• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

المرصاد: د خیبر په قمبرخېل کې د داعش پر مرکزونو مرګوني «لېزري بریدونه» شوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۲۳ GMT+۱

طالب پلوې رسنۍ المرصاد ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا خیبر ولسوالۍ د قمبرخېل په سیمه کې د داعش اړوند مرکزونه د نامعلومو وسله‌والو په مرګونو لېزري بریدونو کې په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.

المرصاد په خپل ایکس‌پاڼه کې ویلي چې د دغو بریدونو ویډیوګانې یې له باوري سرچینو ترلاسه کړې دي. د رسنۍ په وینا، بریدونه پر هغو مرکزونو ترسره شوي چې د داعش جنګیالیو پورې تړاو لري.

المرصاد زیاتوي چې د دوی لاس ته د رسېدلو مستندو معلوماتو له مخې، په دغو «دقیقه بریدونو» کې د داعش پاتې عناصر او اړوند مرکزونه په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.

یادې رسنۍ له خپل راپور سره یوه ویډیو هم خپره کړې، خو د بریدونو د وخت، د احتمالي مرګ‌ژوبلې او د بریدګرو د هویت په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه پاکستاني چارواکو او یا هم د داعش اړوندو سرچینو کوم غبرګون نه دی خپور کړی او د المرصاد له لوري وړاندې شوي معلومات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

رانا ثناءالله: د پخوانیو قبايلي سيمو د مالياتي معافيت لپاره به له ای‌اېم‌اېف سره خبرې وشي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۵ GMT+۱
رانا ثناءالله: د پخوانیو قبايلي سيمو د مالياتي معافيت لپاره به له ای‌اېم‌اېف سره خبرې وشي
100%

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناءالله د تحریک انصاف ګوند پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې حکومت به یې د پخوانیو قبايلي او نيمي قبايلي سيمو «فاټا او پاټا» د مالیاتي معافیت د غځولو په اړه د پيسو له نړیوال صندوق (ای‌اېم‌اېف) سره خبرې وکړي.

رانا ثناءالله دغه څرګندونې په پارلمان کې د حکومت او مخالف ګوند تحریک انصاف د مهمو مشرانو له لیدنې وروسته وکړې.

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، رانا ثناءالله له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، چې مخالفینو په ملي اسمبلۍ کې لومړي وزیر شهباز شریف ته د جون په ۳۰مه د پخوانۍ فاټا او پاټا سیمو د مالیاتي معافیت د پای ته رسېدو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې.

هغه هیله څرګنده کړه، چې په دې برخه کې به له ای‌اېم‌اېف څخه همکاري وغواړي، څو د پخوانۍ فاټا او پاڼا مالیاتي معافیت وغځول شي.

پخوانۍ فاټا او پاټا، چې په ۲۰۱۸م کال کې له خيبرپښتونخوا سره مدغم شوي، د هغو شته سوداګریو له ګټو او عوایدو څخه چې د افرادو له‌خوا پرمخ وړل کېږي، له مالیې څخه معاف دي.

د تېرې اونۍ په سې‌شنبې په ورځ په ملي اسمبلۍ کې د بودجې د بحث پر مهال، د سرحداتو، کشمير او ګلګت لپاره مرکزي وزير امير مقام په پخوانۍ فاټا او پاټا کې د مالیاتي معافیت پر دوام ټینګار کړی وو او ویلي یې وو، چې دا سیمې د کلونو جګړو او بې‌ځایه کېدو له امله لا هم له اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

د روانې میاشتې په پیل کې، د قبايلي سيمې یوې جرګې په مدغم شویو قبایلي ولسوالیو کې د هر ډول مالیاتو له لګولو سره مخالفت وکړ او ویې ویل، تر هغه چې د فاټا او خیبر پښتونخوا د ادغام په اړه د سترې محکمې پرېکړه نه‌وي شوي، دا ډول اقدام به غیرقانوني او د اساسي قانون خلاف وي. دغې جرګې همدارنګه خبرداری ورکړ، چې د دې موضوع په تړاو به په ټولو اوو قبایلي ولسوالیو کې اعتراضي لاریونونه وکړي.

شګفته ملک: له زده‌کړو او اساسي حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو بې برخې کول د غندلو وړ دي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۱
شګفته ملک: له زده‌کړو او اساسي حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو بې برخې کول د غندلو وړ دي
100%

د عوامي نشنل ګوند عمومي مرستيالې سکرترې او د پارلمان پخوانۍ غړې شګفته ملک له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په مرکه کې ویلي، له زده‌کړو او اساسي حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو بې برخې کول د غندلو وړ دي.

د عوامي نشنل ګوند عمومي مرستيالې سکرترې او د پارلمان پخوانۍ غړې شګفته ملک له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په نړۍ کې ښځې د پرمختګ په حال کې دي، خو «افغانستان چې يوې خوا ته د ترهګرۍ ښکار دی، نو بلې خوا ته یې مېرمنې د خپلو اساسي حقونو لکه زده کړو، روغتيا او نورو حقونو څخه یې مخنيوی کیږي د مېرمنو پر وړاندې داسې چلند د غندلو وړ دی».

شګفته ملک زیاته کړه، د ټولنې نيمايي برخه مېرمنې وي او که چېرې مېرمنې له خپلو اساسي حقونو څخه محرومه کړل شي نو هغه ټولنې پرمختګ نه‌شي کولای.

هغې همدارار څرګنده کړه، د بشري حقونو سازمانونه او سياسي ګوندونه هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعيت اندېښنې څرګندوي او هيله لري، چې په راتلونکې کې افغان ښځې او نجونې د خپل روښانه سباوون لپاره پر خپلو لارو غوره کولو کې ازادي ولري.

نوموړي په ډاګه کړه: «د يوې ټولنې پرمخ تللو لپاره اړينه ده، چې له نارينه‌وو سره ښځې اوږه په اوږه خپل رول ولوبوي».

جمایمه اپریدۍ: نړۍ د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر روان ظلم چوپه خوله ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو نيول او د لاريونونو ځپل د نړۍوالو له غبرګونونو سربېره په پاکستان کې هم د بشري او د ښځو د حقونو فعالانو او همداراز سیاسي څېرو له افغان ښځو سره د طالبانو دغه چلند غندلی دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په خيبرپښتونخوا کې د دوو سېکانو وژنه په کلکه غندلې ده

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۱
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په خيبرپښتونخوا کې د دوو سېکانو وژنه په کلکه غندلې ده
100%

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د خيبرپښتونخوا د مردان ولسوالۍ په یوه درمسال (ګوردواره) کې د دوو سېکانو وژل چې د راپورونو له مخې د دغه ځای ساتونکي وو، په کلکه غندلي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کميسيون د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وويل، دا پېښه نه یوازې د مذهبي لږکیو او د هغوی د عبادت ځایونو د خوندیتوب او امنیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي، بلکې د هغو شرایطو په اړه هم پوښتنې راولاړوي چې دا برید په‌کې شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي: «ښيي تورن بریدګر چې په دغه ځای کې د امنیت په ټینګولو بوخت وو، ځانګړې څېړنې ته اړتیا لري او د مذهبي لږکیو د خوندیتوب په اړه د سترې محکمې د ۲۰۱۴ کال د پرېکړې په پلي کولو کې د لا پیاوړي غوراوي او څارنې د میکانیزمونو اړتیا په ګوته کوي».

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د مردان د پولیسو د مشر پر هغو عامه څرګندونو هم اندېښنه ښودلې، چې دا پېښه یې په لومړیو پړاوونو کې شخصي دښمني بللې وه.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د مردان پوليسو ويلي وو، چې په بابو محله ګنج بازار سيمه کې ناپېژاندو وسله‌والو په درمسال کې دننه ښځه او مېړه (اساونتي ښځه او جګنات مېړه) په ډزو سره وژلي وو.

د مردان د پوليسو مشر مسعود احمد د جمعې په ورځ له رسنیو سره خبرو کې وويل، په پېښه کې تورن کس شېرشاه نيول شوی او په لومړنیو څېړنو کې له کومې ناقانونه يا ترهګرې ډلې سره د هغه د اړيکو په تړاو تر اوسه کره شواهد نه‌دي ترلاسه شوي.

هغه زیاته کړې، تورن کس هم په لومړنیو پوښتنو کې د پېښې په تړاو خپل شخصي دريځ څرګند کړی، خو په وینا یې پولیس به خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.

خوشال خان کاکړ: د اسلام‌اباد ناسمو تګلارو د پښتنو او افغانستان ترمنځ سوداګري زیانمنه کړې

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۸ GMT+۱
خوشال خان کاکړ: د اسلام‌اباد ناسمو تګلارو د پښتنو او افغانستان ترمنځ سوداګري زیانمنه کړې
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان پارلمان غړي خوشال خان کاکړ پر اسلام‌اباد نیوکه کړې چې د ناسمو تګلارو له کبله یې د پښتونخوا د پښتنو سوداګري له افغانستان سره بنده کړې ده. هغه وایي، د پښتونخوا پښتانه له افغانستان سره د دوه نیم میلیارده ډالرو سوداګري کوي.

هغه وویل: «د پښتنو د صادراتو او وارداتو سوداګري خو د افغانستان سره ده چې ستاسو د پالیسو له کبله تړلې ده». هغه نیوکه کوي چې د پښتنو په سیمو کې ترهګري ده او خلک یې له سخت ناورین سره مخ کړي دي. خوشال خان کاکړ د خواجه اصف هغه څرګندونې وغندلې چې افغانستان یې خپل دوښمن ګڼلی دی.

نوموړي د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د پاکستان تابعیت ورکړي.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر زیاته کړه: «د افغانستن سره د بلوچستان د‌ پښتنو لارې بندې دي، زراعت نشته، لویې لارې یې وسله‌والو نیولي او پرې حاکم دي او هره برخه کې زیانمن دي». خوشال خان کاکړ نیوکه کړې چې د پاکستان مرکزي حکومت پښتنو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او د خلکو د ژوند د بدلولو په پرخه کې یې هېڅ راز د پرمختګ او هوساینې کارونه نه دي‌ کړي.

د پاکستان پارلمان د دغه پښتانه غړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سخت سیاسي او وسله‌وال کړکېچ له کبله پر ډیورنډ کرښه ټولې سوداګري میاشتې له نږدې یوه کال راهیسې تړلې دي. د دغه لارو د بندیز له کبله دواړه خوا سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

جمایمه اپریدۍ: نړۍ د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر روان ظلم چوپه خوله ده

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۸ GMT+۱
جمایمه اپریدۍ: نړۍ د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر روان ظلم چوپه خوله ده
100%

په خیبر پښتونخوا کې د بشري حقونو فعالې جمایمه اپریدۍ د طالبانو له لوري په افغانستان او په ځانګړې ډول په هرات کې د افغان ښځو پر وړاندې د محدودیتونو او چلند په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت پر وړاندې عملي ګامونه واخلي.

جمایمه اپریدۍ افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو نیول، ځورول او ټپي کول ښيي چې ښځې یوازې د خپلو بنسټیزو حقونو د غوښتنې له امله له فشار او تاوتریخوالي سره مخ دي.

هغې ویلي: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې پکې له زده‌کړو، کار کولو او له کوره د وتلو له جدي محدودیتونو سره مخ دي، او طالبان نږدې هره ورځ پر ښځو نوي بندیزونه لګوي.»

د بشري حقونو دغې فعالې نیوکه کړې چې نړیوال هېوادونه د طالبانو د کړنو پر وړاندې چوپ پاتې دي او له پنځو کلونو راهیسې افغان ښځو ته د هغوی اساسي حقونه نه دي ورکړل شوي.

نوموړې ویلي، یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره خبرې او تعامل کوي، خو د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه له دې ډلې جدي پوښتنې نه کوي.

جمایمه اپریدۍ د اروپا له خوا طالبانو ته د بلنې او د کډوالۍ په اړه د خبرو اترو یادونه کړې او ویلي یې دي چې هغه هېوادونه چې له طالبانو سره اړیکې نیسي، باید د ښځو د حقونو موضوع هم د خپلو خبرو مهمه برخه وګرځوي.

هغې له ښځو او د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو غوښتي چې پر نړیوالو ادارو فشار زیات کړي، څو د افغانستان د ښځو پر وړاندې د روانو محدودیتونو او سرغړونو د درولو لپاره عملي اقدامات وکړي.