عليخېل په خپل اېکسپاڼه کې لیکلي چې ازبکستان له څو کلونو راهیسې د دې پروژې عملي کېدو ته لېوالتیا لري او د ټرانسافغان پټلۍ به د افغانستان، مرکزي او جنوبي اسیا او همدارنګه پاکستان د اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت ولري.
نوموړي ویلي، د امریکا د شل کلن حضور پر مهال په افغانستان کې د تروریزم پر ضد مبارزې ته لومړیتوب ورکړل شو او د ټاپي او ټرانسافغان په څېر لویې اقتصادي پروژې تر ډېره له پامه وغورځول شوې.
هغه همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوږدمهاله کړکېچ او بېباوري د دې لامل شوې چې د ټرانسافغان پروژه له بېلابېلو خنډونو سره مخ شي.
د هغه په وینا: «که څه هم پاکستان سره د ستونزو ابعاد ډېر او ژور دي، خو عمومي برداشت دا دی چې د ترانسافغان په شان د سترو پروژو تطبیق، د دواړو هېوادونو د اړیکو له عادي کېدو او د پاکستان د صادقانه همکارۍ پرته، یو ستونزمن او تر ډېره حده غیر عملي کار ښکاري.»
پخواني افغان سفیر یادونه کړې چې د جمهوري نظام پر مهال به افغانستان د سیمهییزو پروژو موضوع د واګه بندر له لارې هند ته د افغان سوداګریزو توکو د تګ راتګ له مسلې سره تړه، خو د ده په باور د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، مناسبه ده چې ټرانسافغان او ورته نورې سیمهییزې پروژې له دې موضوع جلا وساتل شي.
هغه لیکلي: «مناسبه به دا وي چې د ټرانسافغان او نورې سیمهییزې پروژې له واګه سره اصلا ونه تړل شي، بلکې دا بحث د تجارت او ټرانزیت په چوکاټ کې مطرح شي او نه په سیمهییزو پروژو کې.»
عليخېل په خپلو څرګندونو کې د سیمهییز اتصال لپاره د افغانستان او پاکستان پر همکارۍ هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېوادونه خپل ګاونډیان نه شي بدلولای، نو ځکه دواړو لورو ته په کار ده چې د کړکېچ د پراخولو پر ځای، موجودې ستونزې مدیریت او د حل عملي لارې چارې ولټوي.
هغه افغانستان یو جګړهځپلی هېواد او د اسیا څلورلارې بللې او ویلي یې دي چې هېواد د اقتصادمحورو تګلارو او سترو سیمهییزو پروژو عملي کېدو ته سخته اړتیا لري، خو دا هدف د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور له فضا پرته ناشونی ښکاري.
نوموړي په پای کې ټینګار کړی چې له پاکستان سره په اړیکو کې باید تاریخي حساسیتونه او دردونه هېر نه شي، خو د افغانستان د بهرنیو اړیکو راتلونکی باید د احساساتو پر ځای د ملي ګټو پر بنسټ تعریف او تنظیم شي.