• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مونیخ لاریون؛ افغان معترضانو د هرات د جبرییل پېښې د نړیوالو څېړنو غوښتنه وکړه

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۱

یو شمېر افغان معترضانو د جرمني په مونيخ ښار کې د یوې غونډې پر مهال د هرات د جبرییل سیمې د لاریونونو د ځپلو او پر لاریونوالو د ډزو د پېښې د خپلواکو او نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

دغه لاریون د یکشنبې په ورځ د مونیخ ښاروالۍ د تاریخي ودانۍ مخې ته د افغان کډوالو له خوا ترسره شو. ګډونوالو په خپور کړې پرېکړه‌لیک کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارتاید» بللې دي.

په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، پر حقونو او ازادیو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

ګډونوالو د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور د محدودیتونو یادونه وکړه او ویې ویل چې دغو اقداماتو د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه تر اغېز لاندې راوستي دي. د دوی په وینا، د طالبانو دغه تګلارې د جنسیتي اپارتاید څرګندې بېلګې دي.

په پرېکړه‌لیک کې په هرات کې د یو شمېر ښځو نیولو ته هم اشاره شوې او د دغو اقداماتو د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده. ګډونوالو د نجونو له زده‌کړو محرومول، په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د ښځو پر فعالیتونو محدودیتونه، د معترضانو او خبریالانو نیول، پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ بندیزونه او د اعتراضي غونډو ځپل د اندېښنې وړ موضوعات وبلل.

دوی همداراز د هرات او د افغانستان په نورو سیمو کې د ښځو او معترضانو د خپل‌سرو نیونو او ورسره د ناوړه چلند د درولو غوښتنه وکړه.

د پرېکړه‌لیک په بله برخه کې د بشري حقونو د سرغړونو، په ځانګړې توګه د هرات د جبرییل ښارګوټي له معترضانو سره د طالبانو د چلند په اړه د خپلواکو او نړیوالو څېړنو غوښتنه شوې ده.

ګډونوالو ټینګار وکړ چې د ښځو پراخې نیونې د جامو یا فرهنګي او مذهبي موضوعاتو له امله نه دي، بلکې د دوی په وینا، دا د ښځو د غلي کولو او ځپلو لپاره یو سیاسي ابزار دی چې د انساني کرامت، فردي ازادیو او د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.

معترضانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ زیات کړي او د هغوی د حقونو موضوع په نړیوالو فورمونو کې تعقیب کړي. دوی له حکومتونو هم وغوښتل چې له طالبانو سره د تعامل پر مهال د بشري حقونو او د ښځو د حقونو وضعیت په پام کې ونیسي.

دوی ټینګار وکړ چې تر هغه وخته چې طالبان د افغانستان د خلکو بنسټیزو حقونو ته درناوی ونه کړي، نړیواله ټولنه باید د دغې ډلې له هر ډول سیاسي مشروعیت ورکولو او د اړیکو له عادي کولو څخه ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

•
•
•

نور کیسې

په غزني کې د ۴۰۰میلیونه افغانیو په ارزښت تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۱
په غزني کې د ۴۰۰میلیونه افغانیو په ارزښت تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې پیل شوې
100%

د غزني ښار په مرکز کې د «سلطان محمود غزنوي» په نوم د شاوخوا ۴۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ترځمکې لاندې د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې. دغه سوداګریز مارکېټ به چې ۷۰۰ دوکانونه، جومات، هوټلونه، بانکونه او نورې اړینې اسانتیاوې ولري په دوو کلونو کې جوړ شي.

د طالبانو د غزني ښاروال ابو محمد ثابت په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل:«دغه مارکېټ د خصوصي سکتور له لوري د شاوخوا ۴۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې جوړیږي او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او ښاري نظم په پیاوړتیا کې به مهم رول ولري».

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد سوداګریز مارکېټ به له فرخي څلورلارې څخه تر کلاسبز څلورلارې پورې په دوو پوړونو کې تر ځمکې لاندې جوړ شي، چې ۷۰۰ دوکانونه، جومات، هوټلونه، بانکونه او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.

د خبرپاڼې له‌مخې، یاده پروژه به د دوو کلونو په موده کې بشپړه شي او د جوړېدو پر مهال به شاوخوا ۴ زره کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

د خصوصي سکټور د مسوولینو په وینا، دا به په ټول هېواد کې تر ځمکې لاندې تر ټولو لوی سوداګریز مارکېټ وي

لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند په جرمني کې ومړ

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۱
لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند په جرمني کې ومړ
100%

لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند د یکشنبې په ورځ د سرطان ناروغۍ له امله په ۶۷ کلنۍ کې په جرمني کې ومړ. د مومند یوه نږدې کس افغانستان انټرنشنل ته د هغه مړینه تایید کړه. مومند لومړنی کس و چې پښتو یې په فضا کې له اورېدل شویو لومړنیو ژبو وګرځوله او له ځان سره یې قران کریم یووړ.

مومند د ۱۳۶۷ کال په وږي میاشت کې د «سایوز ټي‌ام-۶» فضايي ماموریت د غړي په توګه د میر فضايي سټېشن ته سفر وکړ او شاوخوا ۹ ورځې یې په فضا کې تېرې کړې.

مومند د دغه ماموریت په لړ کې د «لینین» نښان او د «شوروي اتحاد د اتل» لقب ترلاسه کړ.

مومند د ۱۳۳۷ کال په مرغومي میاشت کې په غزني ولایت کې په یوه بزګره کورنۍ کې زیږیدلی و او په افغانستان او پخواني شوروي اتحاد کې له زده کړو وروسته د افغانستان په هوايي ځواک کې شامل شو.

هغه لومړنی افغان او د نړۍ څلورم مسلمان و چې فضا ته یې سفر وکړ او لومړی مسلمان و چې قران کریم یې فضا ته یووړ.

100%

د دغه ماموریت په لړ کې مومند په علمي، طبي او ځمکپېژندنې ازموینو کې برخه واخیسته او له فضا څخه یې د افغانستان انځورونه هم واخېستل.

هغه همدا راز له فضا څخه د خپلې کورنۍ او د افغانستان د هغه وخت له چارواکو سره خبرې وکړې او پښتو ژبه یې په فضا کې له اورېدل شویو لومړنیو ژبو څخه وګرځوله.

له فضا څخه تر راستنېدو وروسته، مومند د شوروي اتحاد له خوا د «شوروي اتحاد د اتل» لقب ترلاسه کړ او په افغانستان کې هم وستایل شو.

هغه لږه موده وروسته د افغانستان د هوایي چلند او ګرځندوی د وزارت د مرستیالۍ مقام ته ورسېد.

د ډاکټر نجیب د حکومت په پرځېدو او د کورنیو جګړو په توندېدو سره، مومند افغانستان پرېښود او په جرمني کې مېشت شو. عبدالاحد مومند په جرمني کې څه موده د بادن وورتمبرګ ایالت په شټوټګارټ پوهنتون کې د تشیال څیړنو په انستيتوت کې په کار بوخت و او وروسته یې له یوې کمپنۍ سره دنده کوله.

هغه کله ناکله د ستورمزلۍ د تاریخ او افغانستان په اړه په غونډو او پروګرامونو کې ګډون کاوه.

طالبانو راه فردا تلویزیون ته په نوي جواز سره د فعالیت بیا پیلولو اجازه ورکړې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۹ GMT+۱
طالبانو راه فردا تلویزیون ته په نوي جواز سره د فعالیت بیا پیلولو اجازه ورکړې
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر ټولنیزو رسنیو د څار ریاست د راه فردا راډیو تلویزیون د نشراتو د بیا پیلولو د اجارې خبر ور کړی. په یوه مکتوب کې ویل شوي چې د یادې رسنۍ پخوانی جواز چې د محمد محقق په نوم و، د طالبانو د استخباراتو او کلتور وزارت په پرېکړه مصادره شوی دی.

د دغه مکتوب له مخې، د راه فردا راډیو تلویزیون نشراتي جواز د طالبانو د رهبرۍ د مصلحتونو پر بنسټ له محمد محقق څخه اخیستل شوی او پر ځای یې سلمان اخلاقي د نوي صاحب امتیاز او عبدالرحمن میرزاد د مسوول مدیر په توګه ټاکل شوي دي.

په مکتوب کې راغلي چې دغه رسنۍ د پخواني جواز د مالکیت په تړاو د ستونزو له امله په موقت ډول له فعالیت څخه پاتې وه.

په مکتوب کې چې د طالبانو د ټولنیزو رسنیو د څار د رییس مولوي صفي الله رائد په لاسلیک خپور شوی، راغلي چې د ۱۴۰۲ کال د وري د ۲۵مې نېټې د G-03401 ګڼې جواز پر بنسټ، راه فردا راډیو تلویزیون ته اجازه ورکول کېږي چې د مکتوب له صادرېدو وروسته د طالبانو د اصولو مطابق خپل نشراتي فعالیت بېرته پیل او دوام ورکړي.

100%

دغه سند ښيي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست په ګډه پرېکړه کړې چې د دغې رسنۍ ملکیت او مدیریت نویو کسانو ته وسپاري.

تر دې وړاندې د یادې رسنۍ فعالیت د پخواني مالک محمد محقق د طالبانو ضد سیاسي دریځ له امله بند شوی و خو اوس ورته د طالبانو تر کنټرول لاندې د نویو شرایطو په منلو سره د بیا فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.

هبت الله د ۴ لیلیو او یوې مدرسې د ودانیزو چارو لپاره ۹۰ میلیونه افغانۍ منظورې کړې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۰۱ GMT+۱
هبت الله د ۴ لیلیو او یوې مدرسې د ودانیزو چارو لپاره ۹۰ میلیونه افغانۍ منظورې کړې
100%

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي چې د یادې ډلې مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په څلورو ولایتونو کې د نیمه کاره څلورو شپه غالو او یوې دیني مدرسې د پاتې ودانیزو چارو د بشپړېدو لپاره ۹۰ میلیونه افغانۍ منظورې کړې دي.

د طالبانو د لوړو زده وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي د یکشنبې په ورځ وویل، چې دغه پیسې پکتیا، ننګرهار او پکتیکا پوهنتونونو کې د څلور نیمه کاره شپږ پوړیزو لیلیو ودانیو او همدارنګه په کونړ کې د یوې دیني جامعې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړېدو لپاره منظورې شوې دي.

نوموړې ویلي چې د یادو پروژو مالي لګښت د یادې ډلې د لوړو زده کړو وزارت له بودجې ورکول کېږي او تمه ده چې د روان کال تر پایه به بشپړې شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ویلي، چې د لیلیو او مدرسې په جوړېدو سره به شاوخوا ۵ زره محصلانو او د مدرسې طالبانو ته د اوسېدو او زده کړو لپاره مناسب ځای برابر شي.

عراق نجف ته د افغان او پاکستاني وګړو پر سفر محدودیتونه ولګول

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱
عراق نجف ته د افغان او پاکستاني وګړو پر سفر محدودیتونه ولګول
100%

عراق نجف او بغداد ته د افغانستان او پاکستان پر وګړو د سفر نوي محدودیتونه لګولي دي. د دغې پرېکړې له مخې، له ایران نه دغو هوايي ډګرونو ته د افغان او پاکستاني مسافرینو لېږد تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د عراق د کورنیو چارو وزارت او د نجف په نړیوال هوايي ډګر کې مېشتې د کډوالۍ ادارې په هغو الوتنو کې چې له ایران نه د نجف او بغداد هوايي ډګرونو ته کېږي، د افغان او پاکستاني مسافرو د منلو لپاره نوي شرایط او محدودیتونه وضع کړي دي.

د خپرې شوې خبرتیا پر بنسټ، نجف او بغداد ته په تلونکو الوتنو کې د افغانستان او پاکستان د تابعیت لرونکو مسافرو منل تر بلې خبرتیا پورې ممنوع اعلان شوي دي.

په دغه اطلاعیه کې راغلي چې د دغو هېوادونو د مسافرو لېږد یوازې په هغه صورت کې شونی دی چې د هغوی د ویزې تصویر تر الوتنې وړاندې د مقصد هوايي ډګر (نجف یا بغداد) د کډوالۍ ادارې له خوا په رسمي توګه تایید شوی وي.

په ورته وخت کې په دې پرېکړه کې ځینې استثناوې هم په پام کې نیول شوې دي.

د دغو محدودیتونو له مخې، د کورنۍ غړي لکه مېرمنې او ماشومان، همدارنګه تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان او د ۵۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکي کسان له دغو نویو محدودیتونو څخه مستثنی دي.

خو د افغانستان او پاکستان هغه مجرد او ځوان نارینه مسافر چې په دغو استثنايي ډلو کې شامل نه وي، حتا د عراق د معتبرې ویزې په لرلو سره هم په الوتنو کې نه منل کېږي او سفر ته نه پرېښودل کېږي.

د ایران هما هوايي شرکت افغان او پاکستاني مسافرو ته سپارښتنه کړې ده چې د ټکټونو تر پېرلو او سفر تر پلانولو وړاندې دغه اعلان شوي شرایط او محدودیتونه په جدي توګه په پام کې ونیسي .

د عراق دغه اقدام ظاهرا د هغو ځوانانو مخنیوی ګڼل کیږي، چې له سفر وروسته په دغه هېواد کې پاتې کیږي، یا نورو هېوادونو ته د کار لپاره ځي.

په عراق کې بندي یو شمېر افغان کډوال په زندانونو کې د خپلو سختو شرایطو په اړه شکایت کوي او ددغه هېواد پر پولیسو تور لګوي، چې د پیسو په مقابل کې یې خوشې کوي.