه ده. د دې شاته ډېر غټ قوتونه ناست دي او هغوی نه غواړي چې د پښتون افغان نسل دې ښه وروزل شي او هغوی دې له غلامۍ څخه خلاص شي».

هغې په ډاګه کړه: «بيا هم د وخت له مشرانو او له واکدارانو څخه زموږ غوښتنه ده، چې ښځو ته دې په ټولنه کې عزت، امنيت، د پښتنې او اسلامي حقونو له مخې د ازادۍ او کار حقونه ورکړل شي».

د نسیمې مندوخېل په څېر په پاکستان کې د بشري حقونو، سياسي ګوندونو او د ښځو د حقونو فعالانو په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر افغان ښځو او نجونو د لګول شویو بنديزونو او په دې وروستيو کې په هرات کې د ښځو ځورولو ته سخت غبرګونونه ښودلي دي.

له هېواده بهر دغه ډول غبرګونونو ورورسته له هغې زور واخیست، چې طالبانو په هرات کې یو شمېر ښځې د بې‌حجابۍ په تور ونیولې.

د ډاکټرې ماه نور ناصر ورور وايي خور یې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱
•
فضل عزیز
د ډاکټرې ماه نور ناصر ورور وايي خور یې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري
100%

د بلوچستان په دولتي روغتون کې چې څه موده مخکې د ډاکټرې ماه نور ناصر پر مخ تېزاب پاشل شوي، دمګړۍ یې د کراچۍ په یوه روغتون کې درملنه روانه ده. خو کورنۍ یې وايي، چې بايد په بېړني ډول یې درملنه وشي، څو سترګې یې وژغورل شي. ځايي حکومت ژمنه کړې، چې د درملنې لپاره به امریکا ته واستول شي.

د ډاکټرې ماه نور ناصر ورور فرحت‌الله له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، دوی د بلوچستان د سيمه‌ييز حکومت له هغو څرګندونو چې ګواکې خور به یې د ښې درملنې لپاره امریکا ته ولیږدوي هر کلی کوي او زیاته یې کړه: «ډاکټره ماه نور چټکې درملنې ته اړتيا لري او د دغې لپاره که د بلوچستان حکومت دغه پروسه ګړندۍ کړي د هغې سترګې به وژغورل شي».

په بلوچستان کې هغه ډاکټره چې پرمخ یې تېزاب پاشل شوي امریکا ته د درملنې لپاره لېږل کېږي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د بلوچستان ايالتي حکومت پرون (جمعه د غبرګولي ۲۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه وويل، د تېزابو ښکار شوې ډاکټرې د کراچۍ په روغتون کې درملنه روانه ده او د لاښې درملنې لپاره یې امريکا ته د لېږلو تياريانې بشپړې شوې دي.

فرحت‌الله د ډاکټره ماه نور د اوسني روغتيايي حالت په اړه وویل، د هغې درملنه روانه ده، ډاکټران ډېرې هڅې کوي، چې د هغې ښه درملنه وکړي، خو بشپړه درملنه به یې وخت ونيسي.

نوموړي پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو د پاشلو د پېښې په اړه وويل: «کورنۍ یې پر دغې پېښې غمجنه او له یوه سخت وخت څخه تېريږي او لومړيتوب یې د ډاکټرې درملنې ته دی».

هغه د بلوچستان سیمه‌ييز حکومت ته په خطاب کې وویل: «که د دغې پېښې تر شا کوم بل لاس هم وي دوی تمه لري څنګه چې په ډاکټرې ماه نور کوم کس تېزاب پاشلي هغه له منځه يوړل شو که چېرې د دې پېښې تر شا کوم بل لاس هم وي هغه کړۍ به هم معلومې شي».

فرحت‌الله د ډاکټرې ماه نور له پېښې وروسته په بلوچستان کې د ډاکټرانو د اعتراضي لاريون او پرلت د دوام او د ډاکټرانو د امنیت په تړاو وویل:: «امنيت د هر ډاکټر ان د هر چا اساسي حق دی زه له حکومته خواست کوم چې دوی ته دې امنيت برابر کړل شي».

د ډاکټرې ماه نور له پېښې وروسته په بلوچستان ايالت کې د ځوانانو ډاکټرانو ټولنې اعتراضي لاريون او پرلت پيل کړی او له اړوندو مسوولینو یې غوښتي، چې ډاکټرانو او په روغتونونو کې د امنيت لپاره قانون جوړ شي او همداراز د ډاکټر ماه نور د پېښې دې په عدالتي کچه پلټنې دې وشي.

د یادونې وړ ده، چې د روانې جون میاشتې پر شپږمه د کوټې په دولتي روغتون کې پر ډاکټرې ماه نور ناصر یوه کس تېزاب وپاشل. د ډاکټرې مخ سوځېدلی او د بريدګر په اړه ويل شوي، چې له پېښې وروسته له پوليسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

سپاه پاسداران: د هرمز تنګی تړل شوی او بېړۍ باید ورته نږدې نه شي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۷ GMT+۱
سپاه پاسداران: د هرمز تنګی تړل شوی او بېړۍ باید ورته نږدې نه شي
100%

د ايران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو اعلان کړی دی چې د هرمز تنګی یې د هر ډول بېړیو پر مخ تړلی دی. دغه ځواک د امریکا له خوا د اوربند په پلي کېدو کې د «ژمنو د نقض» او په لبنان کې د «اسراییل د بریدونو» په غبرګون کې له ټولو بېړیو غوښتي چې دغه تنګي ته نږدې نشي.

د ایران دولتي خبري اژانس، مهر د شنبې په ورځ د غبرګولي په ۳۰مه راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران مسندري ځواکونو د هرمز تنګي تړل د واشنګټن او تل‌ابیب له خوا د ژمنو له نقض کېدو سره په غبرګون کې «لومړی ګام» بللی دی.

دغې قوماندانۍ خبرداری ورکړی چې که د امریکا او اسراییل «تېري» دوام ومومي، نو د ایران اسلامي جمهوریت ځواکونه به په سیمه کې نور او سخت ګامونه پورته کړي.

دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تر دې وړاندې په سویس کې د امریکا د ځانګړي استازي او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي ترمنځ د تخنیکي خبرو اترو د ترسره کېدو هڅې روانې وې، خو وروستي راپورونه ښيي چې دا مذاکرات نه دي ترسره شوي او د هرمز تنګي د پرانیستلو برخلیک په ناڅرګند حالت کې دی.

لبنان کې د اوربند له پیل وروسته د اسراییل په تازه بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۲۵ GMT+۱
لبنان کې د اوربند له پیل وروسته د اسراییل په تازه بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي
100%

رویټر خبري اژانس راپور ورکړی چې په لبنان کې د اوربند له پیل څخه یوازې څو ساعته وروسته، د اسراییل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي. د لبنان دفاع ادارې ویلي، چې دا مرګوني بریدونه د دغه هېواد په سویل او د بقاع په دره کې شوي دي.

د لبنان د کورنۍ دفاع ادارې او رسنیو تایید کړې چې دا بریدونه د شنبې په ورځ د غبرګولي په ۳۰مه د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړې له عملي کېدو څو ساعته وروسته شوي دي.

اسراییلي چارواکو ادعا کړې چې دا بریدونه یې د حزب‌الله له لوري د توغول شویو توغندیو په ځواب کې کړي دي. د راپورنو له مخې، په دغو مرګونو بریدونو کې یو تر ټولو خونړی برید د لبنان د سویل په باریش ښارګوټي کې پر یوې درې پوړیزې استوګنیزې ودانۍ شوی، چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ څلور غړي، پلار، مور او د هغوی دوه ماشومان وژل شوي دي.

د دې ترڅنګ د لبنان پوځ هم تایید کړې چې د کفر رومان او نبطیه په لاره کې د اسراییل په یو بل برید کې د دوی یو سرتېری وژل شوی دی.

بلخوا، د اسراییل یو پوځي چارواکي ویلي چې حزب‌الله د جمعې په شپه د لبنان په سویل کې پر اسراییلي ځواکونو له ۵۰ څخه ډېر توغندي وتوغول چې له امله یې دوی د دغې ډلې پر اهدافو ځوابي بریدونه وکړل. د اسراییل پوځ چې د لبنان سویلې سیمې یې لاندې کړې دي، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د حزب‌الله دا بریدونه د اوربند له تړون څخه ښکاره سرغړونه ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته لاړ

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۳ GMT+۱
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته لاړ
100%

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران له چارواکو سره د خبرو لپاره د شنبې په ورځ، مشهد ته ورسېد. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي محسن نقوي د امریکا او د ایران ترمنځ د سولې د خبرو په تړاو د پاکستان د منځګړیتوب د هڅو د دوام په ترڅ کې ایران ته سفر کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي رسنیو ته ویلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر به د دغه سفر پر مهال له خپل ایراني سیال او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.

په ورته مهال، پاکستاني رسنیو د ښاغلي نقوي د سفر موخه د سیمه‌ییز امنیت، د پاکستان او ایران د اړیکو او د امریکا او د ایران ترمنځ د روانو خبرو په اړه د لوړې کچې سلا مشورې بللې دي.

دا په تېره یوه میاشت کې درېیم ځل دی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ایران ته سفر کوي. نوموړي تر دې وړاندې هم تهران ته د خپل سفر پر مهال د امریکا او د ایران ترمنځ د سولې د هوکړې په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې کړې وې.

د پاکستان ځینو رسنیو دغه سفر د سولې، خبرو اترو او ډیپلوماتیک تعامل د پیاوړتیا لپاره د اسلام‌اباد د پرله‌پسې ژمنتیا څرګندونه بللې ده.