• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل د اوربند په لومړیو ساعتونو کې په لبنان کې ۵ کسان ووژل

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د لبنان دولتي رسنیو راپور ورکړی دی چې د شنبې په ورځ د دغه هېواد په سویل کې د اسراییل په هوايي او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي. دا بریدونه د اسراییل او حزب الله ترمنځ د اوربند له عملي کېدو څو ساعته وروسته شوي دي.

د لبنان دولتي اژانس ویلي دي چې اسراییلي جنګي الوتکو او ډرونونو د جمعې په شپه او د شنبې په سهار د نبطیه سیمې په بېلابېلو برخو کې پرله پسې بریدونه کړي دي، چې له امله یې ګڼ شمېر د استوګنې ودانۍ او کورونه ویجاړ شوي دي. دغه راز د شنبې په سهار وختي، د اسراییل توپخانې هم د نبطیه ښار او د هغه شاوخوا سیمې تر سختو بریدونو لاندې نیولې وې.

د یوه امریکایي چارواکي په وینا، اسراییل او حزب‌الله په لبنان کې د دوو اړخیزو نښتو او دښمنیو له زیاتوالي وروسته، د جمعې په ورځ پر اوربند هوکړه کړې وه. د اسراییل یوه لوړپوړي چارواکي او د حزب‌الله دوو سرچینو هم رویټرز اژانس ته د دغې هوکړې پخلی کړی و. یاد امریکایي چارواکي ویلي وو چې دغه متارکه او اوربند باید د جمعې په ورځ د ځایی وخت له مخې د مازدیګر په څلورو بجو په رسمي توګه پیل شوی وای.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه