طالبانو په هرات کې د نړیوالو بنسټونو ۲۰ نیولي کارکوونکي بېرته خوشې کړي دي

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د هرات په اسلامکلا کې د شپږو نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د یوه همکار سازمان ۲۰ نیول شوي کارکوونکي خوشې کړي. د سرچینو په وینا، دغه کسان تېره ورځ سهار د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو له خوا د «لنډې ږیرې» په تور نیول شوي وو.
