طالبانو پنجشیر کې د سړک جوړونې د دو سترو پروژو د پلې کېدو خبر ورکړی

طالبانو ویلي چې په پنجشېر ولایت کې د ۲۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکجوړونې دوه مهمې پروژې پلې کېږي، چې موخه یې د ترانسپورتي اسانتیاوو برابرول او د اقتصادي ودې پیاوړتیا ښودلې.

طالبانو ویلي چې په پنجشېر ولایت کې د ۲۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکجوړونې دوه مهمې پروژې پلې کېږي، چې موخه یې د ترانسپورتي اسانتیاوو برابرول او د اقتصادي ودې پیاوړتیا ښودلې.
د طالبابانو اړوندو رسنیو خبر ورکړی چې، په دغو پروژو کې د ابشار ولسوالۍ د سړک قیراچونه او د پنجشېر د عمومي سړک د یوې برخې رغونه شامله ده. د دوی په خبره، د پروژو له بشپړېدو سره به د خلکو تګ راتګ اسانه، بازارونو ته لاسرسی ښه او د ولایت اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه لا پیاوړي شي.
همداراز طالبانو د پنجشېر–تخار د نښلوونکي سړک پروژې په اړه ویلي چې له ټولیزو ۲۵ کیلومترو څخه ۱۲ کیلومتره بشپړ شوي او د پاتې ۱۳ کیلومترو د جوړولو چارې روانې دي.
د دوی د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي او له بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، د افغان کډوالو د بېرته مېشتېدو لپاره یو سولهییز، باثباته او اقتصادي پلوه پیاوړی افغانستان اړین دی.
شهباز شریف ویلي: «یو سولهییز، باثباته او اقتصادي پلوه مقاوم افغانستان د افغان وګړو د باعزته ستنېدو او دوامداره بیا ادغام لپاره بنسټیز اهمیت لري.»
شهباز شریف ویلي، پاکستان د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې سره یو ځای د نړۍ له کډوالو سره خپل پیوستون څرګندوي.
نوموړي زیاته کړې چې دا ورځ په نړیواله کچه د کډوالو پر وړاندې د خواخوږۍ د پیاوړتیا او د هغو ستونزو په اړه د پوهاوي لپاره نمانځل کېږي چې کډوال ورسره مخ دي.
د هغه په وینا، د پاکستان لپاره دا یوازې د یوې ورځې احساساتي دریځ نه دی، بلکې هغه بشري ژمنتیا ده چې هېواد یې نږدې نیمه پېړۍ عملي کړې ده.
شهباز شریف ویلي، د ۱۹۷۹ کال له پېښو وروسته میلیونونه افغانان د جګړو او ناامنۍ له امله پاکستان ته کډه شول او پاکستان، د خپلو محدودو سرچینو سربېره، نه یوازې خپلې پولې بلکې خپل زړه هم دوی ته پرانیستی و.
هغه زیاته کړې چې پاکستان د خپل بشري دود له مخې د کډوالو لپاره مېشت ځایونه او کمپونه جوړ کړل او له څلوېښتو کلونو راهیسې د نړۍ له هغو هېوادونو څخه و چې تر ټولو د ډېرو کډوالو کوربه توب یې کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، د افغان کډوالو څو نسلونه په پاکستان کې په عزت ژوند کړی او د پاملرنې او ملاتړ زمینه ورته برابره شوې ده.
هیره دې نه وي چې په ۲۰۲۳ کې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ویستنې لړۍ پېل کړې او تر اوسه روانه ده. دغه لړۍ له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي هم خالي نه وه، په زیات شمېر سیمو کې له افغان کډوالو سره بد او سخت چلندونه هم راپور شوي، په یو شمېر ښارونو کې افغانان حتا په زندانونو کې هم اچولي او په زیات شمېر سیمو کې په دوی پسې د کورنو د دروازو ماتول هم راپور شوي چې تاوتریخوالی ګڼل کیږي.
د ملګرو ملتونو او بشر حقونو ادارو بار بار له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت چلند غیرې انساني او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل یې ګڼلی او د افغانانو د جبري ویستنې د ودرېدو غوښتنه یې کړې خو تر اوسه لا د پاکستان حکومت ددغه ادارو غبرګون ته ځواب ندی ورکړی.
د طالبانو اړوند «المرصاد» رسنۍ خبر ورکړی چې ناپېژاندو وسلهوالو د خیبر پښتونخوا د قمبرخیلو په سیمه کې د داعش پر یوه مرکز وسلهوال برید کړی دی. المرصاد ندي ویلي چې دغه برید مرګ ژوبله لري او کنه.
یادې رسنۍ د پېښې په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي او تر اوسه هېڅ ډلې یا فرد د دغه برید مسولیت نه دی منلی. پاکستاني چارواکو هم تر دې دمه د برید پخلی نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې وه چې د خیبر پښتونخوا په همدې سیمه او د بلوچستان په ځینو برخو کې یې د ډرون هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
بل لور ته، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د طالبانو دغه ادعاوې رد کړې وې او یوازې یې د خیبر ولسوالۍ فضايي حریم ته د «طالبانو د یوې ساده ډرون» د ننوتلو پخلی کړی و.
د سيایاې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ادعا کړې چې د طالبانو له لوري د داعش پر ضد د ترسره شوو عملیاتو په اړه راپورونه د کره شواهدو پر ځای د نا تایید شویو ادعاوو پر خپرېدو ولاړ دي. نوموړې وايي، دا ډول روایتونه باید له خپلواکې څېړنې پرته د واقعیت په توګه ونه منل شي.
د امریکا د استخباراتي ادارې (سيایاې) پخوانۍ مامورې سارا اډمز په یوه وروستۍ لیکنه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د داعش-خراسان (ISKP) پر ضد د عملیاتو په اړه خپرې شوې ادعاوې د ځمکنیو شواهدو له مخې نه تاییدېږي.
نوموړې ادعا کړې چې د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۸مه طالبانو ویلي وو چې په پاکستان کې یې د داعش-خراسان اهداف په نښه کړي، خو په وینا یې ځینې نړیوالو رسنیو دا ادعاوې له کره څېړنې پرته خپرې کړې.
سارا اډمز لیکي چې د بلوچستان په ګلستان سیمه کې د ترسره شوي برید هدف د داعش مرکز نه و، بلکې د یوه افغان سوداګر او قومي مشر حاجي فیضالله خان غبیزي پورې اړوند تجارتي کانټینرونه وو، چې په پایله کې دوه ملکي کسان وژل شوي او د سوداګریزو توکو زیانمن کېدو ادعا شوې ده.
نوموړې زیاتوي: «د ګلستان د پېښې او داعش ترمنځ هېڅ ډول کره تړاو نه شته.»
هغه همداراز ادعا کوي چې غبیزي له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له فشارونو او هدف ګرځولو سره مخ دی او د هغې په وینا طالبان کله ناکله خپل سیاسي مخالفین د «داعش» په نوم یادوي.
سارا اډمز د خیبر پښتونخوا اړوند د بلې ادعا شوې پېښې په اړه هم ویلي چې د طالبانو له لوري د داعش پر مرکز د برید ادعاوې نه دي تایید شوي او حتی د ځینو راپورونو له مخې په سیمه کې د داعش اړوند ثابت هدفونه موجود نه وو.
نوموړې په خپله لیکنه کې دا هم ویلي چې طالبانو په تېر کې هم د معلوماتو د پټولو او بدلون سابقه لرلې او د ملا عمر د مرګ د کلونو لپاره پټ ساتل یې د بېلګې په توګه یاد کړی دی.
هغه زیاتوي: «کله چې د طالبانو ادعاوې بې له خپلواکې تایید څخه تکرارېږي، دا د تبلیغاتو یوه برخه ګرځي، نه د راپور ورکولو.»
سارا اډمز ټینګار کړی چې د ترهګرۍ ضد راپورونه باید د بېطرفه او خپلواکو شواهدو پر بنسټ وي، نه د هغو ډلو پر ادعاوو چې په وینا یې د معلوماتي جګړې برخه جوړوي.
د ننګرهار ولایت د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال د پچیراګام ولسوالۍ د کچالو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله زیات شوي دي.
د یاد ریاست د کرنیزو خدمتونو مدیر، نجیب الله میاخیل، ویلي چې سږ کال په پچیراګام ولسوالۍ کې پر ۱۵۰ هکټاره (شاوخوا ۸۰۰ جریبه) ځمکه کچالو کرل شوي دي. د هغه په وینا، له هر جریب ځمکې څخه تر ۶۰۰ منو پورې کچالو حاصل ترلاسه شوی دی.
میاخیل زیاتوي چې د مناسبې هوا او د اوبو د مناسبې اندازې له امله، او همدارنګه د پرلهپسې بارانونو په پایله کې، سږ کال نه یوازې د کچالو بلکې د نورو سبزیجاتو او مېوو حاصلات هم لوړ شوي دي.
د مخکیني حکومت د دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال تمیم عاصي ادعا کړې چې د پاکستان استخبارات د افغان ډیاسپورا په منځ کې د نفوذ د پراخولو هڅې کوي. نوموړي د پخوانیو افغان پوځیانو او جمهوري چارواکو له لوري له دغو فعالیتونو سره یوځای کېدل «شرم او تاریخي ننګ» بللي دي.
عاصي په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د پخوانیو نظامي او حکومتي چارواکو له لوري له دغو فعالیتونو سره یوځای کېدل «شرم او تاریخي ننګ» دی او اغېزې به یې د اوږدې مودې لپاره ورسره پاتې شي.
هغه په دې تړاو ویلي: «دا سربازګیري په ځانګړي ډول د پخوانیو پوځیانو او د جمهوري نظام د مسولینو ترمنځ یو شرم او تاریخي ننګ دی چې داغ به یې کلونه کلونه پر لمن پاتې وي.»
د نوموړي په وینا، د څو زرو ډالرو، کورونو، موټرو او په پاکستان کې د دفترونو د ترلاسه کولو په بدل کې له بهرنیو استخباراتي شبکو سره همکاري د ارزښت وړ نه ده او هغه کسان باید د خپلو پخوانیو سنګرملو له قربانیو شرم وکړي.
عاصي همداراز ادعا کړې چې په وروستیو کې د هغو اعلامیو او دریځونو شمېر زیات شوی چې د ده په باور د پاکستان د پوځي عملیاتو او لاسوهنو د توجیه او سپیناوي هڅه کوي.
هغه ویلي: «له طالبانو سره مخالفت هېڅکله د دې توجیه نه شي کېدای چې د پاکستان د پوځ د بریدونو او وژنو ملاتړ یا توجیه وشي.»
د پخواني دفاعي چارواکي په وینا، هر افغان چې د افغانستان له واقعیتونو خبر وي، د پاکستان د سیاستونو او پوځي اقداماتو سپیناوی نه شي کولای.