د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ د همکارۍ تفاهملیکونه لاسلیک شوي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه ۲۵ د همکارۍ تفاهملیکونه لاسلیک شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه ۲۵ د همکارۍ تفاهملیکونه لاسلیک شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا تفاهملیکونه د افغان ـ قزاق فورم، د دواړو هېوادونو د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون او د خصوصي سکټور د استازو ترمنځ د سوداګریزو غونډو په پایله کې لاسلیک شوي دي.
وزارت ویلي چې یاد تفاهملیکونه د وارداتو او صادراتو په بېلابېلو برخو کې دي، چې درمل، تازه او وچه مېوه، سبزیجات، بانکي همکارۍ، اوړه، غنم، غوړي او کچالو پکې شامل دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دغه تفاهملیکونه د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ لاسلیک شوي او موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراخول دي.

په کاناډا کې مېشتو یو شمېر افغانانو او د افغان پیوستون شبکې په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو وروستي نیول، ګواښل او د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی په کلکو ټکو غندلی دی. طالبانو دوه اونۍ مخکې د حجاب په پلمه په هرات کې د ښځو نیول پیل کړل او بیا یې په تړاو اعتراضونه هم وځپل.
دغې شبکې د کاناډا په کلګري ښار کې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې په هرات کې د طالبانو لهخوا پر سولهییزو لاریونوالو مستقیمې ډزې شوي، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دغې شبکې په همدې تړاو په یوې اعلامیې کې زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو او نړیوالو رسنیو د تایید شویو راپورونو لهمخې، طالبانو په هرات کې تر ۳۰ ډېرې ښځې او نجونې په خپل سر او د جامو اغوستلو د څرنګوالي په پلمه نیولې دي. د افغان پیوستون شبکې زیاته کړې، کله چې خلکو د عدالت، زدهکړو او ازادۍ په غوښتنه سولهییز لاریونونه پیل کړل، نو د طالبانو ځواکونو پرې برید وکړ، ګڼ کسان یې ونیول او تر سخت فشار لاندې یې راوستل.
د کاناډا مېشتو افغانانو په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی، چې په هرات کې د ښځو نیول او پر سولهییزو لاریونوالو د مرګوني ځواک کارول جلا پېښې نهدي، بلکې دا د ټولنې له ټولو برخو څخه د ښځو او نجونو د بشپړ حذفولو لپاره د یوې سیستماتیکې او سازمان شوې تګلارې برخه ده.
دوی د طالبانو دا کړنې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو د تر ټولو بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه بللې او له افغان ښځو سره یې خپل پیوستون اعلان کړی دی.
دې شبکې د کاناډا، استرالیا، جرمني او هالند د هغو هڅو هرکلی کړی چې غواړي د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون له مخې طالبان ځواب ویلو ته اړ کړي. دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني، سمدستي د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړي او د هغو کسانو پر وړاندې قانوني ګامونه پورته کړي، چې پر لاریونوالو یې د برید امر کړی دی.
طالبانو د غبرګولي په ۱۶مه د حجاب په پلمه په هرات کې د ښځو نیول پیل کړل، چې وروسته د هرات یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د یادو اقداماتو په غبرګون کې لاریون وکړ، خو طالبانو د لاریون د مخنیوي لپاره پر لاریون کوونکو مخامخ ډزې وکړې او له امله یې لږ تر لږه د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان شوي دي.
د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد يوسف وفا په اداري نوبتي غونډه کې ویلي، چې ټول طالب مسوولین باید له «منفي تبلیغاتو» مخنیوی وکړي او د هرې غونډې اجنډا باید له اړوندې ادارې تاییدي ولري.
د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د رسنيو دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې غونډه کې چې د محمد یوسف وفا په مشرۍ جوړه شوې وه، ویل شوي، چې په مدرسو او نورو جلساتو کې چې کومې ویناوې کېږي د هغو اجنډاوې دې باید د پوهنې ریاست له لوري وکتل شي.
یوسف وفا همداراز سپارښتنه وکړه، هغه کسان چې پر «منفي تبلیغاتو او منفي خبرو» شهرت لري، باید په جلسو کې د خبرو وخت ورنهکړل شي او په ولسوالیو کې ولسوالان مکلف دي، چي پر دې برخې جدي څار ولري.
خو دا چې له «منفي تبليغاتو» منظور کومې څرګندونې دي، په خبرپاڼه کې یې په اړه جزییات نهدي ورکړل شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې پر طالبانو د ځيرک موبایلونو پر کارونې د بندیز په تړاو د طالبانو د سترې محکمې د نظامي معاونیت د مکتوب یادونه وشوه او همداراز وویل شول، چې له لوړ رتبه مسوولینو نیولې بیا تر ټیټ رتبه مسوولینو، مجاهدینو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو پورې هېڅوک د ځيرک موبایلونو د کارونې حق نهلري.
د خبرپاڼې لهمخې، په یاده غونډه کې د مالدارۍ د ودې او د غوښو د صادراتو د زیاتوالي، د سوداګریزو توکو د انحصار د مخنیوي او همدارنګه د موسساتو د کنټرول او ښه شفافیت پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي ویلي، چې هېواد د خلکو د رایو پر بنسټ جوړ شوي نظام ته اړتیا لري. هغه زیاته کړې، چې یوازې په یوه ولسواک نظام کې ټول وګړي له برابرو حقونو برخمن کېدای شي.
نور رحمان اخلاقي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په دغه ډول نظام کې به د بادار او خدمتګار اړیکه نوره د واکمنۍ اساس نهوي. هغه ټینګار کړی، چې د خلکو پر رایو ولاړ نظام کولای شي په هېواد کې د ټولو وګړو لپاره برابر حقوق تامین کړي.
دغه پخواني افغان چارواکي په داسې حال کې د ولسواک نظام غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوسنی حکومت د خلکو له ټاکنو او رایو پرته رامنځته شوی دی. د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان پر دې باور دي، چې په هېواد کې د ټولشموله او د خلکو په رایو د جوړ شوي نظام نشتوالی د کورنیو او نړیوالو نیوکو لامل شوی دی.
طالبانو په خپلو سختدریځو تګلارو سره افغانستان په نړیواله کچه له انزوا سره مخ کړی او د دغې ډلې حکومت تر اوسه په ټوله نړۍ کې یوازې د روسیې له لوري په رسمیت پېژندل شوی او هغه هېواد هم له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو له امله په وار وار اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ښځو د ازادۍ شبکې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند د لګول شویو سختو محدودیتونو له امله اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دوی د حقونو په ملاتړ کې عملي ګامونه پورته کړي.
د ښځو د ازادۍ شبکې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) له کابله په یوې اعلامیه کې ویلي، چې په هرات کې د ښځو له وروستیو سولهییزو اعتراضونو وروسته د بشري حقونو او د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې لا زیاتې شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې میلیونونه افغان ښځې او نجونې د تاریخ له تر ټولو سخت پړاو څخه تېرېږي او له زدهکړو، کار او روغتیايي خدمتونو بېبرخې شوې دي. دغې شبکې خبرداری ورکړی، چې دا وضعیت د ښځو پر رواني روغتیا، د فقر پر زیاتوالي او اقتصادي وضعیت منفي اغېز کوي او د ټولنې راتلونکې ګواښي.
د ښځو د ازادۍ شبکې خپل اصلي اهداف د نجونو لپاره د انلاین او حضوري زدهکړو برابرول، د خیاطۍ په څېر د حرفوي زدهکړو له لارې د ښځو ځواکمنول او د روغتیايي پوهاوي زیاتول اعلان کړي دي. دغه بنسټ همدارنګه ویلي، چې د ښځو د ستونزو مستند کول او د هغوی د انساني کرامت دفاع به د دوی د فعالیتونو په لومړیتوبونو کې وي.
دغې شبکې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له سازمانونو او رسنیو غوښتي، چې د افغان ښځو د وضعیت پر وړاندې چوپه خوله پاتې نهشي.
په اعلامیه کې پر نړیواله ټولنه غږ شوی، چې د افغان نجونو او ښځو د اساسي حقونو او ازادیو د خوندیتوب لپاره له اغېزناکو او عملي لارو چارو کار واخلي.
د ښځو د حقونو د خوندینې په تړاو دغو غوښتنو وروسته له هغې زور واخیست چې طالبانو په هرات کې یو شمېر ښځې د حجاب د څرنګوالي په پلمه ونیولې.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د خيبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې له پرله پسې دوو چاودنو له رامنځته کېدو وروسته ويلي، اوس باید په یووالي سره د ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده مبارزه وشي او ترهګرو ته ماتې ورکړل شي.
د پاکستاني رسنیو د راپور لهمخې، د دغه هېواد دفاع وزير خواجه اصف په يوه بیان کې ویلي، چې د تېر کال له ماتې وروسته، افغانستان هم له هند سره یو ځای د پاکستان په خاوره کې په ترهګریز پېښو کې ښکېل دی او همداراز یې ادعا کړې، چې دغه دوه هېوادونه په پاکستان کې له وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي.
د شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا له بنو ښار څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره لرې د برغنتو اړوند د احمدزي پولیس حوزې په سیمه کې په دوو پرلپسې چاودنو کې ۷ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
پاکستان له اوږدې مودې راهيسې ادعا کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په پاکستان کې د نا امنیو او ترهګریزو پېښو ګراف لوړ شوی او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاريږي.
خو طالبانو تل د پاکستان دغه ډول تورونه او ادعاوې په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې نا امني د دغه هېواد کورنۍ مساله ده او په وار وار یې ډاډ ورکړی، هېچاته اجازه نهورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.