• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: که ایران په لبنان کې خپل معاش خواره ونه دروي پر تهران به لا سخت برید وشي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو له پیلېدا سره هممهاله، تهران ته خبرداری ورکړی، چې که په لبنان کې خپل ځیره خور نیابتيان کرار نه کړي، له تېرې اونۍ سخت برید به پرې وشي.

د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپل ټولنیز پلیټفارم لیکلي چې ایران باید ژر تر ژره خپل «په لوړ معاش نیابتي ځواکونه» په لبنان کې د ستونزو له جوړولو منع کړي.

هغه خبرداری ورکړی چې که ایران دا کار ونه کړي، امریکا به پر ایران «ډېر سخت بریدونه» وکړي، چې د تېرو بریدونو په پرتله به لا زورور وي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۳

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۴

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۵

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

•
•
•

نور کیسې

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۴ GMT+۱
په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی
100%

دایران فارس خبري اژانس د ایراني استازو د یوې باخبره سرچینې له قوله خبر ورکړی، چې په سویس کې د څلور اړخیزو خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی دی. په راپور کې ویل شوي چې دا څلور اړخیزه غونډه د امریکا، ایران، قطر او پاکستان د استازو ترمنځ د یکشنبې په مازیګر په سویس کې پیل شوې وه.

د غونډې لومړنی خپور شوی انځور د خبرو له پیل مخکې د ګډونوالو لوړپوړي چارواکي ښيي.

په انځور کې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس د ډونالډ ټرمپ له زوم جرډ کوشنر سره ولاړ ښکاري.

همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د غونډې له پیل مخکې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره روغبړ کړي.

زیلنسکي: اوکرایني ځواکونو د روسیې د تېلو او هوايي دفاع مهم هدفونه په نښه کړي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۱ GMT+۱
زیلنسکي: اوکرایني ځواکونو د روسیې د تېلو او هوايي دفاع مهم هدفونه په نښه کړي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، اوکرایني ځواکونو تېره شپه د روسیې د پوځي لوژستیک، د تېلو صنعت او هوايي دفاع پر مهمو تاسیساتو لرې واټن بریدونه کړي، چې د هغه په وینا د اوکرایني وګړو پر وړاندې د روسیې د بریدونو «عادلانه ځواب» دی.

زیلنسکي په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د اوکراین د امنیتي خدمت، د بې‌پیلوټه سیسټمونو ځواکونو، پوځي استخباراتو او ځانګړو عملیاتو ځواکونو د جګړې له لومړۍ کرښې شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره لرې عملیات ترسره کړي دي.

هغه ویلي چې د کریمیا د پل دواړو غاړو ته موقعیت لرونکي تاسیسات په نښه شوي، چې پکې د روسیې د کراسنودار سیمې د تېلو د لېږد سمندري لوژستیک او د کرچ په اشغال شوې سیمه کې د تېلو یوه زېرمه شامله ده.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې چې د روسیې ځینې پوځي لوژستیکي مرکزونه هم په بریالیتوب سره په نښه شوي او د «اېس-۴۰۰» هوايي دفاعي سیسټمونو اړوند څلور رادارونه او د «پانتسیر» دوه دفاعي سیسټمونه هم زیانمن شوي دي.

زیلنسکي د دغو عملیاتو د ترسره کوونکو ځواکونو ستاینه کړې او ویلي یې دي: «روسیه یوازې د ځواک په ژبه پوهېږي، او زموږ د لرې واټن ځواک د سولې لپاره کار کوي.»

اسراییل لبنان کې د حزب الله یو مرکز نیولی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۱۸ GMT+۱
اسراییل لبنان کې د حزب الله یو مرکز نیولی
100%

د اسراییل ۱۴ چینل راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو د جنوبي لبنان د علي طاهر په لوړو سیمو کې ایران جوړ د حزب الله د ځمکې لاندې د قوماندې مرکز نیولی دی. د راپور له مخې، ګومان کېږي چې د حزب الله سلګونه غړي د دغه مرکز دننه بند پاتې شوي وي.

دغه مرکز په جنوبي لبنان کې د تونلونو او ځمکنیو تاسیساتو د یوې پراخې شبکې برخه وه، چې د ایران په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړه شوې وه.

د علي طاهر لوړې سیمې د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله، چې د النبطیه ښار او شاوخوا سړکونو ته برلاسی لید لري، ډېر پوځي اهمیت لري. د دې سیمې کنټرول کولای شي د سرحدي سیمې د ځواک په توازن کې مهم اغېز ولري.

دا پېښه یوازې څو ورځې وروسته له هغې رامنځته شوې چې د امریکا په منځګړیتوب لنډمهالی اوربند ټینګ شوی و او دا ښيي چې وروستۍ هوکړه لا هم نازک حالت کې ده. لبناني سرچینو راپور ورکړی چې د لبنان پوځ هم د ځینو نږدې اډو څخه شاتګ کړی ترڅو له مستقیمې جګړې ډډه وکړي. ورته مهال، ایران دا اقدام غندلی او هغه یې د لبنان د ملي حاکمیت نقض بللی دی.

شنونکي باور لري چې د دې مرکز نیول کېدای شي د اسراییلو د هغو هڅو یوه برخه وي چې غواړي په جنوبي لبنان کې د حزب الله د قوماندې او کنټرول وړتیاوې کمزورې کړي.

همدارنګه، دا کار ښايي په راتلونکو ورځو کې تاوتریخوالی لا زیات کړي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې دواړه لوري یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي.

شهباز شريف د امریکا او ایران د خبرو په دوام سره سويس ته روان شو

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱
شهباز شريف د امریکا او ایران د خبرو په دوام سره سويس ته روان شو
100%

د پاکستان د لومړي وزير دفتر ويلي، د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک د لاسلیکولو په دوام به سبا (یکشنبه) د سویس په بورګنسټاک کې د امریکا او ایران تر منځ په تخنیکي کچه خبرې وشي. په دغو خبرو کې د ګډون په موخه شهباز شریف هم نن ماخوستن (شنبه د غبرګولي ۳۰مه) د سویس پر لوري روان شوی دی.

د شهباز شريف دفتر د شنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۳۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دې سفر کې له شهباز شریف سره د دغه هېواد د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو قومندان عاصم منیر هم مل دی.

له دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په مشرۍ او د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي په ګډون د ايران مذاکراتي پلاوی سویس ته روان شوی دی.

تر دې وړاندې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی وو، چې د ايران او امریکا ترمنځ تخنیکي مذاکرات به د یکشنبې په ورځ په سویس کې پیل شي.

د اسراییل چېنل ۱۲ د راپور له مخې، په سویس کې د یکشنبې په ورځ له ايران سره په پیلېدونکو مذاکراتو کې د امریکا لومړنۍ موخه د داسې یوې هوکړې ترلاسه کول دي، چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس مفتشینو ته د ایران د اټومي سایټونو د پلټنې اجازه ورکړي. که تهران موافقه وکړي، نو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته به دا لومړی ځل وي چې د ایران د اټومي تاسیساتو پلټنې ترسره کېږي.

د امریکا د سي‌بي‌اېس شبکې د راپور له مخې، د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس عمومي رییس رافایل ګروسي به هم په سویس کې د ايران او امريکا ترمنځ خبرو اترو کې ګډون وکړي.

سپاه پاسداران: د هرمز تنګی تړل شوی او بېړۍ باید ورته نږدې نه شي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۷ GMT+۱
سپاه پاسداران: د هرمز تنګی تړل شوی او بېړۍ باید ورته نږدې نه شي
100%

د ايران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو اعلان کړی دی چې د هرمز تنګی یې د هر ډول بېړیو پر مخ تړلی دی. دغه ځواک د امریکا له خوا د اوربند په پلي کېدو کې د «ژمنو د نقض» او په لبنان کې د «اسراییل د بریدونو» په غبرګون کې له ټولو بېړیو غوښتي چې دغه تنګي ته نږدې نشي.

د ایران دولتي خبري اژانس، مهر د شنبې په ورځ د غبرګولي په ۳۰مه راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران مسندري ځواکونو د هرمز تنګي تړل د واشنګټن او تل‌ابیب له خوا د ژمنو له نقض کېدو سره په غبرګون کې «لومړی ګام» بللی دی.

دغې قوماندانۍ خبرداری ورکړی چې که د امریکا او اسراییل «تېري» دوام ومومي، نو د ایران اسلامي جمهوریت ځواکونه به په سیمه کې نور او سخت ګامونه پورته کړي.

دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تر دې وړاندې په سویس کې د امریکا د ځانګړي استازي او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي ترمنځ د تخنیکي خبرو اترو د ترسره کېدو هڅې روانې وې، خو وروستي راپورونه ښيي چې دا مذاکرات نه دي ترسره شوي او د هرمز تنګي د پرانیستلو برخلیک په ناڅرګند حالت کې دی.