• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا وایي له ۲۰۲۳ کال راهیسې له شپږ میلیونو ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۰۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د راستنو شویو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له شپږ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

یادې ادارې د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د بې‌شمېره کورنیو لپاره هېواد ته ستنېدل یوازې د یوې نوې مبارزې پیل دی او دغو کډوالو ته د خدماتو رسول خورا ستونزمن شوي

دغې ادارې روښانه کړې چې ډېری راستانه شوي کډوال داسې سیمو ته تللي چې هلته اسانتیاوې خورا محدودې دي او د ژوند لومړني خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې له دغو راستنو شویو کورنیو تر څنګ ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان او د ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ په بې‌ساري ډول ګړندۍ شوې ده. ډېری دغه کډوال په داسې حال کې هېواد ته ستنېږي چې په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه خورا لوړه شوې او د نړیوالو مرستو کچه بیا د پام وړ کمه شوې ده.

بلخوا، د بښنې نړیوالې سازمان هم د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې میلیونونه افغان کډوال په ټوله نړۍ کې له شړلو سره مخ دي. د دغه سازمان په وینا، راستانه شوي افغانان په هېواد کې دننه له سخت بشري بحران او د بشري حقونو له سختو سرغړونو سره مخامخ کېږي.

ترویج لرونکی

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
۱

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۳

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

۴

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

۵

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر: د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري ۴۱ سلنه زیاته شوې

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۱
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر: د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري ۴۱ سلنه زیاته شوې
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړړه د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه او تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۱۰۰ سلنه زیاته شوې ده.

په کابل کې د طالب او قزاقستاني چارواکو له لوري د افغانستان او قزاقستان د ګډ نندارتون د پرانیستنې پرمهال د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل چې دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د درې میلیارده ډالرو هدف ترلاسه کول ممکن دي، خو د بانکي همکاریو، ټرانزیټ، لېږد رالېږد او پانګونې د اسانتیاوو پراختیا ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې:«د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۲ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې شاوخوا سل سلنه زیاته شوې او د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه زیاته شوې ده.»

پر همدغه مهال د قزاقستان د اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین افغانستان د سیمې د نښلونې مهم مرکز وباله او په بېلابېلو برخو کې یې د پانګونې لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه.

ازبکستان: د ترانس-افغان اورګاډي پټلۍ لګښت ښايي له ۷ میلیارده ډالرو واوړي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۲۹ GMT+۱
ازبکستان: د ترانس-افغان اورګاډي پټلۍ لګښت ښايي له ۷ میلیارده ډالرو واوړي
100%

د ازبکستان د ترانسپورت مرستیال وزیر جاسوربیک چوریف وایي چې د ترانس-افغان اورګاډي پټلۍ د جوړولو لګښت زیات شوی او د نوو ارزونو له مخې ښايي له ۷ میلیارده ډالرو واوړي. دا پروژه تر دې وړاندې شاوخوا ۴.۶ میلیارده ډالر اټکل شوې وه.

د انترفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، چوریف د تاشکند د پانګونې فورم په څنډه کې ویلي چې د دې سترې پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات به د ۲۰۲۶ میلادي کال تر پایه بشپړ شي. د هغه په وینا، د دې اورګاډي پټلۍ بشپړېدل لږ تر لږه پنځه کاله وخت ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې چې د متحده عربي اماراتو او قطر له شریکانو سره د همکارۍ خبرې روانې دي، او ټینګار یې وکړ چې دا پټلۍ به پاکستان کې د کراچۍ بندر ته لنډه لاره برابره کړي او هند به د مرکزي اسیا او ګډو ګټو هېوادونو سره ونښلوي.

د چوریف په وینا، د اوراسیا پراختیایي بانک هم د دې پروژې د تمویل لپاره چمتووالی ښودلی او اټکل کېږي چې دا دهلیز به هر کال نږدې ۲۰ میلیونه ټنه مالونه انتقال کړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم مخکې د تاشکند په پنځم نړیوال پانګونې فورم کې د ترانس-افغان اورګاډي پټلۍ پر پرمختګ ټینګار کړی و او ویلي یې وو چې هېواد یې په فعاله توګه د دې ترانزیټي مسیر پر پراختیا کار کوي. هغه زیاته کړې وه چې دا دهلیز به جنوبي سمندري بندرونو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي.

تر دې وړاندې مسکو هم اعلان کړی و چې په دې پروژه کې د ګډون لپاره چمتووالی لري.

له غرونو او پټنځایونو تر اسټرالیا؛ د یوې افغان کورنۍ د ژغورنې کیسه

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۲۷ GMT+۱
له غرونو او پټنځایونو تر اسټرالیا؛ د یوې افغان کورنۍ د ژغورنې کیسه
100%

یوه افغانه کورنۍ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له بدلونونو وروسته د خپل ژوند او امنیت له جدي خطرونو سره مخ شوې وه، د اسټرالیا د اپولو بې د رضاکارانو د اوږدو او دوامداره هڅو په پایله کې بالاخره خوندي ژوند او نوي پړاو ته رسېدلې ده.

محمد ابراهیم، چې له خپلې مېرمنې امنې او دوو ماشومانو سره اوس په اسټرالیا کې ژوند کوي، وایي چې کلونه یې په ویره، پټنځایونو او نامعلوم حالت کې تېر کړل، خو اوس یې د ارام او باوري ژوند پیل کړی دی.

هغه وایي: «ډېر ځله مو هیلې له لاسه ورکړې وې، ډېر ځله مو فکر کاوه چې هېڅوک زموږ کیسه نه اوري، خو خلکو زموږ لپاره هغه څه وکړل چې موږ یې هېڅ تمه نه لرله.»

ابراهیم زیاتوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خپل کاري فعالیت له امله له جدي خطر سره مخ شو او د «کافر» په نوم د تعقیب له وېرې اړ شو چې له کورنۍ سره غرونو او پټو سیمو ته پناه یوسي. د هغه په وینا، کورنۍ یې نږدې څلور کاله په خورا سختو شرایطو کې ژوند وکړ، کله به یې د بامیان په غرنیو سیمو کې په غارونو کې شپې سبا کولې او کله به یې په کابل کې په پټو کورونو کې د پټ ژوند مجبور انتخاب کاوه.

هغه دا هم وایي چې په دې موده کې ماشومانو ته د زده کړو هېڅ زمینه نه وه، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی محدود و او کورنۍ یې څو ځله د امنیتي خطرونو له امله په یوه ورځ کې د ځای بدلولو ته اړ شوې وه.

وروسته دغه کورنۍ پاکستان ته کډه شوه، چیرې چې د سخت ژمي پر مهال یې درې شپې د سرحد په دروازو کې انتظار وکړ څو د داخلېدو اجازه ترلاسه کړي.

د ابراهیم په وینا، د اپولو بې د رضاکارانو ډلې د دوی قضیه له نږدې څارله، د اسټرالیا حکومت او اړوندو ادارو ته یې پرله‌پسې لیکونه واستول، له چارواکو سره یې اړیکې ونیولې او د بشري ویزې د ترلاسه کولو لپاره یې فشارونه زیات کړل. دغه ډلې د کورنۍ لپاره مالي مرستې هم راټولې کړې، څو د خوړو، جامو او لنډمهاله استوګنې لګښتونه پرې پوره کړي.

د راپورونو له مخې، د اسټرالیا حکومت وروسته دغه کورنۍ د هغو کسانو په کټګورۍ کې شامله کړه چې له اسټرالیايي ماموریتونو سره یې په افغانستان کې کار کړی او د خطر له امله لومړیتوب ورکول کېږي، چې له همدې امله یې د ویزې پروسه چټکه شوه.

کورنۍ اوس په اسټرالیا کې د نوي ژوند په پیل کې ده، ماشومان یې لومړی ځل ښوونځي ته ځي، ابراهیم او مېرمن یې انګلیسي زده کوي او له نوې ټولنې سره د ځان عیارولو هڅه کوي.

ابراهیم د اپولو بې د خلکو هڅې یوازې مرسته نه، بلکې د ژوند ژغورنه بولي او وایي: «هغه مهرباني زموږ د ژوند ټول مسیر بدل کړ.»

طالبان وایي سږ کال د ننګرهار د پچیراګام کچالو حاصلاتو کې ډیروالی راغلی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۴۳ GMT+۱
طالبان وایي سږ کال د ننګرهار د پچیراګام کچالو حاصلاتو کې ډیروالی راغلی
100%

د ننګرهار ولایت د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال د پچیراګام ولسوالۍ د کچالو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله زیات شوي دي.

د یاد ریاست د کرنیزو خدمتونو مدیر، نجیب الله میاخیل، ویلي چې سږ کال په پچیراګام ولسوالۍ کې پر ۱۵۰ هکټاره (شاوخوا ۸۰۰ جریبه) ځمکه کچالو کرل شوي دي. د هغه په وینا، له هر جریب ځمکې څخه تر ۶۰۰ منو پورې کچالو حاصل ترلاسه شوی دی.

میاخیل زیاتوي چې د مناسبې هوا او د اوبو د مناسبې اندازې له امله، او همدارنګه د پرله‌پسې بارانونو په پایله کې، سږ کال نه یوازې د کچالو بلکې د نورو سبزیجاتو او مېوو حاصلات هم لوړ شوي دي.

طالبان وايي ګاونډیو هېوادونو یوه ورځ کې څه باندې ۳ زره افغانان په زوره هېواد ته استولي دي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۲۰ GMT+۱
طالبان وايي ګاونډیو هېوادونو یوه ورځ کې څه باندې ۳ زره افغانان په زوره هېواد ته استولي دي
100%

د طالبانو د کډوالو کمېسیون وايي، پاکستان او ایران یوازې د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) له بېلابېلو لارو ۵۸۵ کډوالې کورنۍ چې شمېر۳۰۶۰ کېږي، په جبري ډول افغانستان ته اړولي دي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۳۹۸ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۵۵۳ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

د طالبانو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۴۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۳۹ کېږي، د سپین بولدک له لارې ۸۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳۳ کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۸ کېږي او ۷۳۲ نور مسافر او همداراز د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۹ کورنۍ چې د غړو شمېر ۴۰ کېږي په جبر سره هېواد ته را اړول شوي دي.

ملګري ملتونه:د ۲۰۲۳کال له وروستیو میاشتو راهیسې تر ۶مېلیونه ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې شمېر څخه ۳۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۷۳ ته رسېږي خپلو مېنو ته لېږدول شوي.

یوناما: افغانستان په نړۍ کې د بې‌ځایه کېدو له یو تر ټولو ستر او جدي کړکېچ سره مخ دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کولو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې بهیر زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.