د طالبانو د غزني ښاروال ابو محمد ثابت په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل:«دغه مارکېټ د خصوصي سکتور له لوري د شاوخوا ۴۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې جوړیږي او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او ښاري نظم په پیاوړتیا کې به مهم رول ولري».
د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد سوداګریز مارکېټ به له فرخي څلورلارې څخه تر کلاسبز څلورلارې پورې په دوو پوړونو کې تر ځمکې لاندې جوړ شي، چې ۷۰۰ دوکانونه، جومات، هوټلونه، بانکونه او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.
د خبرپاڼې لهمخې، یاده پروژه به د دوو کلونو په موده کې بشپړه شي او د جوړېدو پر مهال به شاوخوا ۴ زره کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
د خصوصي سکټور د مسوولینو په وینا، دا به په ټول هېواد کې تر ځمکې لاندې تر ټولو لوی سوداګریز مارکېټ وي
عراق نجف او بغداد ته د افغانستان او پاکستان پر وګړو د سفر نوي محدودیتونه لګولي دي.
د دغې پرېکړې له مخې، له ایران نه دغو هوايي ډګرونو ته د افغان او پاکستاني مسافرینو لېږد تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی دی.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د عراق د کورنیو چارو وزارت او د نجف په نړیوال هوايي ډګر کې مېشتې د کډوالۍ ادارې په هغو الوتنو کې چې له ایران نه د نجف او بغداد هوايي ډګرونو ته کېږي، د افغان او پاکستاني مسافرو د منلو لپاره نوي شرایط او محدودیتونه وضع کړي دي.
د خپرې شوې خبرتیا پر بنسټ، نجف او بغداد ته په تلونکو الوتنو کې د افغانستان او پاکستان د تابعیت لرونکو مسافرو منل تر بلې خبرتیا پورې ممنوع اعلان شوي دي.
په دغه اطلاعیه کې راغلي چې د دغو هېوادونو د مسافرو لېږد یوازې په هغه صورت کې شونی دی چې د هغوی د ویزې تصویر تر الوتنې وړاندې د مقصد هوايي ډګر (نجف یا بغداد) د کډوالۍ ادارې له خوا په رسمي توګه تایید شوی وي.
د دغو محدودیتونو له مخې، د کورنۍ غړي لکه مېرمنې او ماشومان، همدارنګه تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان او د ۵۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکي کسان له دغو نویو محدودیتونو څخه مستثنی دي.
خو د افغانستان او پاکستان هغه مجرد او ځوان نارینه مسافر چې په دغو استثنايي ډلو کې شامل نه وي، حتا د عراق د معتبرې ویزې په لرلو سره هم په الوتنو کې نه منل کېږي او سفر ته نه پرېښودل کېږي.
د ایران هما هوايي شرکت افغان او پاکستاني مسافرو ته سپارښتنه کړې ده چې د ټکټونو تر پېرلو او سفر تر پلانولو وړاندې دغه اعلان شوي شرایط او محدودیتونه په جدي توګه په پام کې ونیسي .
د عراق دغه اقدام ظاهرا د هغو ځوانانو مخنیوی ګڼل کیږي، چې له سفر وروسته په دغه هېواد کې پاتې کیږي، یا نورو هېوادونو ته د کار لپاره ځي.
په عراق کې بندي یو شمېر افغان کډوال په زندانونو کې د خپلو سختو شرایطو په اړه شکایت کوي او ددغه هېواد پر پولیسو تور لګوي، چې د پیسو په مقابل کې یې خوشې کوي.