• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا مرستیال ولسمشر: خپله هندۍ مېرمن او پاکستانی عاصم منیر ډېر راته مهم دي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۱ GMT+۱

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌‌ډي وېنس په سویس کې د څلور اړخیزو خبرو اترو پرمهال خبریالانو ته وویل، «زما په ژوند کې دوه کسان ډېر مهم دي ؛ یو هندی او یو پاکستانی دی. هندۍ مې مېرمن ده او پاکستانی فیلډ مارشال عاصم منیر دی».

جي‌ډي وېنس د یکشنبې په ورځ په سویس کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل، چې په تېرو دریو میاشتو کې له منیر سره تر بل هر چا ډېر غږیدلی دی.

نوموړي د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر په اړه دغه څرګندونې د ټوکې په ډول وکړې، خو وېنس زیاته کړه:«که د هغه سیاسي تدبیر او رهبري نه وای، موږ به نن دغه ځای ته نه وو رسېدلي. هغه که څه هم یو پوځي مشر دی، خو زما په اند ځان یې یو لوی ډیپلوماټ ثابت کړ».

وېنس زیاته کړه، « هغه په همغه اندازه چې د امریکا یو حیرانوونکی ملګری دی، دغه پړاو ته زموږ په رسولو کې یې هم یو مهم رول لوبولی دی.»

جي‌ډي وېنس د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د رول ستاینه هم وکړه او هغه یې د ټرمپ نږدې ملګری وباله.

د وینس له څرګندونو وړاندې شهبازشریف په خپلو خبرو کې د نوموړي او د امریکا د ولسمشر ستاینه وکړه او وروسته یې په خپلو خبرو کې د جنرال عاصم منیر رول هم وستایه.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۳

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۴

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۵

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: د برېتانیا لومړی وزیر به استعفا وکړي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۱
ټرمپ: د برېتانیا لومړی وزیر به استعفا وکړي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د برېتانیا لومړی وزیر کې‌یر سټامر په دوو خورا مهمو موضوعاتو کې پاتې راغلی او استعفا به وکړي. ټرمپ ویلي، چې « هغه په دوو خورا مهمو برخو ؛ کډوالي او انرژۍ کې پاتې راغلی».

ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه پاڼه (ټروت سوشل) لیکلي:«کې‌یر سټارمر به د برېتانیا د لومړي وزیر له دندې استعفا وکړي.

ټرمپ دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د برېتانیا د لومړي وزیر کې‌یر سټارمر د سیاسي راتلونکي په اړه کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې د کارګر ګوند دننه د هغه اصلي سیال او د مانچسټر پخواني ښاروال انډي برنهم په پارلماني ټاکنو کې پرېکنده بریا خپله کړه او پر سټارمر یې د استعفا فشارونه بې‌ساري کړل.

باوري سرچینو رویټرز ته تایید کړې ده چې سټارمر د اونۍ پای د خپل سیاسي برخلیک پر ارزولو تېر کړی او ښايي د دوشنبې په ورځ پرېکړه وکړي، چې له خپلې دندې په شاتګ کوي او که د ګوند دننه د مشرتابه لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۴ GMT+۱
په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی
100%

دایران فارس خبري اژانس د ایراني استازو د یوې باخبره سرچینې له قوله خبر ورکړی، چې په سویس کې د څلور اړخیزو خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی دی. په راپور کې ویل شوي چې دا څلور اړخیزه غونډه د امریکا، ایران، قطر او پاکستان د استازو ترمنځ د یکشنبې په مازیګر په سویس کې پیل شوې وه.

د غونډې لومړنی خپور شوی انځور د خبرو له پیل مخکې د ګډونوالو لوړپوړي چارواکي ښيي.

په انځور کې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس د ډونالډ ټرمپ له زوم جرډ کوشنر سره ولاړ ښکاري.

همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د غونډې له پیل مخکې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره روغبړ کړي.

زیلنسکي: اوکرایني ځواکونو د روسیې د تېلو او هوايي دفاع مهم هدفونه په نښه کړي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۱ GMT+۱
زیلنسکي: اوکرایني ځواکونو د روسیې د تېلو او هوايي دفاع مهم هدفونه په نښه کړي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، اوکرایني ځواکونو تېره شپه د روسیې د پوځي لوژستیک، د تېلو صنعت او هوايي دفاع پر مهمو تاسیساتو لرې واټن بریدونه کړي، چې د هغه په وینا د اوکرایني وګړو پر وړاندې د روسیې د بریدونو «عادلانه ځواب» دی.

زیلنسکي په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د اوکراین د امنیتي خدمت، د بې‌پیلوټه سیسټمونو ځواکونو، پوځي استخباراتو او ځانګړو عملیاتو ځواکونو د جګړې له لومړۍ کرښې شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره لرې عملیات ترسره کړي دي.

هغه ویلي چې د کریمیا د پل دواړو غاړو ته موقعیت لرونکي تاسیسات په نښه شوي، چې پکې د روسیې د کراسنودار سیمې د تېلو د لېږد سمندري لوژستیک او د کرچ په اشغال شوې سیمه کې د تېلو یوه زېرمه شامله ده.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې چې د روسیې ځینې پوځي لوژستیکي مرکزونه هم په بریالیتوب سره په نښه شوي او د «اېس-۴۰۰» هوايي دفاعي سیسټمونو اړوند څلور رادارونه او د «پانتسیر» دوه دفاعي سیسټمونه هم زیانمن شوي دي.

زیلنسکي د دغو عملیاتو د ترسره کوونکو ځواکونو ستاینه کړې او ویلي یې دي: «روسیه یوازې د ځواک په ژبه پوهېږي، او زموږ د لرې واټن ځواک د سولې لپاره کار کوي.»

اسراییل لبنان کې د حزب الله یو مرکز نیولی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۱۸ GMT+۱
اسراییل لبنان کې د حزب الله یو مرکز نیولی
100%

د اسراییل ۱۴ چینل راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو د جنوبي لبنان د علي طاهر په لوړو سیمو کې ایران جوړ د حزب الله د ځمکې لاندې د قوماندې مرکز نیولی دی. د راپور له مخې، ګومان کېږي چې د حزب الله سلګونه غړي د دغه مرکز دننه بند پاتې شوي وي.

دغه مرکز په جنوبي لبنان کې د تونلونو او ځمکنیو تاسیساتو د یوې پراخې شبکې برخه وه، چې د ایران په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړه شوې وه.

د علي طاهر لوړې سیمې د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله، چې د النبطیه ښار او شاوخوا سړکونو ته برلاسی لید لري، ډېر پوځي اهمیت لري. د دې سیمې کنټرول کولای شي د سرحدي سیمې د ځواک په توازن کې مهم اغېز ولري.

دا پېښه یوازې څو ورځې وروسته له هغې رامنځته شوې چې د امریکا په منځګړیتوب لنډمهالی اوربند ټینګ شوی و او دا ښيي چې وروستۍ هوکړه لا هم نازک حالت کې ده. لبناني سرچینو راپور ورکړی چې د لبنان پوځ هم د ځینو نږدې اډو څخه شاتګ کړی ترڅو له مستقیمې جګړې ډډه وکړي. ورته مهال، ایران دا اقدام غندلی او هغه یې د لبنان د ملي حاکمیت نقض بللی دی.

شنونکي باور لري چې د دې مرکز نیول کېدای شي د اسراییلو د هغو هڅو یوه برخه وي چې غواړي په جنوبي لبنان کې د حزب الله د قوماندې او کنټرول وړتیاوې کمزورې کړي.

همدارنګه، دا کار ښايي په راتلونکو ورځو کې تاوتریخوالی لا زیات کړي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې دواړه لوري یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي.

شهباز شريف د امریکا او ایران د خبرو په دوام سره سويس ته روان شو

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱
شهباز شريف د امریکا او ایران د خبرو په دوام سره سويس ته روان شو
100%

د پاکستان د لومړي وزير دفتر ويلي، د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک د لاسلیکولو په دوام به سبا (یکشنبه) د سویس په بورګنسټاک کې د امریکا او ایران تر منځ په تخنیکي کچه خبرې وشي. په دغو خبرو کې د ګډون په موخه شهباز شریف هم نن ماخوستن (شنبه د غبرګولي ۳۰مه) د سویس پر لوري روان شوی دی.

د شهباز شريف دفتر د شنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۳۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دې سفر کې له شهباز شریف سره د دغه هېواد د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو قومندان عاصم منیر هم مل دی.

له دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په مشرۍ او د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي په ګډون د ايران مذاکراتي پلاوی سویس ته روان شوی دی.

تر دې وړاندې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی وو، چې د ايران او امریکا ترمنځ تخنیکي مذاکرات به د یکشنبې په ورځ په سویس کې پیل شي.

د اسراییل چېنل ۱۲ د راپور له مخې، په سویس کې د یکشنبې په ورځ له ايران سره په پیلېدونکو مذاکراتو کې د امریکا لومړنۍ موخه د داسې یوې هوکړې ترلاسه کول دي، چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس مفتشینو ته د ایران د اټومي سایټونو د پلټنې اجازه ورکړي. که تهران موافقه وکړي، نو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته به دا لومړی ځل وي چې د ایران د اټومي تاسیساتو پلټنې ترسره کېږي.

د امریکا د سي‌بي‌اېس شبکې د راپور له مخې، د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس عمومي رییس رافایل ګروسي به هم په سویس کې د ايران او امريکا ترمنځ خبرو اترو کې ګډون وکړي.