• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خواجه اصف ادعا: افغانستان له هند سره یو ځای پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې لاس لري

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د خيبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې له پرله پسې دوو چاودنو له رامنځته کېدو وروسته ويلي، اوس باید په یووالي سره د ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده مبارزه وشي او ترهګرو ته ماتې ورکړل شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، د دغه هېواد دفاع وزير خواجه اصف په يوه بیان کې ویلي، چې د تېر کال له ماتې وروسته، افغانستان هم له هند سره یو ځای د پاکستان په خاوره کې په ترهګریز پېښو کې ښکېل دی او همداراز یې ادعا کړې، چې دغه دوه هېوادونه په پاکستان کې له وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي.

د شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا له بنو ښار څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره لرې د برغنتو اړوند د احمدزي پولیس حوزې په سیمه کې په دوو پرلپسې چاودنو کې ۷ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

پاکستان له اوږدې مودې راهيسې ادعا کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په پاکستان کې د نا امنیو او ترهګریزو پېښو ګراف لوړ شوی او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاريږي.

خو طالبانو تل د پاکستان دغه ډول تورونه او ادعاوې په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې نا امني د دغه هېواد کورنۍ مساله ده او په وار وار یې ډاډ ورکړی، هېچاته اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

ترویج لرونکی

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
۱

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۳

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

۴

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

۵

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

•
•
•

نور کیسې

شهباز شريف د امریکا او ایران د خبرو په دوام سره سويس ته روان شو

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱
شهباز شريف د امریکا او ایران د خبرو په دوام سره سويس ته روان شو
100%

د پاکستان د لومړي وزير دفتر ويلي، د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک د لاسلیکولو په دوام به سبا (یکشنبه) د سویس په بورګنسټاک کې د امریکا او ایران تر منځ په تخنیکي کچه خبرې وشي. په دغو خبرو کې د ګډون په موخه شهباز شریف هم نن ماخوستن (شنبه د غبرګولي ۳۰مه) د سویس پر لوري روان شوی دی.

د شهباز شريف دفتر د شنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۳۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دې سفر کې له شهباز شریف سره د دغه هېواد د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو قومندان عاصم منیر هم مل دی.

له دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په مشرۍ او د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي په ګډون د ايران مذاکراتي پلاوی سویس ته روان شوی دی.

تر دې وړاندې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی وو، چې د ايران او امریکا ترمنځ تخنیکي مذاکرات به د یکشنبې په ورځ په سویس کې پیل شي.

د اسراییل چېنل ۱۲ د راپور له مخې، په سویس کې د یکشنبې په ورځ له ايران سره په پیلېدونکو مذاکراتو کې د امریکا لومړنۍ موخه د داسې یوې هوکړې ترلاسه کول دي، چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس مفتشینو ته د ایران د اټومي سایټونو د پلټنې اجازه ورکړي. که تهران موافقه وکړي، نو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته به دا لومړی ځل وي چې د ایران د اټومي تاسیساتو پلټنې ترسره کېږي.

د امریکا د سي‌بي‌اېس شبکې د راپور له مخې، د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس عمومي رییس رافایل ګروسي به هم په سویس کې د ايران او امريکا ترمنځ خبرو اترو کې ګډون وکړي.

بریتانیا او ایټالیا له افغان راستنېدونکو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۷ GMT+۱
بریتانیا او ایټالیا له افغان راستنېدونکو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ
100%

د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان لپاره د بریتانیا او ایټالیا سفارتونو له افغان بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو د بشري ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی. دغو سفارتونو د شنبې په ورځ په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې افغانستان ته به د دواړو هېوادونو مرستې دوام ومومي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د افغان کډوالو او بې‌ځایه شویو د زغم، مقاومت او حوصلې ستاینه کړې ده.

دغه سفارت ویلي، چې په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له لارې د بریتانیا بشري مرستې دوام لري، څو د هغو زیانمنو کورنیو لاسنیوی وشي چې بېرته هېواد ته راستنېږي.

د بریتانیا سفارت زیاته کړې، چې د تر ټولو زیانمنو کسانو د ملاتړ په بهیر کې «باید هېڅوک هېر نه شي او هېڅوک باید شاته پاتې نه‌شي.»

یوناما: افغانستان په نړۍ کې د بې‌ځایه کېدو له یو تر ټولو ستر او جدي کړکېچ سره مخ دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت هم په یوې جلا خبرپاڼه کې یو ځل بیا د کورنیو بې‌ځایه شویو، راستنېدونکو او کوربه ټولنو د ملاتړ لپاره پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.

د ایټالیا سفارت همدارنګه د نړیوالو همکاریو اهمیت یاد کړی او ویلي یې دي، چې د کډوالو د ژوند شرایطو ښه کېدو او د کوربه ټولنو د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره ګډې هڅې اړینې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له شپږو میلیونو ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

اوچا وایي له ۲۰۲۳ کال راهیسې له شپږ میلیونو ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د اوچا په وینا، ډېری دغه کسان هغو سیمو ته ستانه شوي، چې له دې وړاندې هم له سختو ستونزو سره مخ وې. په دغو ستونزو کې بې‌وزلي، د کار محدود فرصتونه او بنسټیزو خدمتونو ته کم لاسرسی شامل دي.

صدیق صدیقي: اروپا باید له افغان ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیتي اپارتاید په توګه وپېژني

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱
صدیق صدیقي: اروپا باید له افغان ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیتي اپارتاید په توګه وپېژني
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ویاند صدیق صدیقي له اروپایي هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند په رسمي توګه د «جنسیتي اپارتاید» په توګه وپېژني.

صدیق صدیقي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې اروپا باید د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو ظلمونه په کلکه وغندي او د هغوی پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه‌شي.

نوموړي په خپل یادښت کې زیاته کړې، چې اروپایي هېوادونه باید د امتیازونو ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د «یرغمل نیونې ډیپلوماسي» په کلکه رد کړي. د هغه په وینا، د طالبانو له لوري د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د بهرنیو وګړو یرغمل کول او ترې د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستل یو غیرقانوني عمل دی چې باید بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

صدیق صدیقي د خپلو څرګندونو په دوام ټینګار کړی، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو سیستماتیک نقض او پر هغوی لګول شوي محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. هغه له اروپایي ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د دغو سیاستونو پر وړاندې پرېکنده او عملي دریځ غوره کړي او د هغوی د امتیاز غوښتنې مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځو او نجونو د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې سخت محدودیتونه لګول شوي دي. د ښځو د حقونو ګڼو کورنیو او نړیوالو فعالانو هم په وار وار په افغانستان کې د روان وضعیت په تړاو غبرګون کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

بل لور ته، په سویډن کې سلګونو افغان فعالانو او هلته مېشتو افغانانو د استکهولم په ښار کې د راټولېدو پر مهال د طالبانو دځپونکو سیاستونو پر وړاندې لاریونونه کړي دي. دغو لاریونوالو په هرات کې د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو په غبرګون کې د افغانستان د بشري حقونو خراب وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د بېړنۍ او جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

نسيمه مندوخېل: د جمهوريت له منځه وړلو سره افغان وطن د ښځو لپاره پر یوه لوی زندان بدل شوی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
•
فضل عزیز
نسيمه مندوخېل: د جمهوريت له منځه وړلو سره افغان وطن د ښځو لپاره پر یوه لوی زندان بدل شوی
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) د مرکزي کمېټې غړې نسيمه مندوخېل په افغانستان کې د طالبانو له لوري د زده‌کړو له دوامه او په ټوله کې په ټولنیزو او سیاسي چارو کې له مشارکت څخه د افغان ښځو منع کېدل رد کړل او هغه یې د غندنې وړ وبلل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) د مرکزي کمېټې غړې نسيمې مندوخېل له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «له هغې تاريخې تورې ورځې چې کله جمهوري حکومت له منځه وړل شوی افغان وطن د ښځو لپاره يو لوی زندان ګرځېدلی دی».

هغې زیاته کړه: «د خويندو او لوڼو زده کړې زموږ اساسي، بشري، فطري او اسلامي حقونه دي. زموږ په کلتور او پښتونولۍ کې هم ښځو تل د ننګ او ټولنيز ژوند د پرمختګ لپاره هر ډول هڅې کړي دي. که تاريخ وګورو د ميوند ملاله او زرغونه له وخت سره سم له خپلو سړيو سره اوږه په اوږه ودرېدلي دي که په سياسي ميدان کې دي او که د جګړې په ميدان کې دي».

نسیمې مندوخېل همداراز څرګنده کړه، چې په پښتون افغان وطن کې يوازې خويندې لوڼې بې علمه نه دي پاتې؛ په سياست کې په هنر کې په روزګار کې شاته پاتې کړل شوي دي «باجود د دې چې اسلام او زموږ کلتور موږ له دې څخه نه منع کوي».

مندوخېل د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د بنديزونو په اړه وویل: «که څه هم په دې کار کې زموږ خپل خلک کارول کيږي، خو بيا هم دا پردۍ پروژه ده. د دې شاته ډېر غټ قوتونه ناست دي او هغوی نه غواړي چې د پښتون افغان نسل دې ښه وروزل شي او هغوی دې له غلامۍ څخه خلاص شي».

هغې په ډاګه کړه: «بيا هم د وخت له مشرانو او له واکدارانو څخه زموږ غوښتنه ده، چې ښځو ته دې په ټولنه کې عزت، امنيت، د پښتنې او اسلامي حقونو له مخې د ازادۍ او کار حقونه ورکړل شي».

د نسیمې مندوخېل په څېر په پاکستان کې د بشري حقونو، سياسي ګوندونو او د ښځو د حقونو فعالانو په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر افغان ښځو او نجونو د لګول شویو بنديزونو او په دې وروستيو کې په هرات کې د ښځو ځورولو ته سخت غبرګونونه ښودلي دي.

له هېواده بهر دغه ډول غبرګونونو ورورسته له هغې زور واخیست، چې طالبانو په هرات کې یو شمېر ښځې د بې‌حجابۍ په تور ونیولې.

په مادرید کې یو شمېر افغانانو د طالبانو د سیاستونو پر ضد بیا ځلي اعتراضي لاریون کړی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۱
په مادرید کې یو شمېر افغانانو د طالبانو د سیاستونو پر ضد بیا ځلي اعتراضي لاریون کړی
100%

په هسپانیا کې مېشتو یو شمېر افغان کډوالو د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د طالبانو د سختدریځو سیاستونو، نیونو او د ښځو ضد اقداماتو پر وړاندې دویم ځلي اعتراضي لاریون وکړ. دوی له هراتۍ ښځو سره د خپل پیوستون له اعلانولو سربېره له نړۍوالو وغوښتل چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي.

دغو لاریونوالو له نړیوالو سازمانونو او اروپایي ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو خراب وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

دغو اعتراض کوونکو د ښځو د حقونو د تامین، د هر ډول تبعیض د پای ته رسولو او د طالبانو د سیاستونو د ردولو په تړاو یې شعارونه هم ورکړل. دوی په خپل پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د جنسیتي اپارټاید پر رسمیت پېژندلو او د بشري حقونو د نقض کوونکو پر ځواب وینې ټینګار وکړ.

د دغه لاریون یوې ګډونوالې خدیجې امین وویل: «موږ نن یو ځل بیا دلته راټول شوي یو څو خپل غږ د هسپانیې حکومت او نړیوالو ته ورسوو. موږ غواړو چې په دغه سخت وضعیت کې د طالبانو ضد دریځونو کې نړۍ له افغان مېرمنو سره ودرېږي».

د مادرید لاریون
100%
د مادرید لاریون

لاریونوالو د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره له طالبانو سره هر ډول تعامل او مذاکره په کلکه وغندله. دوی همداراز له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له اروپایي ټولنې وغوښتل چې پر دغې ډلې سیاسي او ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي، څو پر افغان ولس لګول شوي محدودیتونه ژر تر ژره لغو شي.

د دغې اعتراضي راټولېدنې یوه بل ګډونوال وویل، چې په هرات کې د ښځو وضعیت خورا خطرناک دی او نړیواله ټولنه باید بېړنی اقدام وکړي او زیاته یې کړه: «موږ مدني فعالان په مادرید کې د هرات د ښځو په ملاتړ راټول شوي یو او په ټینګ هوډ ولاړ یو، څو د خپلو محرومو خویندو او میندو ملاتړ وکړو».

په دغه سوله ییز لاریون کې ګڼو افغان پناه غوښتونکو او د بشري حقونو فعالانو ګډون کړی وو او په هېواد کې یې د روان وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه. د لاریون ګډونوالو وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خلکو اساسي حقونه په بې ساري ډول تر پښو لاندې شوي دي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ په موخه له هېواده بهر لاریونونو او اعتراضونو وروسته له هغې زور واخیست، چې طالبانو په هرات کې یو شمېر ښځې د بې‌حجابۍ په تور ونیولې.