• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران ملا محمد حسن اخوند ته د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون بلنه ور کړې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۸ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر رییس ملا عبدالواسع ته د دغه هېواد د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې او تدفین په مراسمو کې د ګډون په موخه د ملا محمد حسن اخوند په نوم یو رسمي بلنلیک سپارلی دی.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ وایي، د دغې ډلې د ریاست‌الوزرا د دفتر رییس او په کابل کې د ایران سفیر په یوه لیدنه کې د کډوالو د ستونزو، سوداګریزو اړیکو او دوه‌اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو د ریاست‌الوزرا د دفتر رییس ته یو رسمي بلنلیک سپارلی چې پر بنسټ یې د طالبانو د حکومت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند او ورسره مل پلاوی د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې او تدفین په مراسمو کې د ګډون لپاره بلل شوي دي.

علي خامنه‌يي، چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې د ایران ستر مذهبي مشر و، څلور میاشتې وړاندې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

د هغه تر مړینې وروسته د سیمې هېوادونه او متحدین د ایران له نوي وضعیت سره د تعامل په حال کې دي.

د طالبانو او ایران اړیکې، چې پخوا د ایډیولوژیکو اختلافاتو او سرحدي شخړو له امله ترینګلې وې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تدریجي ډول پراخې شوې دي.

تهران، که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په کابل کې یې خپل سفارت فعال ساتلی او د سوداګرۍ، ترانزیت، کډوالو او امنیتي همکاریو په برخو کې له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي.

په دې وروستیو کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ایراني چارواکو د مقاومت جبهې غړي له ایران نه د طالبانو پرضد له وسله وال مخالفت څخه منع کړي دي.

د سرچینو په وینا، داسې اټکل کیږي، چې تهران ښايي له متحده ایالاتو سره له هوکړې وروسته، په نږدې راتلونکي کې د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۳

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۴

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۵

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو والي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره پر سوداګریزو همکاریو غږیدلی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۱
د طالبانو والي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره پر سوداګریزو همکاریو غږیدلی
100%

د طالبانو د هرات والي رسنیز دفتر وايي چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین د هرات لپاره د طالبانو له والي مولانا اسلام‌جار سره وکتل. دواړو لوریو د هرات او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې اړوند همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د هرات والي رسنیز دفتر نن یکشنبه د والي اسلام‌جار له قوله ویلي، چې نوموړي په دې لیدنه کې هرات د سیمې له بازارونو سره د نښلېدو مهم محور او د هېواد اقتصادي دروازه بللې ده.

هغه زیاته کړې چې دغه ولایت د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو پانګونو د راجلبولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د طالبانو د هرات والي همدارنګه د اورګاډي پټلۍ د جوړولو او پراختیا، د هرات د سوداګرو د ستونزو د حل او هغوی ته د ویزو په ورکولو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

هغه له قزاقستاني پانګوالو او اقتصادي پلاویو غوښتي، چې د هرات سوداګریز او صنعتي ظرفیتونه وګوري.

په دې لیدنه کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین له افغانستان او په ځانګړي ډول له هرات ولایت سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو د هرات د والي د دفتر له قوله، نوموړي وویل چې هېواد یې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او د اقتصادي تجربو د تبادلې په برخو کې د همکاریو پراخولو ته پوره لېوالتیا لري.

قزاقستاني پلاوي افغانستان ته په خپل سفر کې په کابل کې د افغان-قزاق د ګډې سوداګریزې ناستې په ترڅ کې د صادراتو او وارداتو د پراختیا او اسانتیا په موخه ۲۵ د همکارۍ تړونونه هم لاسلیک کړل.

د قراقستان مرستیال لومړي وزیر د طالبانو له رییس الوزرا سره په ناسته کې وویل، چې د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ پروژه کې ددوی ونډه خیرات نه دی بلکې دا د دوی خپله سوداګریزه اړتیا ده.

طالبانو د نوي کابل ښار د صنعتي ښارګوټي پلان د پلي کېدو سند لاسلیک کړ

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۲۶ GMT+۱
طالبانو د نوي کابل ښار د صنعتي ښارګوټي پلان د پلي کېدو سند لاسلیک کړ
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک کړ. د دغه پلان له مخې، دا ساحه به د صنعتي فعالیتونو، فابریکو او اقتصادي پروژو د پراختیا لپاره وکارول شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت نن یکشنبه وویل، چې ددغه وزارت وزیر نجیب الله حیات حقاني د نوي کابل ښار په مربوطاتو کې د «صنایع سبز» په نوم د صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني پړاوونو وروسته لاسلیک کړ.

دغه پلان په نوي کابل ښار کې د ځمکو د کارونې تنظیم، د ښاري زیربناوو پراختیا او د ترانسپورتي شبکو د اصلاح په موخه جوړ شوی دی.

د دغه لاسلیک شوي اصلاحي پلان له مخې، د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي لپاره شاوخوا ۱۶ میلیونه او ۳۰۲ زره مربع متره ځمکه ځانګړې شوې ده.

دغه ځمکه به د صنعتي فعالیتونو، تولیدي فابریکو او د اړوندو اقتصادي پروژو د پراختیا او همدارنګه د زیربنایي او خدماتي تاسیساتو لپاره وکارول شي.

د طالبانو د تخنیکي کمېټې د موندنو پر بنسټ، په دغه اصلاحي پلان کې د ځمکو د کارونې، د سړکونو د مسیرونو، عامه تاسیساتو او صنعتي ساحو اړوند شته ستونزې ارزول شوې او د حل لپاره یې اړین تعدیلات راوستل شوي دي.

یاده اداره وايي، چې په پلان کې د عامه المنفعه تاسیساتو، خدماتي مرکزونو، شنو ساحو، برېښنا، اوبو رسولو او ترانسپورتي شبکو لپاره ځانګړې ساحې مشخصې شوې دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د دغه راز پلانونو ترتیب او پلي کول د ښاري نظم د ټینګښت، د ځمکو د قانوني مدیریت، د پانګونې د جذب او اقتصادي ودې لپاره مهم بللي.

د کندهار بزګران: «د انځرو په باغونو مو مرض ګډ شوی او کنټرول یې زموږ له توانه بهر دی»

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۹ GMT+۱
د کندهار بزګران: «د انځرو په باغونو مو مرض ګډ شوی او کنټرول یې زموږ له توانه بهر دی»
100%

په کندهار کې د انځرو یو شمېر بڼوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې سږکال یې پر باغونو داسې ناروغي ګډه شوې چې انځر خپل حاصل ته له رسېدو وړاندې خوسا کېږي او پر ځمکه رالوېږي. بڼوال وايي، که د دې ناروغۍ مخنیوی ونه شي ښايي سږکال میلیونونه ډالر زیان ور واوړي.

د کندهار شاولیکوټ، میانشین او نېش ولسوالۍ د انځرو د تولید له اړخه خورا مشهورې دي، خو سږکال د شاولیکوټ ولسوالۍ په ګڼو کلیو کې د انځرو په بڼونو کې یو ډول ناروغې ګډه شوې ده.

بڼوال وايي، هر کال خپل باغونه له نباتي ناروغیو ژغوري، خو سږکال یې د سترګو په رپ کې د انځرو حاصلات د منځه تلو له ګواښ سره مخ شول.

د صبغت الله په نوم یو بڼوال افغانستان انټرنشنل ته وویل:«باغونه مو نور حاصل ته د نږدې کېدو په حال کې دي، خو ورځ تر بلې انځر خرابیږي، وچیږي، پر ځمکه رالویږي او د انځر منځ یو ډول ورستېږي. زراعت والا مو راوستل، دوا مو باندې وپاشله، خو هېڅ ګټه یې ونه کړله».

د انځرو بڼوالو دې ناروغۍ ته د «ژړي او سپیروږې» نوم ورکړی دی او وايي، د انځرو د خوسا کېدو تر څنګ د انځرو رنګ ورسره تغییر کړی او له ونو څخه پر ځمکه رالوېږي.

د احمدالله په نوم د شاولیکوټ ولسوالۍ یو بڼوال وايي:«زموږ په ولسوالۍ کې دا مرض اول د کلا په کلي پیدا شو، بیا نو د سیاه سنګ، غاشین، بې‌یني، شیرجان، نجم‌الدین، کاریز، لعل خان کڅ او بیتل کلیو کې هم دا مرض په باغونو ګډ شو. د خلکو باغونه خراب دي، اوس موږ ټول حیران یو چې څه وکړو؟»

بڼوال له مسولو چارواکو او موسسو څخه غوښتنه کوي چې د دوی د انځرو په بڼونو کې د خپرې شوې ناروغۍ په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي.

د کرنې برخې پوهان وايي، له شاولیکوټ او میانشین ولسوالیو څخه د انځرو په باغونو کې د ورګډې شوې ناروغۍ په اړه بېلابېلې نمونې یې ترلاسه کړې دي، خو دې ستونزې ته پر وخت د نه رسېدو له امله یې اوس مخنیوی ستونزمن دی.

یو تن کرنپوه انجینر برهان‌الدین وايي:«دا ستونزه د نبات د غذا له امله رامنځته کېږي او همدارنګه اقلیمي فشارونه هم د دې لامل کېږي چې حشرات او د ګردې انتقالوونکي عوامل د القاح لپاره چمتو نه شي او دا یې لامل دی چې دانې پر ځمکه رالویږي او انځر خرابیږي».

نوموړي زیاته کړه، چې « انځر د هر ډول فشار پر برابر ډېر کم مقاومت لري، هغه که اقلیمي فشار، د ډېرو یا کمو اوبو فشار وي او یا بل څه وي. که دې لاملونو ته پاملرنه وشي او پروخت کنټرول شي نو بیا به باغونه له دې ستونزو څخه ساتل شوي اوسي.»

د انځرو دغه بڼونه چې اوس نباتي ناروغي پرې ګډه شوې، درې اونۍ وروسته یې باید حاصل راټول شوی وای، خو بڼوال وايي چې د سږکال زحمتونه او ستړیاوې یې په اوبو لاهو شوي.

په ورته مهال د انځرو کاروباریان وايي، چې که په کندهار کې د انځرو په باغونو کې د نباتي ناروغۍ مخنیوي ونه شي، ښايي د وچې میوې کاروبار ته میلیونونه ډالر زیان واوړي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست ویلي چې د کندهار په ځینو ولسوالیو کې د انځرو په بڼونو کې د نباتي ناروغۍ د مخنیوي په موخه یې بڼوالو ته لارښوونې کړې دي، خو د انځرو په بڼونو کې د راپیدا شوې ناروغۍ د بشپړ مخنیوي په اړه یې د چټک اقدام په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د ننګرهار د پوهنې ریاست ۶۷۶ راستانه شوي کډوال د ښوونکو په توګه ګوماري

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۲۵ GMT+۱
د طالبانو د ننګرهار د پوهنې ریاست ۶۷۶ راستانه شوي کډوال د ښوونکو په توګه ګوماري
100%

د طالبانو د ننګرهار د پوهنې ریاست وايي چې ددغه ریاست رییس محمد شریف حلیمي تورخم ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې چې په دغه ولایت کې سلګونه نوي راستانه شوي لوستي کډوال، چې ددیني زده کړو فارغان هم پکې شامل دي، د ښوونکو په توګه ګومارل کېږي.

د طالبانو د ننګرهار د پوهنې د ریاست د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې به دغه ۶۷۶ کسان چې په دیني او عصري علومو کې یې لوړې زده کړې کړې دي، په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو په توګه په کار پیل وکړي.

د طالبانو د ننګرهار د پوهنې رییس محمد شریف حلیمي تورخم ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، چې د دغو کدرونو په ګومارلو سره به په ننګرهار کې د پوهنې په برخه کې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه تر ډېره بریده هواره شي.

د هغه په وینا، د افغانانو د علمي او مسلکي وړتیاوو څخه ګټه اخیستنه د دوی په کاري لومړیتوبونو کې ده.

په وروستیو میاشتو کې له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه په زرګونو افغان کډوال په جبري او داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه شوي دي، چې په هېواد کې دننه د کار د نشتوالي له امله له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د طالبانو یاد ریاست دا نه دي ویلي، چې څومره شمېر کسان په مدرسو او څومره په ښوونځیو کې په دندو ګوماري.

ایران د عراق او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ د لومړي ترانزیټي بار د لېږد خبر ورکړی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۱
ایران د عراق او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ د لومړي ترانزیټي بار د لېږد خبر ورکړی
100%

ایراني چارواکو ویلې، د عراق او افغانستان ترمنځ د لومړي ځل لپاره د رېل پټلۍ ګډ ترانزیټ پیل شوی او لومړنی ترانزیټي بار د ایران د کرمانشاه ولایت له لارې افغانستان ته لېږدول شوی دی.

د ایران د اراک او کرمانشاه د رېل پټلۍ عمومي مدیر سعید ترکي ویلي، د توکو دغه جوپه له لوېدیزو پولو د ایران خاورې ته تر داخلېدو وروسته د کرمانشاه په باروړونکي تمځای کې د لوژستیکي چارو له بشپړېدو وروسته د رېل پټلۍ شبکې له لارې افغانستان ته لېږل شوې ده.

ایرنا خبري اژانس د ترکي له قوله لیکلي چې دا د عراق او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې د ترانزیټ لومړنۍ د توکو جوپه ده چې لېږدول کېږي.

هغه ویلي، دغه اقدام د نړیوالې رېل پټلۍ ترانزیټ د پراختیا او د لوېدیزو ترانزیټي لارو د ظرفیتونو د فعالولو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.