• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي تېرو پنځو میاشتو کې څه باندې ۸۰۰ زره کډوال افغانستان ته جبري را ستانه شوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي، چې د روان کال په تېرو پنځو میاشتو کې ۸۰۲ زره او ۷۷۲ افغانان په خپله خوښه او یا هم په جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني، ویلي چې دغه کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه دغه هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړې چې وزارت د راستنېدونکو کډوالو لپاره د بېلابېلو مرستو زمینه برابره کړې ده. د نوموړي په وینا، د دغو کورنیو د ماشومانو د زده کړو په برخه کې هم د کډوالو وزارت د طالبانو د پوهنې وزارت سره په همغږۍ کار کوي.

بلخوا، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) مشر عرفات جمال ویلي، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو بودجه کمه شوې ده. د هغه په وینا، پخوا به هرې راستنېدونکې کورنۍ ته شاوخوا ۲ زره امریکايي ډالر نغدي مرسته ورکول کېده، خو اوس د بودجې د کمښت له امله دغه اندازه ۱۷۰ډالرو ته راټیټه شوې ده.

عرفات جمال وایي، دا اندازه مرسته ښايي یوازې د کډوالو د بېرته راستنېدو لګښتونه یا د لومړنیو خوراکي توکو د پېرلو اړتیاوې پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر ۶ میلیونو ډېر افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

اوچا د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل تازه راپور کې ویلي، چې ډېری راستنېدونکي هغو سیمو ته ستانه شوي چې له وړاندې د بېوزلۍ، د کاري فرصتونو د کمښت او لومړنیو خدماتو ته د محدود لاسرسي له ستونزو سره مخ وې.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د ډېرو کورنیو لپاره هېواد ته راستنېدل د ستونزو پای نه، بلکې د نویو ننګونو پیل دی.

ترویج لرونکی

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
۱

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۳

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۴

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

۵

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

•
•
•

نور کیسې

د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت په جرمني کې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ غونډه شوې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۳ GMT+۱
د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت په جرمني کې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ غونډه شوې
100%

د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د جرمني په توبینګن ښار کې د «افغانستان د ښځو پر وړاندې د جنسیتي اپارتاید پر ضد» تر سرلیک لاندې یوه روزنیزه او مدافعتي غونډه جوړه شوې، چې پکې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ او د جنسیتي تبعیض پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو بحث شوی.

دغه ورکشاپ د «نړیوالې عدالت‌غوښتونکو ښځو شبکې» له لوري د «موو ان» (Move On) سازمان د لسمې کلیزې په مناسبت جوړ شوې. د غونډې موخه په جرمني کې د مېشتو افغان کډوالوښځو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د شبکې جوړول او د ښځو د حقونو په برخه کې د تخصصي زده‌کړو او تجربو شریکول و.

ګډونوالو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت، د زده‌کړو او کار محدودیتونو او د جنسیتي اپارتاید پر ضد د نړیوالو هڅو پر اړتیا خبرې وکړې.

د غونډې په څنډه کې د افغان ښځو د ملاتړ او د هغوی د وضعیت د نړیوال انعکاس لپاره یو سمبولیک لاریون هم ترسره شو. ګډونوالو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

دا غونډه داسې مهال جوړه شوې چې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه او د ښځو د حقونو فعالان د طالبانو پر تګلارو نیوکه کوي او د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو دوام د جنسیتي اپارتاید یوه بېلګه بولي.

د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ د همکارۍ تفاهم‌لیکونه لاسلیک شوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ د همکارۍ تفاهم‌لیکونه لاسلیک شوي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه ۲۵ د همکارۍ تفاهم‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا تفاهم‌لیکونه د افغان ـ قزاق فورم، د دواړو هېوادونو د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون او د خصوصي سکټور د استازو ترمنځ د سوداګریزو غونډو په پایله کې لاسلیک شوي دي.

وزارت ویلي چې یاد تفاهم‌لیکونه د وارداتو او صادراتو په بېلابېلو برخو کې دي، چې درمل، تازه او وچه مېوه، سبزیجات، بانکي همکارۍ، اوړه، غنم، غوړي او کچالو پکې شامل دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دغه تفاهم‌لیکونه د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ لاسلیک شوي او موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراخول دي.

کاناډا کې افغان بنسټ: هرات کې د ښځو نیول او پر سوله‌ییزو لاریونوالو ډزې سیستماتیکه ځپنه ده

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۴۵ GMT+۱
کاناډا کې افغان بنسټ: هرات کې د ښځو نیول او پر سوله‌ییزو لاریونوالو ډزې سیستماتیکه ځپنه ده
100%

په کاناډا کې مېشتو یو شمېر افغانانو او د افغان پیوستون شبکې په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو وروستي نیول، ګواښل او د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی په کلکو ټکو غندلی دی. طالبانو دوه اونۍ مخکې د حجاب په پلمه په هرات کې د ښځو نیول پیل کړل او بیا یې په تړاو اعتراضونه هم وځپل.

دغې شبکې د کاناډا په کلګري ښار کې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې په هرات کې د طالبانو له‌خوا پر سوله‌ییزو لاریونوالو مستقیمې ډزې شوي، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغې شبکې په همدې تړاو په یوې اعلامیې کې زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو او نړیوالو رسنیو د تایید شویو راپورونو له‌مخې، طالبانو په هرات کې تر ۳۰ ډېرې ښځې او نجونې په خپل سر او د جامو اغوستلو د څرنګوالي په پلمه نیولې دي. د افغان پیوستون شبکې زیاته کړې، کله چې خلکو د عدالت، زده‌کړو او ازادۍ په غوښتنه سوله‌ییز لاریونونه پیل کړل، نو د طالبانو ځواکونو پرې برید وکړ، ګڼ کسان یې ونیول او تر سخت فشار لاندې یې راوستل.

د کاناډا مېشتو افغانانو په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی، چې په هرات کې د ښځو نیول او پر سوله‌ییزو لاریونوالو د مرګوني ځواک کارول جلا پېښې نه‌دي، بلکې دا د ټولنې له ټولو برخو څخه د ښځو او نجونو د بشپړ حذفولو لپاره د یوې سیستماتیکې او سازمان شوې تګلارې برخه ده.

دوی د طالبانو دا کړنې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو د تر ټولو بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه بللې او له افغان ښځو سره یې خپل پیوستون اعلان کړی دی.

دې شبکې د کاناډا، استرالیا، جرمني او هالند د هغو هڅو هرکلی کړی چې غواړي د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون له مخې طالبان ځواب ویلو ته اړ کړي. دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني، سمدستي د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړي او د هغو کسانو پر وړاندې قانوني ګامونه پورته کړي، چې پر لاریونوالو یې د برید امر کړی دی.
طالبانو د غبرګولي په ۱۶مه د حجاب په پلمه په هرات کې د ښځو نیول پیل کړل، چې وروسته د هرات یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د یادو اقداماتو په غبرګون کې لاریون وکړ، خو طالبانو د لاریون د مخنیوي لپاره پر لاریون کوونکو مخامخ ډزې وکړې او له امله یې لږ تر لږه د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

یوسف وفا: ټول مسوولین باید د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي او د هرې غونډې اجنډا باید تاییدي ولري

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۱
یوسف وفا: ټول مسوولین باید د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي او د هرې غونډې اجنډا باید تاییدي ولري
100%

د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد يوسف وفا په اداري نوبتي غونډه کې ویلي، چې ټول طالب مسوولین باید له «منفي تبلیغاتو» مخنیوی وکړي او د هرې غونډې اجنډا باید له اړوندې ادارې تاییدي ولري.

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د رسنيو دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې غونډه کې چې د محمد یوسف وفا په مشرۍ جوړه شوې وه، ویل شوي، چې په مدرسو او نورو جلساتو کې چې کومې ویناوې کېږي د هغو اجنډاوې دې باید د پوهنې ریاست له لوري وکتل شي.

یوسف وفا همداراز سپارښتنه وکړه، هغه کسان چې پر «منفي تبلیغاتو او منفي خبرو» شهرت لري، باید په جلسو کې د خبرو وخت ورنه‌کړل شي او په ولسوالیو کې ولسوالان مکلف دي، چي پر دې برخې جدي څار ولري.

خو دا چې له «منفي تبليغاتو» منظور کومې څرګندونې دي، په خبرپاڼه کې یې په اړه جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې پر طالبانو د ځيرک موبایلونو پر کارونې د بندیز په تړاو د طالبانو د سترې محکمې د نظامي معاونیت د مکتوب یادونه وشوه او همداراز وویل شول، چې له لوړ رتبه مسوولینو نیولې بیا تر ټیټ رتبه مسوولینو، مجاهدینو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو پورې هېڅوک د ځيرک موبایلونو د کارونې حق نه‌لري.

د خبرپاڼې له‌مخې، په یاده غونډه کې د مالدارۍ د ودې او د غوښو د صادراتو د زیاتوالي، د سوداګریزو توکو د انحصار د مخنیوي او همدارنګه د موسساتو د کنټرول او ښه شفافیت پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

نور رحمان اخلاقي: افغانستان د خلکو د رایو پر بنسټ نظام ته اړتیا لري

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۱ GMT+۱
نور رحمان اخلاقي: افغانستان د خلکو د رایو پر بنسټ نظام ته اړتیا لري
100%

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي ویلي، چې هېواد د خلکو د رایو پر بنسټ جوړ شوي نظام ته اړتیا لري. هغه زیاته کړې، چې یوازې په یوه ولسواک نظام کې ټول وګړي له برابرو حقونو برخمن کېدای شي.

نور رحمان اخلاقي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په دغه ډول نظام کې به د بادار او خدمتګار اړیکه نوره د واکمنۍ اساس نه‌وي. هغه ټینګار کړی، چې د خلکو پر رایو ولاړ نظام کولای شي په هېواد کې د ټولو وګړو لپاره برابر حقوق تامین کړي.

دغه پخواني افغان چارواکي په داسې حال کې د ولسواک نظام غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوسنی حکومت د خلکو له ټاکنو او رایو پرته رامنځته شوی دی. د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان پر دې باور دي، چې په هېواد کې د ټولشموله او د خلکو په رایو د جوړ شوي نظام نشتوالی د کورنیو او نړیوالو نیوکو لامل شوی دی.

طالبانو په خپلو سختدریځو تګلارو سره افغانستان په نړیواله کچه له انزوا سره مخ کړی او د دغې ډلې حکومت تر اوسه په ټوله نړۍ کې یوازې د روسیې له لوري په رسمیت پېژندل شوی او هغه هېواد هم له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو له امله په وار وار اندېښنه څرګنده کړې ده.