• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خیبر پښتونخوا: بنو ولسوالۍ کې دوو پرلپسې چاودنو کې اووه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د بنو ښار څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره لرې د برغنتو اړوند د احمدزي پولیس حوزې په سیمه کې په دوو پرلپسې چاودنو کې اووه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

ځايي پولیس افسر ارشد خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، لومړۍ چاودنه هغه مهال وشوه کله چې په یوه ډاټسن موټر کې ځايي خلک روان وو او په لاره کې پرې چاودنه وشوه، چې له امله یې یو شمېر کسان ووژل شول او ټپیان شول.
نوموړی زیاتوي چې د پېښې له ځایه د ټپیانو د لېږد پر مهال پر دویم موټر هم چاودنه شوې، چې په پایله کې یې نور کسان هم وژل شوي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې ټول وژل شوي کسان د هاتي‌خېلو قوم پورې تړاو لري او ملکي وګړي بلل شوي دي.
د ځايي سرچينو په وینا یاد قوم د ځايي وسلوال ډلو پر ضد لښکر جوړ کړی او د هغو پر ضد جنګیږي.
بل لور ته د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر سهېل اپریدي دغه پېښه غندلې او ویلي یې دي چې د غمجنې کورنۍ به یوازې نه پرېږدي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې د برید مسولیت نه ده منلی.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه