• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له سپوږمۍ تر فوټبال میدان پورې؛ د ناسا حیرانوونکې څېړنه

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۵ GMT+۱

د امریکا فضايي اداره «ناسا» وايي چې د فضا څېړنې او د سپوږمۍ د سپړنې پروګرام نه یوازې د فضا لپاره مهم دي، بلکې د فوټبال لوبې پر تخنیک هم اغېز لري، او دا اړیکه به د ۲۰۲۶ نړیوال جام پر مهال خلکو ته په ساده ډول وښودل شي.

ناسا اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د جون له ۱۱مې تر جولای ۱۹مې پورې به د امریکا د ټکساس ایالت په هيوسټن ښار کې د فوټبال د نړیوال جام د مینه‌والو په فستیوال کې ځانګړی نندارتون پرانېزي. دا نندارتون به د نړیوال جام د ټولو سیالیو پر مهال د خلکو لپاره پرانیستی وي او ګډون پکې وړیا دی.

د ناسا د جانسن فضايي مرکز مشره «وېنسا وایچ» به د جون په ۲۰مه د ارټیمس دوهم ماموریت له فضانوردانو سره لیدنه وکړي. دغه فضانوردان به د هالنډ او سویډن د لوبې مخکې د نړیوال جام په اړوند فعالیتونو کې برخه واخلي او د فستیوال په مرکزي سټېج کې به د خپلو فضايي تجربو په اړه خبرې وکړي.

فوټبال او فضا؛ له مدار تر میدان پورې علمي اړیکه

ناسا وايي چې د فوټبال او فضا ترمنځ اړیکه یوازې تر نندارتون پورې محدوده نه ده، بلکې تر مدار پورې رسېږي. د نړیوال فضايي سټیشن دننه ترسره شوې څېړنې ښيي چې د فوټبال توپ دننه د وزن وېش د هغه پر حرکت، ثبات او څرنګوالي مستقیم اغېز لري.

په ۲۰۱۹ کال کې د نړیوال فضايي سټیشن ملي لابراتوار په همکارۍ څېړونکو د بې‌وزنې فضا په شرایطو کې دا مطالعه کړې چې د توپ دننه اجزا څنګه د هغه د څرخ او حرکت مسیر بدلوي. دغه څېړنه د دې لپاره مهمه بلل شوې چې په فضا کې د اجسامو د حرکت فزیک ښه وپېژندل شي.

ځیرک فوټبال توپونه او د سینسرونو اغېز

ناسا یادونه کوي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د «اډیډاس» شرکت له خوا په رسمي سیالیو کې داسې فوټبال توپونه کارول کېږي چې دننه یې الکترونیکي سینسرونه ځای پر ځای شوي وي. دا سینسرونه د توپ سرعت، موقعیت او د لوبغاړي له تماس سره سم معلومات په ریښتیني وخت کې ثبتوي.

خو د ناسا څېړونکي وايي چې دا اضافه وسایل د توپ دننه د وزن نابرابره وېش رامنځته کوي، چې دا بیا د توپ طبیعي حرکت، په ځانګړي ډول د هوا له جریان سره تعامل، بدلولای شي.

له باد تونل څخه تر نړیوالو سیالیو پورې څېړنې

د ناسا د «ایمز څېړنیز مرکز» انجنیرانو په کالیفورنیا کې د باد تونل په لابراتوار کې د ۲۰۱۴ کال د نړیوال جام لپاره جوړ شوی «برازوکا» فوټبال توپ ازمویلی و.

په دې څېړنه کې معلومه شوې چې د کم څرخ لرونکو ګوزارونو پر مهال توپ ناڅاپي او غیرمنظم حرکت کوي، چې په فوټبال کې ورته «ناڅاپي حرکت» ویل کېږي. څېړونکو همدارنګه څرګنده کړې چې د توپ د سطحې جوړښت، د پینل بڼه او د درزونو ژوروالی د توپ د حرکت ثبات یا بې‌ثباتۍ ټاکي.

ناسا ټینګار کوي چې د فضا د سپړنې لپاره ترسره شوې څېړنې یوازې تر فضا پورې محدودې نه دي، بلکې د ځمکې پر ژوند، ټکنالوژۍ او نړیوالو سپورټي لوبو هم مستقیم اغېز لري.

د ادارې په وینا، هماغه فزیکي اصول چې په فضا کې د اجسامو حرکت کنټرولوي، د فوټبال په میدان کې د توپ د حرکت بڼه هم ټاکي، چې دا د ساینس او سپورټ ترمنځ د نږدې اړیکې یوه روښانه بېلګه ده.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني لوبډله یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱
 ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني لوبډله یې له ماتې وژغورله څوک دی؟
100%

افغاني‌الاصله جرمن فوټبالر ندیم امیري د شنبې شپې په سیالۍ کې د بدیل لوبغاړي په توګه میدان ته ښکته شو او د خپلې اغېزناکې لوبې پر مټ یې د جرمني د فوټبال ملي لوبډله له ماتې وژغورله.

امیري د فوټبال میدان ته له ننوتلو وروسته د مساوي کوونکي ګول په جوړولو کې مستقیم رول ولوباوه او د جرمني د بېرته راګرځېدو لپاره یې مهمه چاره ترسره کړه. د هغه له ګول‌جوړوونکي پاس پرته ښايي جرمني لږ تر لږه له مساوي پایلې سره مخ شوی وای او یا یې لوبه بایللې وای.

جرمني په دې لوبه کې د عاج ساحل ملي لوبډلې ته د ۲-۱ په پایلې سره ماتې ورکړه او د سیالیو بل پړاو ته د رسېدو چانس یې لا پیاوړی کړ.

د لوبې جزییات

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې د عاج ساحل لوبډله تر جرمني غوره وه. فرانک کسیه د لوبې په ۳۰مه دقیقه کې په ښکلي ګول خپل ټیم مخکښ کړ او پایله یې ۱-۰ کړه.

جرمني په لومړۍ نیمایي کې کمزورې لوبه وړاندې کړه او له سیال څخه شاته پاتې شو.

په دویمه نیمایي کې د جرمني روزونکي څو مهم بدلونونه راوستل. د لوبې په ۶۰مه دقیقه کې یې ندیم امیري، دنیز اونداو او جیمي لېولینګ میدان ته داخل کړل.

د لوبې په ۶۸مه دقیقه کې د ندیم امیري له دقیق پاس وروسته دنیز اونداو د جرمني لپاره د مساوي ګول په وهلو بریالی شو او پایله یې ۱-۱ کړه.

وروسته دنیز اونداو د اضافي وخت په څلورمه دقیقه کې دویم ګول هم وواهه او جرمني ته یې ۲-۱ بریا ور په برخه کړه.

د جرمني په بریا کې د امیري ونډه

ندیم امیري د لوبې په ۶۰مه دقیقه کې د یوه خلاق منځني لوبغاړي په توګه د لوبې میدان ته راغی او د جرمني لوبډلې ته یې نوې انرژي ورکړه.

هغه د یوه دقیق او حساب شوي پاس په وسیله د مساوي کوونکي ګول زمینه برابره کړه. همدغه شېبه د لوبې تر ټولو مهمه لحظه وه چې جرمني یې له ماتې وژغورله.

امیري د موقعیتونو په جوړولو، د یوه ګول په برابرولو او د لوبې په وروستیو شېبو کې د بریدونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوباوه. نوموړی د جرمني له اغېزناکو بدیلو لوبغاړو څخه وو او د لوبې د بېرته راګرځولو په بهیر کې یې اساسي ونډه درلوده.

جرمني له دې بریا وروسته شپږ امتیازونه ترلاسه کړل او د «اي» ګروپ په سر کې پاتې شو.

ندیم امیري څوک دی؟

ندیم امیري یو مسلکي افغاني‌الاصله جرمن فوټبالر دی.

هغه د ۱۹۹۶ کال د اکتوبر په ۲۷مه د جرمني د لودوېګسهافن په ښار کې زېږېدلی او دا مهال ۲۹ کلن دی.

امیري د خپل فوټبالي ژوند پر مهال د هوفنهایم او بایر لېورکوزن په څېر مشهورو جرمني کلپونو کې لوبېدلی او وروسته له ماینڅ سره یوځای شوی دی.

هغه په وروستیو فصلونو، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۶ فصل پر مهال، خورا ځلېدونکې لوبې کړې دي او د پام وړ ګولونه او اغېزناکې کړنې یې ترسره کړې دي.

ندیم امیري په جرمني کې زېږېدلی او مور او پلار یې افغانان دي. نوموړی د خپلې ښې لوبې او پیاوړي فورم له امله له څو کلن ځنډ وروسته بېرته د جرمني ملي لوبډلې ته ور وبلل شو.

امیري د جرمني لپاره د لوبېدو له امله د افغاني‌الاصله فوټبالرانو په تاریخ کې ځانګړی ځای لري او د افغان ریښو لرونکو تر ټولو بریالیو فوټبالرانو له ډلې شمېرل کېږي.

د فوټبال ډېری شنونکي نوموړی د نړیوالو سیالیو په ډګر کې د افغاني‌الاصله لوبغاړو له تر ټولو وتلو استازو څخه ګڼي.

په خوست کې د شپږیزې لیګ یوولسم پړاو؛ د لومړي ځل لپاره د کرېکټ دا لوبې له کابل بهر پیلېږي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۱
په خوست کې د شپږیزې لیګ یوولسم پړاو؛ د لومړي ځل لپاره د کرېکټ دا لوبې له کابل بهر پیلېږي
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د هېواد د کورني کرېکټ تر ټولو سترې شل اوریزې سیالۍ، د «ای انډ شپږیزه کرېکټ لیګ سوپرکولا سیالۍ»، د را روانې چنګاښ میاشتې په لسمه د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې پیلېږي. د مسوولینو په وینا، په دغو سیالیو کې پنځه لوبډلې ګډون لري.

د دغو سیالیو د یوولسم پړاو د مهالوېش له‌مخې، دا لومړی ځل دی چې دغه سیالۍ له کابل څخه بهر په بل ولایت کې ترسره کېږي او د را روانې میاشتې تر ۲۳مې نېټې به دوام وکړي.

د افغانستان د کورني کرېکټ مسوول نظیم‌جار عبدالرحیمزي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) په یوې خبري غونډه کې وویل، چې په دغو سیالیو کې پنځه لوبډلې، امو نهنګان، بند امیر ښاماران، بُست ساتونکي، مس عینک اتلان او سپین غر زمریان ګډون لري.

هغه وویل: «د دغو لوبو په پرانیستونکې سیالۍ کې به دفاعي اتله امو نهنګان لوبډله د بند امیر ښامارانو پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي. د دغو سیالیو په لړ کې به په ۱۴ ورځو کې ټولې ۲۱ لوبې ترسره شي او هره لوبډله به د بلې پر وړاندې دوه ځلې لوبېږي».

د کرېکټ بورډ د چارواکو په وینا، د دغو سیالیو مالي حقوق د یوه اوږدمهاله تړون له مخې د «اتصالات (e&) مخابراتي شرکت او د سوپر کولا څښاک تولیدي شرکت ته ورکړل شوي دي، چې له همدې امله دغه پړاو د «ای انډ شپږیزه کرېکټ لیګ سوپرکولا سیالۍ» په نوم نومول شوی دی. د سیالیو په پای کې به دوه مخکښې لوبډلې د چنګاښ په ۲۳مه نېټه وروستۍ پایلوبې یا فاینل ته ووځي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوې چې تر اوسه یې لس پړاوونه ترسره شوي دي. په تېرو پړاوونو کې سپین غر پړانګانو درې ځلې او امو نهنګانو، مس عینک اتلانو او کابل بازانو دوه دوه ځلې اتلولي خپله کړې ده، په داسې حال کې چې بند امیر ښامارانو یوازې یو ځل د دغو سیالیو اتلولي ګټلې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وایي، چې د شپږیزې لیګ سیالیو د هېواد د کورني کرېکټ، د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو د لوړولو او په ټوله کې د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ په برخه کې خورا مهم او رغنده رول لوبولی دی. دغه سیالۍ د هېواد په کچه تر ټولو سترې او د مینه والو لرونکې کورنۍ لوبې بلل کېږي چې سږ کال یې په خوست ولایت کې د کوربه توب له امله په سیمه کې د کرېکټ د لا زیاتې ودې تمه ترې کېږي.

هند له افغانستان څخه د یو ورځنیو سیالیو لړۍ درې پر صفر وګټله

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۱
هند له افغانستان څخه د یو ورځنیو سیالیو لړۍ درې پر صفر وګټله
100%

د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ د هند په ګټه پای ته ورسېده. هند په درېیو واړو لوبو کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان او هند ترمنځ د وروستۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د لوبې په لومړۍ برخه کې د افغان لوبډلمشر حشمت شهيدي د ۱۰۲ او د عظمت الله عمرزي د ۵۰ منډو په مټ د هند لوبډلې ته د ۲۱۹ منډو هدف ورکړ.

د هند لوبډلې ټاکل شوی هدف د یوې ویکټې په زیان سره په ۲۸،۴ اورونو کې پوره کړ او افغانستان ته یې د ۹ ویکټو به توپیر ماتې ورکړه.

د یادې لوبلړۍ دوهمه لوبه د ۱۷۰ منډو په توپیر او لومړۍ لوبه یې ۷ ویکټو په توپیر ګټلې وه.

افغانستان او هند د درېیمې یو ورځنۍ سیالۍ لپاره میدان ته ښکته کېږي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۷ GMT+۱
افغانستان او هند د درېیمې یو ورځنۍ سیالۍ لپاره میدان ته ښکته کېږي
100%

افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د هند پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ او درېیمه سیالۍ کې د کوربه هېواد له لوبډلې سره مخ کېږي، چې د چنایي په MA چدمبرم سټیډیوم کې به د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲:۳۰ بجې پیل شي.

دا سیالي په داسې حال کې ترسره کېږي چې هند مخکې له مخکې د لوبلړۍ لومړۍ دوه لوبې ګټلي او د سیریز بریا یې خپله کړې ده.

د راپورونو له مخې، د درېیو سیالیو دا لړۍ چې د ۲۰۲۶ کال د جون په میاشت کې پیل شوې، د هند په کوربه‌توب ترسره کېږي او پکې دواړو لوبډلو د قوي لوبغاړو په ګډون سره سیالي کړې ده. هند په لومړۍ او دویمه لوبه کې د پام وړ برلاسی ترلاسه کړی و او د دریمې لوبې لپاره یې د ځینو بدلونونو احتمال هم شته.

افغان لوبډله بیا هڅه کوي چې د توپ وهنې او توپ اچونې په برخو کې خپله ښه پایله وړاندې کړي او د قوي لوبډلې پر وړاندې د مثبتې پایلې ترلاسه کولو هڅه وکړي.

دا سیالي د لوبلړۍ وروستۍ لوبه ده او د افغانستان لپاره د خپل اعتبار د بېرته ترلاسه کولو مهم فرصت بلل کېږي.

متحده عربي اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو لپاره لږ تر لږه عمر ۱۵ کاله وټاکه

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۷ GMT+۱
متحده عربي اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو لپاره لږ تر لږه عمر ۱۵ کاله وټاکه
100%

متحده عربي اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو لپاره لږ تر لږه عمر ۱۵ کاله ټاکلی او په دې سره لومړنی عربي هېواد ګرځېدلی چې د ماشومانو د انلاین فعالیتونو د محدودولو لپاره دا ډول قانون پلی کوي.

د اماراتو حکومت د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل، د نوي پرېکړه‌لیک له مخې به له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان د شخصي ټولنیزو رسنیو د حسابونو له جوړولو، کارولو او چلولو منع وي.

د دغه قانون له مخې، ماشومان نه شي کولای په ټولنیزو شبکو کې مطالب خپاره کړي، تبصرې ولیکي، محتوا شریکه کړي او یا هم له عامه ګروپونو سره یوځای شي.

همداراز ، د ۱۵ او ۱۶ کلونو عمر لرونکو تنکیو ځوانانو ته به د خوندیتوب ځانګړو تدابیرو تر سیوري لاندې د ټولنیزو شبکو د کارولو اجازه ورکول کېږي. په دغو تدابیرو کې د عمر له کچې سره سم د محتوا کنټرول، له نااشنا کسانو سره د اړیکو محدودول، د سکرین د وخت مدیریت او د والدینو د څارنې ځانګړنې شاملې دي.

نوي مقررات په اماراتو کې پر ټولو فعالو ټولنیزو شبکو تطبیقېږي او شرکتونه مکلف دي چې د عمر د تایید لپاره پیاوړي میکانیزمونه رامنځته کړي. په دې لړ کې به د ډیجیټلي هویت تصدیق او د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ ټکنالوژي کارول کېږي.

د اماراتو حکومت ویلي چې یوازې د کاروونکو شفاهي یا شخصي ادعا به د عمر د تایید لپاره د منلو وړ نه وي.

د مقرراتو له مخې، ټولنیزې شبکې باید د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو حسابونه بند کړي، د عمر د تایید د سیستمونو د تېریدو مخه ونیسي او د ماشومانو شخصي معلومات د هدفمندو اعلاناتو یا د هغوی د چلند د څار او ارزونې لپاره ونه کاروي.