• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف: په پاکستان کې له میلیونه ډېر ماشومان د زده‌کړو پر ځای کار ته اړ دي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په ګډ راپور کې راغلي چې په پاکستان کې له اته میلیونو ډېر ماشومان په ماشومانو پورې تړلو کارونو بوخت دي.د یونیسف په وینا، دغه یو کروړ ماشومان د زده‌کړو پر ځای کار ته اړ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په ګډ راپور کې راغلي چې په پاکستان کې له اته میلیونو ډېر ماشومان په ماشومانو پورې تړلو کارونو بوخت دي او له شپږو میلیونو زیات ماشومان له خطرناکو او سختو کارونو سره مخ دي.
راپور وایي، بېوزلي د ماشومانو د کار تر ټولو لوی لامل دی او اغېزې یې تر ډېره پر هغو کورنیو پرېوځي چې ټیټ عاید او د زده‌کړو کچه لري.
د راپور له مخې، هلکان د نجونو په پرتله ډېر کار کوي او ډېری یې په هغو دندو بوخت دي چې روغتیا او ژوند ته یې ګواښ پېښوي.
په راپور کې ویل شوي چې د ماشومانو یوه لویه برخه په کورنیو کروندو، کوچنیو فابریکو، ورکشاپونو او د کور دننه کارونو کې بوخت دي.
یونیسف او د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون خبرداری ورکړی چې د ماشومانو کار د هغوی پر روغتیا، زده‌کړو او رواني هوساینې ناوړه اغېزې لري. راپور زیاتوي چې ډېری کارکوونکي ماشومان ښوونځیو ته نه ځي، اوږده کاري ساعتونه تېروي او له ټپونو، ناروغیو، ستړیا او ذهني فشار سره مخ وي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه