• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ننګرهار کې د یوه شل کلن ناروغ له پښتورګي ۸۵ تېږې اېستل شوې دي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۵ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ ویلي، چې د دغه ولایت په هیموډیالیز روغتون کې د یوه ۲۰ کلن ناروغ له ښي پښتورګي څخه ۸۵ کوچنۍ تېږې په بریالیو عملیاتو سره اېستل شوې دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه ناروغ چې په ډېر خراب روغتیايي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی وو، د ډاکترانو د هڅو په پایله کې د مړینې له جدي خطر څخه ژغورل شوی دی.

د ننګرهار د هیموډیالیز روغتون رییس ذبیح‌الله رووفي په دې اړه وویل، چې د دغه روغتون د متخصص ټیم او پرمختللو طبي وسایلو په مرسته اوس په اسانۍ سره د پښتورګو د سختو ناروغانو درملنه کېږي. هغه زیاته کړه، چې دغه پېچلي عملیات د یورولوژي د متخصصینو او تجربه لرونکي جراحي ټیم له لوري په بریالیتوب سره ترسره شوي دي.

د ننګرهار د روغتیايي چارو مسوولین وایي، چې په روغتونونو کې د متخصصو ډاکترانو او د طبي وسایلو موجودیت د دې لامل شوي چې په سیمه‌ییزه کچه د پېچلو ناروغیو درملنه په ښه توګه ترسره شي. د دغه ناروغ کورنۍ هم د روغتون د جراحي ټیم له چټک او بریالي اقدام څخه خوښي څرګنده کړې ده.

ترویج لرونکی

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
۱

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۳

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

۴

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

۵

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

•
•
•

نور کیسې

خوست کې د طالبانو والي له پانګوالو غوښتي چې په دغه ولایت کې پانګونې پراخې کړي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱
خوست کې د طالبانو والي له پانګوالو غوښتي چې په دغه ولایت کې پانګونې پراخې کړي
100%

په خوست کې د طالبانو والي عبدالرحمان حقاني له ځايي صنعتکارانو او سوداګرو سره کتلي او په هېواد کې یې د پانګونې پر ارزښت او له هغوی څخه د ملاتړ په تړاو خبرې کړې دي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عبدالرحمان حقاني په دې کتنه کې ټینګار کړی، چې د دوی حکومت د پانګوالو او سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

عبدالرحمن حقاني په دې کتنه کې وویل، چې په افغانستان کې پانګونه د اقتصادي ودې او ځان‌بسیاینې لپاره یوه جدي اړتیا ده او سوداګر باید په دې برخه کې خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي.

د خبرپاڼې له‌مخې، ځینو صنعتکارانو او سوداګرو په دې کتنه کې په هېواد کې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو خبره وکړه او ویې ویل، چې افغانستان د «نظامي او فکري ازادۍ» ترڅنګ «اقتصادي خپلواکي» هم ترلاسه کړې ده.

دغو سوداګرو د خوست د صنعتي پارک پروژې ته په اشارې سره وویل، چې دغه پروژه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بېرته فعاله شوې او اوس‌مهال په‌کې له سلو څخه د زیاتو فابریکو د جوړېدو چارې روانې دي. دوی همداراز څرګنده کړه، چې له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته هم د هېواد په بازارونو کې د توکو بیې ثابتې پاتې شوي او د سوداګریزو توکو پر عرضه او بازارونو یې هېڅ منفي اغېز نه دی کړی.

له افغانستان سره تړلو لارو پاکستان ته نږدې یو مېلیارد ډالره زیان رسولی دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د سوداګریزو چارو پر مخ د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو له بندېدو شاوخوا ۸ میاشتې تېرېږي او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې په وینا، په دې تېرو اتو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل پاتې کېدو پاکستاني سوداګرو ته تر ۲۷۸ مېلیارده پاکستاني روپیو (۹۸۱ مېلیون ډالرو) ډېر زیان رسولی دی.

قزاقستان د ۳۲۰ ټُنه بشري مرستو سند طالبانو ته وسپاره

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۰۵ GMT+۱
قزاقستان د ۳۲۰ ټُنه بشري مرستو سند طالبانو ته وسپاره
100%

د افغانستان او قزاقستان د سوداګریز نندارتون او د B2B سوداګریزو غونډو په څنډه کې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې ته د ۳۲۰ ټُنه بشري مرستو سند وسپاره. په دې مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین عزیزي په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د قزاقستان د بشردوستانه همکاریو له امله د مننې ترڅنګ وویل، چې دغه هېواد تل په سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ پاتې شوی او همداراز یې ډاډ ورکړ، چې سپارل شوې مرستې به په شفاف او عادلانه ډول او پر وخت مستحقو کسانو او د پېښو له امله زیانمنو ته ووېشل شي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین هم په دې مراسمو کې وویل، چې هېواد یې په څو پړاوونو کې د افغانستان خلکو ته بشري مرستې وړاندې کړي او زیاته یې کړه: «دغه مرستې نه یوازې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ څرګندونه کوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو او یووالي نښه هم ده».

100%

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې په دغو مرستو کې ۳۰۰ ټنه بوره، ۱۰۰ بابه لس نفرې خېمې، ۱۰۰۰ تختې کمپلې، ۲۰۰۰ تختې روجایۍ، ۱۰۰۰ تختې توشکی سره د پوښونو، ۱۰۰۰ تختې بالښتونه او ۵۰۰۰ جوړې د نارینه‌وو ترجامو لاندې لباسونه شامل دي، چې له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې استازو د حیرتان په بندر کې د قزاقستان له سرکونسل څخه ترلاسه کړې دي.

حقاني او د قزاقستاني پلاوي مشر د امنیت او نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې په اړه غږېدلي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۰۲ GMT+۱
حقاني او د قزاقستاني پلاوي مشر د امنیت او نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې په اړه غږېدلي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک ژومان ګارین د یادې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره کتلي او دواړو لوریو د امنیتي وضعیت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ، د غبرګولي ۳۰مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې داړو لوریو په یاده لیدنه کې د امنیت او نشه‌يي توکو پر ضد د ګډې مبارزې ترڅنګ د ټرانزیټ، ټکنالوژۍ، سیاسي اقتصادي اړیکو پراختیا او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د سوداګرۍ پراختیا او پانګونې باندې ټینګار کړی دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د اقتصاد وزیر له حقاني سره تر لیدنې وړاندې د طالبانو د رییس الوزرا او ملا برادر سره هم جلا جلا لیدني کړي دي.

د ملي امنیت پخوانی رییس: هند له طالبانو سره د بې‌پیلوټه الوتکو په جوړولو کې همکاري کوي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۴۷ GMT+۱
د ملي امنیت پخوانی رییس: هند له طالبانو سره د بې‌پیلوټه الوتکو په جوړولو کې همکاري کوي
100%

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس احمد ضیا سراج وایي، داسې راپورونه شته چې هند د بې‌پيلوټه الوتکو د جوړولو او پراختیا لپاره طالبانو ته لومړنۍ مرستې چمتو کړې دي. نوموړي پر پاکستان د طالبانو د بې‌پيلوټه الوتکو بریدونه بې‌اغېزې بللي دي.

افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس د شنبې په ورځ، افغانستان انټرنشنل ته وویل:«طالبان ډېری وخت بې‌پيلوټه الوتکې له ازادو بازارونو څخه پېري او په هغو کې په لاسوهنې سره، د چاودیدونکو توکو د لېږد وړتیا ورزیاتوي.» سراج همداراز زیاته کړې: «نا تایید شوي راپورونه شته چې هند دا مهال د لومړنیو ظرفیتونو یوه برخه د طالبانو په واک کې ورکوي.»

ښاغلي سراج په دې اړه کوم سند او ثبوت نه دی وړاندې کړی.

تېره ورځ د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د هوايي بریدونو په ترسره کولو سره یې د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې «د داعش ډلې پورې تړلي مرکزونه» په نښه کړي دي.

ښاغلی سراج وایي هغه وروستي بریدونه چې طالبان یې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ترسره کولو ادعا کوي، یوازې د خلکو د «غولولو» او «داخلي فشارونو د کمولو» لپاره دي او له «تبلیغاتي کارونې» پرته یې بله هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده.

په ورته مهال تېره ورځ د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت تایید کړه چې د دغه هېواد د هوايي ځواک دفاعي سيسټم د خیبر ولسوالۍ شینکو ته نږدې د «طالبانو» یوه ابتدایي بې‌پيلوټه الوتکه پېژندلې او نسکوره کړې ده. د دغه وزارت په وینا، دغه هوايي نفوذ په چټکۍ سره مهار شو او هېڅ زیان یا مرګ‌ژوبله یې نه ده اړولې.

پاکستان په وار وار طالبان د دغه هېواد د امنیت په خرابولو کې له هند سره په همکارۍ تورن کړي دي.

په دې وروستیو کې په هند کې د افغانستان انټرنشنل خبریال راپور ورکړ چې هند له پاکستان سره په جګړه کې د طالبانو د ټپیانو درملنه کوي. له پاکستان سره په سرحدي جګړه کې د طالبانو لږ تر لږه یو ټپي د هند پلازمینې ډیلي ته لېږدول شوی او تر درملنې لاندې دی.

په ډیلي کې د افغانستان انټرنشنل خبریال د جمعې په ورځ دغه طالب ټپي چې په اسانۍ سره یې نشو کولای وګرځي- په دغه ښار کې له خپلو دوو پایوازانو سره لیدلی دی.

د طالبانو د بې‌پیلوټه الوتکو د کارونې مخینه

د طالبانو له لوري له ډېر پخوا څخه د بې‌پیلوټه الوتکو کارولو ته په اشاره احمدضیا سراج ویلي چې دغې ډلې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ میلادي کلونو کې څو ځله د بې‌پيلوټه الوتکو په کارولو سره په لوګر، میدان‌وردګ، کندوز، تخار، پکتیا او بلخ ولایتونو کې پر پوستو، پوځي مرکزونو او حتی ملکي سیمو بریدونه کړي وو.

هغه وویل چې دا ټول بریدونه د خورا ابتدايي بې‌پيلوټه الوتکو په واسطه ترسره کېدل.

د ملي امنیت د پخواني رییس په وینا، دا بې‌پيلوټه الوتکې معمولا له ازادو بازارونو څخه د سوداګریزې کارونې تر پوښښ لاندې پېرل کېدې او په لږ لاسوهنې سره یې د دوه څخه تر څلورو کیلوګرامو پورې د چاودیدونکو توکو د لېږد وړتیا پیدا کوله.

هغه د دې وسلو د کارونې په تشریح کولو کې وویل: «دا بې‌پيلوټه الوتکې د تخریبي ځواک له نظره پر یوه کوچني هدف، که په سمه توګه عمل وکړي ګټور ثابتېدلی شي؛ خو په دغو بې‌پيلوټه الوتکو سره د یوه تروریستي مرکز په نښه کول په هېڅ صورت اغېزمن نه دي، پرته له دې چې د استخباراتي موخو او د ذهنونو د غولولو لپاره ورڅخه کار واخیستل شي.»

تر دې وړاندې هم طالبانو په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې د «نورخان» ستراتیژیکې هوايي اډې په ګډون، د بې‌پيلوټه الوتکو تر بریدونو لاندې راوستې وې.

د راپورونو له مخې، طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په کابل او ځینو ولایتونو کې د ځانمرګو او کشفي بې‌پيلوټه الوتکو د جوړولو او تولید لپاره کوچني ورکشاپونه او فابریکې جوړې کړې دي او هڅه کوي چې په سرحدي شخړو کې د خپل هوايي ځواک د کمښت د پوره کولو لپاره له دې وسیلې څخه د بدیل په توګه کار واخلي.

طالبانو په روان کال کې پر پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکو ۱۲ بریدونه کړې دي

د «اکملډ» نړیوال سازمان معلومات چې د نړۍ جنګي پېښې او شخړې ثبتوي، ښيي چې افغان طالبانو د لومړي ځل لپاره د روان کال په فبرورۍ کې د پاکستان په وړاندې د خپل پوځي غبرګون د یوې برخې په توګه د بې‌پيلوټه الوتکو کارول پیل کړي دي.

د دغه نړیوال بنسټ د شمېرو له مخې، په فبرورۍ کې د دغه نوي پوځي تاکتیک له پیل راهیسې، د پاکستان په خاوره کې د طالبانو لخوا لږ تر لږه ۱۲ د بې‌پيلوټه الوتکو بریدونه ثبت او مستند شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې برېټانوي ورځپاڼې ډیلي مېل د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي کې راپور ورکړ چې طالبان د ځانمرګو بې‌پيلوټه الوتکو د جوړولو په لټه کې دي؛ داسې بې‌پیلوټه الوتکې چې کولای شي د افغانستان له پولو هاخوا هدفونه په نښه کړي. په راپور کې راغلي چې دا بې‌پيلوټه الوتکې د کابل په څنډو کې په فونیکس کمپ کې جوړېږي. دا کمپ تر ۲۰۲۱ کال وړاندې د امریکايي ځواکونو اډه وه.

په هرات او ننګرهار کې د اورلګېدنو په پېښو کې میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۲۱ GMT+۱
په هرات او ننګرهار کې د اورلګېدنو په پېښو کې میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د هرات د صنعتي ښارګوټي په دویم فاز او د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیې په سیمه کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی. طالبانو ویلي، اوروژونکو د سوداګرو د ۶۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت شتمني له اوره ژغورلې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه اورلګېدنه د شبنې په ورځ، د غبرګولي په ۳۰مه د سهار شاوخوا درې بجې د هرات د صنعتي ښارګوټي د دویم فاز په «نور اریا» فابریکه کې رامنځته شوې ده. د خبرپاڼې د معلوماتو له‌مخې، دغه فابریکې د کاغذ او کارتن د تولید په برخه کې فعالت کاوه.

طالبانو تر اوسه د اورلګېدنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي. تر دې وړاندې د هرات اوسېدونکو د صنعتي ښارګوټي له سیمې د لوګي د غټې ستنې د پورته کېدو خبر ورکړی و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي، د جلال‌اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې هم یوه بله اورلګېدنه شوې ده. د وزارت په وینا، په ننګرهار کې اوروژونکو د خلکو د یو میلیون افغانیو په ارزښت شتمني له اوره ژغورلې ده.