• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بندیزونو تر سیوري لاندې افغان ښځې خپل ژوند د سوداګرۍ له لارې بدلوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۸ GMT+۱

د طالبانو سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، که څه هم له ۱۰ زرو څخه ډېرې ښځې اوس رسمي سوداګریز جوازونه لري، خو پراخ محدودیتونه او اقتصادي فشارونه د دې لامل شوي چې زرګونه نورې ښځې له لوړو مسلکي هیلو څخه واوړي او کوچنیو کاروبارونو ته مخه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، دا مهال له ۱۰ زرو ډېرې ښځې رسمي سوداګریز جوازونه لري، چې د پنځو کلونو پخوا په پرتله لس برابره زیاتوالی ښيي. د نړیوال بانک د اټکل له مخې، شاوخوا ۱۲۰ زره نورې ښځې هم له رسمي جواز پرته کاروبار کوي.
خو ډېری ښځې وايي، هغه څوک چې پخوا یې د وکالت، انجنیرۍ او یا پوهنتون د استادۍ خوبونه لرل، اوس د غالیو اوبدلو، صابون جوړولو، لاسي صنایعو او نورو کوچنیو کاروبارونو ته اړې شوې دي.
په مزار شریف کې ۱۹ کلنې نصیرې عزیزي، چې د غالیو د تولید یوه کارخونه چلوي، ویلي د نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته ژورې ناهیلۍ سره مخ شوې وه، خو وروسته یې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ خپل کاروبار پیل کړ. نوموړې اوس شاوخوا ۴۵۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
په هرات کې ۲۱ کلنې رقیې رضايي، چې د کانونو د انجنیرۍ هیله یې لرله، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د «مګنولیا» په نوم د صابون جوړولو کاروبار پیل کړ. هغې ویلي چې اوس د همدې سوداګرۍ له لارې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ لګښتونه برابروي او غواړي خپل تولیدات نړیوالو بازارونو ته ورسوي.
بلخوا، په هرات کې د شاتو تولیدوونکې غونچه کریمي وايي، د طالبانو له محدودیتونو سره سره خپل کار ته دوام ورکوي. نوموړې ویلي، کله ناکله د خپلو مچیو د ساتنې لپاره د نارینه وو جامې اغوندي، ځکه د ښځو پر تګ راتګ محدودیتونه شته.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د شمېرو له مخې، تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې له اوو سلنې کمې ښځې په رسمي ډول په کار بوختې وې.
د ښځو د سوداګرۍ خونې سرپرستې فریبا نوري ویلي، افغان ښځې د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو تر فشار لاندې هم هڅه کوي خپلې کورنۍ وساتي، خو د دوی پر وړاندې خنډونه ورځ تر بلې زیاتېږي.ځینې ښځینه سوداګرې خبرداری ورکوي چې که محدودیتونه نور هم زیات شي، د ښځو لپاره به د کاروبار او اقتصادي فعالیت دوام لا ستونزمن شي.


ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه