• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني دفاع وزیر: ټرمپ د هُرمز تنګي د تړل کېدو مسوول دی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۱

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هُرمز تنګي د تړل کېدو مسوول بللی او د دې مهمې سمندري لارې د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه یې کړې ده.

پیستوریوس له «ای.ار.ډي» ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي: «په پای کې دا ډونالډ ټرمپ و چې د هُرمز تنګي په دې تنګه لار کې یې خنډ رامنځته کړ، نه موږ. خو اوس موږ لېواله یو چې دغه خنډ بېرته لرې شي.»

هغه زیاته کړه چې د هُرمز تنګي پرانیستل، یا په بله وینا د دې لارې د خوندي تګ راتګ تأمینول، د اروپا، د انرژۍ د تأمین او د اقتصادي ودې د بیا پیاوړتیا لپاره مهم ارزښت لري.

د جرمني دفاع وزیر همداراز ټینګار وکړ چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره هر ډول هوکړه به د ایران او عمان ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا ولري.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د هرمز تنګي وضعیت د نړیوالو انرژۍ بازارونو او سیمه‌ییز امنیت له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي او د دې لارې هر ډول محدودیت د نفتو او سوداګریزو لېږدونو پر بهیر مستقیم اغېز لرلای شي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۳

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۴

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۵

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

•
•
•

نور کیسې

په اروپا کې د تودوخې درجه نږدې ۴۰ سانتي ګراد ته رسېدلې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۱
په اروپا کې د تودوخې درجه نږدې ۴۰ سانتي ګراد ته رسېدلې
100%

اروپا د سختې او اوږدې ګرمۍ څپو لپاره چمتووالی نیسي، ځکه تودوخه نږدې ۴۰سانتي ګراد (۱۰۴ فارنهایت) درجو ته رسېدلې. دا توده هوا د شمالي افریقا له صحرا څخه د ګرمو بادونو د حرکت له امله ده، چې د هوا پوهانو په وینا، د «افریقایي انټي‌سایکلون» په نوم حرارتي ګنبزې سیسټم یې رامنځته کړی.

د رویټرز د راپور له مخې، د اروپا په ډېرو برخو کې د یکشنبې په ورځ شدیده ګرمي خپره شوې، چې له امله یې د هوايي خطرونو خبرداري ورکړل شوي، د ترانسپورت سیستمونه ګډوډ شوي او حتا د وحشي ژویو او سیاحتي سیمو چاپېریال اغیزمن شوی.

د جون ۲۱مه، چې د شمالي نیم‌کرې د اوړي اوږده ورځ ده او ډېری د کال تر ټولو ګرمو میاشتو پیل ګڼل کېږي، سږ کال د تودوخې د ژر او شدید پیل په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

په ایټالیا کې، له څو ورځو له ۳۵ درجې لوړې تودوخې وروسته، چارواکو په اتو ښارونو کې د لوړ خطرخبرداری ورکړی، چې بولوونیا، فلورانس، میلان او تورین پکې شامل دي.

په روم کې زیارت کوونکي د پاپ د دعا پر مهال په سینټ پیټرز میدان کې له لمر څخه د ځان ساتلو لپاره چترۍ او سیوري کاروي.

دا توده هوا د شمالي افریقا له صحرا څخه د ګرمو بادونو د حرکت له امله ده، چې د «افریقایي انټي‌سایکلون» په نوم قوي فشار سیستم یې تقویه کړی دی.

هواپوهان وایي چې دا سیستم د حرارتي ګنبزې په بڼه کار کوي، یانې ګرمه هوا په لویدیزه او مرکزي اروپا کې بندوي او ورځ تر بلې یې تودوخه زیاتوي.

په هسپانیا کې خلک د مادرید په مشهور ای راسټرو بازار کې د لاسي پکو په کارولو او یخو څښاکونو ځانونه ساتي.

هوايي ادارې په څو سیمو کې د ۳۹ تر ۴۰ درجې پورې د تودوخې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا څپه به لږ تر لږه څه وخت نور هم دوام وکړي.

په فرانسه کې د سختې ګرمۍ له امله د ریل پټلۍ سیستم سخت اغېزمن شوی، ځکه تودوخه کولی شي د پټلۍ فلزات وغځوي او د برېښنا لینونه زیانمن کړي. له همدې امله لسګونه ریل ګاډي لغوه شوي او زرګونه کارکوونکي د بیړني ترمیم لپاره ګومارل شوي دي.

په جرمني کې هم د ۳۸ درجې تودوخې راپور ورکړل شوی او د سختو تندرونو او بارانونو خبرداری ورکړل شوی چې د برلین ځینې سیمې یې اغېزمنې کړې دي. تېرې دوه ورځې په جرمني کې ورښتونه هم شوي، خو د ګرمۍ شدت نه دی کم شوی.

همدارنګه د بلجیم په ځینو سیمو کې د ځنګلي ژویو د ژغورنې مرکزونه وایي چې لسګونه مرغان او نور حیوانات د ګرمۍ له امله زیانمن شوي او حتا له ځالې غورځېدلي دي.

کارپوهان وایي چې په اروپا کې دا ډول شدیدې ګرمۍ د اقلیمي بدلون له امله ورو ورو زیاتېږي او لا هم د قوي او پرله‌پسې تودوخې څپو احتمال لوړ دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر: خپله هندۍ مېرمن او پاکستانی عاصم منیر ډېر راته مهم دي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۱ GMT+۱
د امریکا مرستیال ولسمشر: خپله هندۍ مېرمن او پاکستانی عاصم منیر ډېر راته مهم دي
100%

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌‌ډي وېنس په سویس کې د څلور اړخیزو خبرو اترو پرمهال خبریالانو ته وویل، «زما په ژوند کې دوه کسان ډېر مهم دي ؛ یو هندی او یو پاکستانی دی. هندۍ مې مېرمن ده او پاکستانی فیلډ مارشال عاصم منیر دی».

جي‌ډي وېنس د یکشنبې په ورځ په سویس کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل، چې په تېرو دریو میاشتو کې له منیر سره تر بل هر چا ډېر غږیدلی دی.

نوموړي د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر په اړه دغه څرګندونې د ټوکې په ډول وکړې، خو وېنس زیاته کړه:«که د هغه سیاسي تدبیر او رهبري نه وای، موږ به نن دغه ځای ته نه وو رسېدلي. هغه که څه هم یو پوځي مشر دی، خو زما په اند ځان یې یو لوی ډیپلوماټ ثابت کړ».

وېنس زیاته کړه، « هغه په همغه اندازه چې د امریکا یو حیرانوونکی ملګری دی، دغه پړاو ته زموږ په رسولو کې یې هم یو مهم رول لوبولی دی.»

جي‌ډي وېنس د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د رول ستاینه هم وکړه او هغه یې د ټرمپ نږدې ملګری وباله.

د وینس له څرګندونو وړاندې شهبازشریف په خپلو خبرو کې د نوموړي او د امریکا د ولسمشر ستاینه وکړه او وروسته یې په خپلو خبرو کې د جنرال عاصم منیر رول هم وستایه.

ټرمپ: د برېتانیا لومړی وزیر به استعفا وکړي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۱
ټرمپ: د برېتانیا لومړی وزیر به استعفا وکړي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د برېتانیا لومړی وزیر کې‌یر سټامر په دوو خورا مهمو موضوعاتو کې پاتې راغلی او استعفا به وکړي. ټرمپ ویلي، چې « هغه په دوو خورا مهمو برخو ؛ کډوالي او انرژۍ کې پاتې راغلی».

ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه پاڼه (ټروت سوشل) لیکلي:«کې‌یر سټارمر به د برېتانیا د لومړي وزیر له دندې استعفا وکړي.

ټرمپ دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د برېتانیا د لومړي وزیر کې‌یر سټارمر د سیاسي راتلونکي په اړه کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې د کارګر ګوند دننه د هغه اصلي سیال او د مانچسټر پخواني ښاروال انډي برنهم په پارلماني ټاکنو کې پرېکنده بریا خپله کړه او پر سټارمر یې د استعفا فشارونه بې‌ساري کړل.

باوري سرچینو رویټرز ته تایید کړې ده چې سټارمر د اونۍ پای د خپل سیاسي برخلیک پر ارزولو تېر کړی او ښايي د دوشنبې په ورځ پرېکړه وکړي، چې له خپلې دندې په شاتګ کوي او که د ګوند دننه د مشرتابه لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۴ GMT+۱
په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی
100%

دایران فارس خبري اژانس د ایراني استازو د یوې باخبره سرچینې له قوله خبر ورکړی، چې په سویس کې د څلور اړخیزو خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی دی. په راپور کې ویل شوي چې دا څلور اړخیزه غونډه د امریکا، ایران، قطر او پاکستان د استازو ترمنځ د یکشنبې په مازیګر په سویس کې پیل شوې وه.

د غونډې لومړنی خپور شوی انځور د خبرو له پیل مخکې د ګډونوالو لوړپوړي چارواکي ښيي.

په انځور کې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس د ډونالډ ټرمپ له زوم جرډ کوشنر سره ولاړ ښکاري.

همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د غونډې له پیل مخکې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره روغبړ کړي.

زیلنسکي: اوکرایني ځواکونو د روسیې د تېلو او هوايي دفاع مهم هدفونه په نښه کړي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۱ GMT+۱
زیلنسکي: اوکرایني ځواکونو د روسیې د تېلو او هوايي دفاع مهم هدفونه په نښه کړي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، اوکرایني ځواکونو تېره شپه د روسیې د پوځي لوژستیک، د تېلو صنعت او هوايي دفاع پر مهمو تاسیساتو لرې واټن بریدونه کړي، چې د هغه په وینا د اوکرایني وګړو پر وړاندې د روسیې د بریدونو «عادلانه ځواب» دی.

زیلنسکي په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د اوکراین د امنیتي خدمت، د بې‌پیلوټه سیسټمونو ځواکونو، پوځي استخباراتو او ځانګړو عملیاتو ځواکونو د جګړې له لومړۍ کرښې شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره لرې عملیات ترسره کړي دي.

هغه ویلي چې د کریمیا د پل دواړو غاړو ته موقعیت لرونکي تاسیسات په نښه شوي، چې پکې د روسیې د کراسنودار سیمې د تېلو د لېږد سمندري لوژستیک او د کرچ په اشغال شوې سیمه کې د تېلو یوه زېرمه شامله ده.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې چې د روسیې ځینې پوځي لوژستیکي مرکزونه هم په بریالیتوب سره په نښه شوي او د «اېس-۴۰۰» هوايي دفاعي سیسټمونو اړوند څلور رادارونه او د «پانتسیر» دوه دفاعي سیسټمونه هم زیانمن شوي دي.

زیلنسکي د دغو عملیاتو د ترسره کوونکو ځواکونو ستاینه کړې او ویلي یې دي: «روسیه یوازې د ځواک په ژبه پوهېږي، او زموږ د لرې واټن ځواک د سولې لپاره کار کوي.»