د راپور له مخې، دغه سرچینې ویلي چې د ایران او امریکا څلور اړخیزې خبرې د یکشنبې په ورځ شاوخوا د ماسپښین په درېیو بجو پیل شوې او تر نږدې یو نیم ساعت وروسته د پلاوو ترمنځ د سلا مشورو لپاره د نیم ساعت وقفې په موخه وځنډول شوې.
سرچینې ادعا کړې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «ګواښوونکو او سپکاوي ډکو څرګندونو» له امله ایراني پلاوي په څلور اړخیز چوکاټ کې خبرو ته د بېرته ستنېدو له پرېکړې ډډه وکړه.
د تسنیم د راپور له مخې، له دې سره سره د قطر او پاکستان د منځګړیتوب هڅې روانې پاتې شوې او د دواړو خواوو ترمنځ د پیغامونو تبادله د منځګړو له لارې ترسره شوه.
یادې سرچینې ویلي چې د منځګړو هڅې لا هم دوام لري، خو تر اوسه وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي.
د راپور له مخې، ایراني پلاوي په څلور اړخیزه غونډه کې د تفاهملیک د لومړۍ مادې په ګډون د ځینو ژمنو د نه عملي کېدو په اړه اعتراض کړی او د هغو د رعایت غوښتنه یې کړې ده.
تسنیم زیاته کړې چې ایراني پلاوي له امریکا غوښتي څو د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو او د ایران د نفتو د صادراتو اړوند ژمنو په عملي کولو کې چټکتیا رامنځته کړي.
د راپور له مخې، د اټومي پروګرام په اړه ایراني لوري ټینګار کړی چې د اټومي مذاکراتو پیل به یوازې هغه مهال ممکن وي چې امریکا د تفاهملیک د لومړۍ، څلورمې، لسمې او یوولسمې مادو اړوند خپلې ژمنې عملي کړي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د وروستي تفاهملیک د عملي کېدو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د راتلونکي په اړه لا هم بېلابېلې پوښتنې او اټکلونه مطرح دي.