• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له یونیسف څخه د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او لا ډېرو همکاریو غوښتنه کړې

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له استازي تاج‌الدین اویوواله سره په لیدنه کې د روغتیايي خدماتو د کیفیت د ښه‌والي او د روغتیايي پروګرامونو د اغېزمنتیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو په ولکه کې باختر خبري اژانس د راپور له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د روغتیايي خدماتو د ارزونې لپاره د ګډ څار د میکانېزم پر پلي کېدو او د هغو موسسو د کاري بهیر پر ښه کولو بحث کړی چې د یونیسف له لوري تمویلېږي.

نور جلال جلالي په هېواد کې د روغتیايي سکتور شته ستونزو ته په اشارې ویلي چې د روغتیايي موسسو په فعالیتونو کې موجودې نیمګړتیاوې او تشې باید ژر تر ژره هوارې شي. هغه له یونیسف څخه وغوښتل چې د روغتیايي خدماتو د پراختیا او د ستونزو د حل په برخه کې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.

بلخوا، د یونیسف استازي ډاډ ورکړی چې یاد بنسټ به د روغتیايي خدماتو د څار، ارزونې او کیفیت د لوړولو لپاره له اړوندو ادارو سره خپلو همکاریو او همغږیو ته دوام ورکړي.

دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان لا هم د روغتیايي خدمتونو له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د روغتیايي مرکزونو کمښت، د مسلکي کارکوونکو نشتوالی او په لرې پرتو سیمو کې خدماتو ته محدود لاسرسی هغه ستونزې دي چې د هېواد د روغتیايي سکتور پر فعالیتونو اغېز کوي.

کارپوهان باور لري چې د نړیوالو بنسټونو او روغتیايي ادارو ترمنځ همغږي او دوامداره ملاتړ کولی شي د روغتیايي خدماتو د کیفیت په ښه‌والي او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هرات کې د نړیوالو بنسټونو ۲۰ نیولي کارکوونکي بېرته خوشې کړي دي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۱
طالبانو په هرات کې د نړیوالو بنسټونو ۲۰ نیولي کارکوونکي بېرته خوشې کړي دي
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د هرات په اسلام‌کلا کې د شپږو نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د یوه همکار سازمان ۲۰ نیول شوي کارکوونکي خوشې کړي. د سرچینو په وینا، دغه کسان تېره ورځ سهار د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو له خوا د «لنډې ږیرې» په تور نیول شوي وو.

تر اوسه طالبانو د دغو کسانو د نیولو د لامل او د خوشې کېدو د شرایطو په اړه کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړی.

سرچینو ویلي چې د نیول شویو کسانو په ډله کې د کډوالۍ نړیوال سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان، د «اډا» روغتیايي موسسې، د رازي پرمختیايي او ټولنیزې موسسې، د افغانستان لپاره د کلیوالي بیارغونې ټولنې او د نړیوال پیوستون دفتر یو شمېر کارکوونکي شامل وو.

دغه بنسټونه د افغانستان او ایران ترمنځ په اسلام‌کلا پوله کې له ایران څخه د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره خدمات وړاندې کوي.

تر اوسه دغو ادارو په رسمي ډول د خپلو کارکوونکو د نیولو یا خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا پېښه داسې مهال شوې چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له خوا د ږیرې اړوند مقررات سخت شوي دي. تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د لنډې ږیرې یا د طالبانو د ټاکلو معیارونو د نه مراعاتولو له امله د خلکو، محصلینو او کارکوونکو د نیولو راپورونه خپاره شوي وو.

همداراز د روانې میاشتې په ۲۹مه په کندهار کې هم راپور ورکړل شوی و چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو یو شمېر محصلین د ږیرې د لنډولو یا خریلو له امله له ټولګیو ایستلي او له ازموینو یې محروم کړي دي.

فرشته عباسي: افغانې ښځې د تګ راتګ له ازادۍ محرومې دي خو طالبان نړۍ ته سفرونه کوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۱ GMT+۱
فرشته عباسي: افغانې ښځې د تګ راتګ له ازادۍ محرومې دي خو طالبان نړۍ ته سفرونه کوي
100%

د بشري حقونو څار بنسټ د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي، افغان ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو، په ځانګړې توګه د ازاد تګ راتګ له حق څخه محرومې دي، خو طالبان کولای شي په نړیواله کچه سفرونه وکړي.

عباسي دغه څرګندونې د اروپايي ټولنې له خوا بروکسل ته د طالبانو د یوه پلاوي د بلنې په غبرګون کې کړې دي.

هغې ویلي، دا حالت د افغان ښځو لپاره «په مخ یو څپېړه» ده، ځکه هغه ښځې چې له خپلو حقونو بې برخې شوې دي، ګوري چې د هغوی د محدودولو عاملین په نړیوالو ناستو کې ګډون کوي.

عباسي زیاته کړې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار، ټولنیز حضور او تګ راتګ په برخو کې پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.

د ښځو د حقونو دغه مدافعې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو وضعیت له پامه ونه غورځوي او له طالبانو سره د هر ډول تعامل پر مهال د بشري حقونو موضوع په پام کې ونیسي.

نیویارک ټایمز: طالبانو د اقتصادي سقوط مخنیوي لپاره ځينو ښځو ته د شخصي کاروبار اجازه ورکړې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
نیویارک ټایمز: طالبانو د اقتصادي سقوط مخنیوي لپاره ځينو ښځو ته د شخصي کاروبار اجازه ورکړې
100%

نیویارک ټایمز د افغان ښځو او په ځانګړې توګه د متشبثو ښځو د وضعیت په تړاو په یوه راپور کې ویلي، طالبانو سره له دې چې پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي، خو د اقتصادي سقوط مخنیوي لپاره یې ځينو ښځو ته د سوداګرۍ پيلولو اجازه ورکړې. دوی هم مکلفې دي چې طالباني قوانین په جدي توګه رعایت کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان له ۱۲ متشبثو ښځو سره د مرکو پر بنسټ د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، افغان ښځې او نجونې د زده‌کړو او کار له دوامه تر محرومېدو وروسته زرګونه ښځې چې ډېری یې د کورنۍ سرپرستې وې، خپلې عایداتي سرچینې له لاسه ورکړې او بالاخره ځينو یې سوداګریزو چارو ته مخه کړې، خو دغه چاره هم له بې‌شمېره ستونزو او ننګونو سره مخ ده.

په دې راپور کې راغلي، هغو نجونو او ښځو چې د لوړو زده‌کړو او د وکیلانو، انجینرانو او یا هم د پوهنتون د استادانو خوبونه لیدل، اوس د غالیو اوبدلو، د سینګارتوکو پلورلو او یا همه نورو حرفوي زده‌کړو ته مخه کړې، ځکه چې طالبان هغوی ته په دولتي او غیر دولتي بنسټونو او د شخصي کاروبار په توګه په سینګارتونونو کې د کار اجازه نه‌ورکوي.

د راپور پربنسټ، هغه ښځې چې کار کوي، له مخ په زیاتیدونکو خنډونو سره مخ دي. شاوخوا دوه اونۍ مخکې په هرات کې یو شمېر ښځې د حجاب د څرنګوالي په تړاو له ځورول کېدو سربېره نیول شوي او په تړاو یې اعتراضونو هم په کلکه ځپل شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ د نږدې پنځو کلونو په تېرېدو سره افغان ښځو ته سوداګري او متشبثیت یوه او وروستۍ لاره پاتې ده، څو پرې له اقتصادي اړخه د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي. په دې راپور کې په هرات کې د سوداګرو ښځو یوې استازې بهناز سلجوقي ویلي: «په افغانستان کې د ښځو لپاره یوازنۍ پاتې شوې هيله سوداګري ده».

په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ښځينه متشبثې د سرپرستانو د نه‌لرلو له امله نه‌شي کولی په یوازې سر پلازمېنې کابل یا نورو ولایتونو ته د خپلو تولیداتو د رسولو او پلور لپاره لاړې شي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي ویلي، د دوی د «اصولو» له مراعاتولو وروسته ښځو ته په سوداګریزو چارو کې اجازه ورکوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په وینا، دمګړۍ څه باندې ۱۰ زره افغان ښځې د سوداګرۍ جوازونه لري، خو. د نړیوال بانک د اټکل له‌مخې، شاوخوا ۱۲۰ زره نورې ښځې بې له جوازه کار کوي، چې له همدې امله کوچنۍ سوداګرۍ د افغان ښځو لپاره تر ټولو لوی کارموندونکی سکټور دی.

د یادونې وړ ده، چې د افغان ښځو لویه برخه بیا له کوره بهر بیخي کار نه‌کوي؛ د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرامد معلوماتو له مخې، تر ۲۰۲۴ کال پورې تر ۷ سلنې کمې افغان ښځې پر کارونو بوختې وې.

مختار خان يوسفزی: افغانستان د پنجابي استعمار د مستقل ګواښ سره مخ دی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۱
مختار خان يوسفزی: افغانستان د پنجابي استعمار د مستقل ګواښ سره مخ دی
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شريک مشر مختار خان يوسفزي ويلي، نن ازاد افغانستان په داسې یوه حالت کې دی چې هلته توره تياره ده، د هېواد نيمه برخه وګړي (مېرمنې) په کورونو کې بند کړل شوي دي او دا هېواد د پنجابي استعمار د مستقل ګواښ سره مخ دی.

د دوشنبې په ورځ د بلوچستان ايالت په سېف الله کلا سيمه کې د عثمان خان کاکړ د پنځم تلين غونډې ته په خپله وينا کې مختار خان يوسفزي وويل، افغانستان کې «زموږ په خويندو، مېندو او لوڼو باندې کاروبار او ژوند بند کړل شوی، زده کړې نشي ترلاسه کولی، روزګار نشته».

هغه وويل، په افغانستان کې په سياسي فعالیتونو بندیز ده، رسنۍ او بشري حقونه د بنديز سره مخ دي او پر دې سربېره افغانستان د «پنجابي استعمار د مستقلې خطرې سره مخ دی».

مختار خان يوسفزي د پاکستان لخوا په افغانستان کې د بمباريو په تړاو وويل، پاکستان دا وايي چې په افغانستان کې د «پاکستاني طالبانو غړي، ترهګر او د هند ايجنټان ناست دي موږ پرې بمباري کوو».

هغه وويل، «د پاکستان نه پوښتنه کوم چې تا هلته (په افغانستان کې) څومره ترهګر ووژل، تا خو په روغتون کې خلک ووژل، تا د کونړ او نورستان بې ګناه ولسونه په کورونو کې مړه کړه او د پنجاب جنرالان دې دا ځواب راکړي چې په کابل کې خو بمباري کوې خو په پښتونخوا کې چې وسله وال ناست دي دا خلک چا کښېنولي دي؟».

يوسفزي وويل، پښتونخوا ته د طالب په نوم دغه خلک پاکستاني جنرالانو راوستي دي.

نفیسه هجران: سیاسي بدلونونه باید د پخوانیو سرتېرو د ژوند په بیه نه وي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱
نفیسه هجران: سیاسي بدلونونه باید د پخوانیو سرتېرو د ژوند په بیه نه وي
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د لوګر ولایتي شورا پخوانۍ غړې نفیسه هجران وايي، په هېواد کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو او دولتي کارکوونکو پر وړاندې هدفي وژنې او تعقیب د بشري او مسلکي پانګې له منځه وړل دي. هغې زیاته کړې چې سیاسي بدلونونه باید د پخوانیو سرتېرو د ژوند په بیه نه وي.

اغلې هجران د پخوانیو سرتېرو په دفاع کې ویلي، هغه کسان چې د افغانستان په امنیتي بنسټونو کې یې دنده ترسره کړې، د هېواد وګړي دي او باید یوازې د پخوانۍ دندې یا سیاسي تړاو له امله له ګواښ سره مخ نه شي.

هغې ټینګار کړی چې د حکومتونو بدلون باید د غچ اخستنې لامل نه شي، ځکه واکونه بدلېدونکي دي، خو د انسان ژوند، عدالت او انساني کرامت باید خوندي پاتې شي.

د نوموړې په وینا، د پخوانیو نظامیانو پر ځای د هغوی کورنۍ او بېوزله خلک د سیاسي بدلونونو تر ټولو دروند بار وړي؛ ځکه ډېری پخواني سرتېري د خپلو کورنیو یوازیني عاید برابرونکي دي.

هجران له اوسنیو واکمنانو غوښتي چې د تعقیب او فشار پر ځای د زغم، بښنې او ملي پخلاینې لاره غوره کړي، څو افغانستان د دوامدارو شخړو پر ځای د ثبات پر لور ولاړ شي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې دي چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وضعیت، خوندیتوب او اقتصادي ستونزو په اړه په کور دننه او نړیواله کچه اندېښنې زیاتې شوې دي.