• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د متقاعدینو په نهم مهال‌وېش کې د عامې روغتیا وزارت او د دفاع وزارت ډګرمنان شامل دي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۵ GMT+۱

د طالبانو مالیې وزارت وایي چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې په نهم نوبتي مهال‌وېش کې یې د عامې روغتیا وزارت متقاعدین او د دفاع وزارت د ډګرمنۍ رتبې متقاعد افسران شامل کړي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې، چې یکشنبې (د غبرګولي ۳۱مه) خپره شوې، راغلي چې د یادو ادارو متقاعدین کولای شي د روان لمریز کال د چنګاښ له ۶مې تر ۳۰مې نېټې پورې د مالیې وزارت د متقاعدینو عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې متقاعدین باید د حضوري مراجعه کولو وړاندې په انلاین بڼه خپل نوبت ترلاسه کړي.

طالبانو تر دې وړاندې په خپل اتم مهال‌وېش کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت متقاعدین او همداراز د پخواني ملي امنیت د ډګروالۍ رتبې متقاعد افسران شامل کړي وو.

د تقاعد د حقوقو موضوع د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له مهمو او جنجالي غوښتنو څخه ګڼل کېږي. زرګونه متقاعدین نږدې پنځه کاله د خپلو تقاعدي حقوقو ترلاسه کولو ته په تمه پاتې شوي او په دې موده کې یې څو ځله اعتراضونه او لاریونونه هم کړي دي.

په تېرو څلورو کلونو کې متقاعدین په وار وار د کابل د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي او د خپلو تقاعدي حقوقو د ورکړې غوښتنه یې کړې ده. دوی وایي چې د ماموریت پر مهال یې د خپلو معاشونو یوه برخه د دولت خزانې ته د تقاعد په نوم ورکړې وه او اوس د هماغه حق د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۳

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۴

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۵

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: د پاکستان او طالبانو څرګندونې باید له شک او خپلواکو سرچینو سره وارزول شي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۳۰ GMT+۱
امرالله صالح: د پاکستان او طالبانو څرګندونې باید له شک او خپلواکو سرچینو سره وارزول شي
100%

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د افغانستان اړوند روان کړکېچ او پېښو د سم درک لپاره باید د پاکستان او طالبانو ادعاوې په احتیاط وڅېړل شي، ځکه د ده په وینا د دواړو لورو څرګندونې د باور وړ نه دي.

صالح په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي، هره هغه ادعا چې پاکستان یې کوي باید د درېیو خپلواکو سرچینو له لارې وڅېړل شي او له تایید وروسته هم باید پرې شک موجود وي.

هغه د طالبانو د څرګندونو په اړه هم ویلي: «کله چې طالبان کومه ادعا کوي، لومړی یې دروغ وګڼئ او بیا هڅه وکړئ معلومه کړئ چې ایا لږ تر لږه یوه برخه یې رښتیا ده که نه.»

د جمهوري نظام پخواني لومړي مرستیال زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د پېښو او تحولاتو د سم تحلیل او روښانه درک لپاره انتقادي او محتاط چلند اړین دی.

طالبان:د فراه د کډوالو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې څه باندې ۴ زره استوګنیزې نمرې منظورې شوې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۲۷ GMT+۱
طالبان:د فراه د کډوالو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې څه باندې ۴ زره استوګنیزې نمرې منظورې شوې
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې د فراه ولایت د کډوالو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې راستنو شویو کډوالو ته ۴زره ۲۷۷ استوګنیزې نمرې ځانګړې شوې دي.

د وزارت لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دغه اصلاحي پلان د یاد وزارت د وزیر نجیب الله حیات حقاني له لوري له تخنیکي ارزونې وروسته منظور او په رسمي ډول لاسلیک شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه اصلاحي پلان د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدنې، د ښاري خدمتونو د تنظیم او د استوګنیزو سیمو د معیاري پراختیا په موخه ترتیب شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه پلان کې د استوګنیزو ساحو ترڅنګ د سړکونو شبکې، عامه تاسیسات، شنې ساحې، تعلیمي او روغتیايي مرکزونه او نور اړین ښاري خدمات هم په پام کې نیول شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په وینا، تمه کېږي چې د دې پلان په عملي کېدو سره به د فراه د کډوالو ښارګوټی په یوه منظم او معیاري استوګنیز ښارګوټي بدل شي او د راستنېدونکو کورنیو لپاره به د ژوند مناسب شرایط برابر شي.

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۱
طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې ځواکونو یې په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۳ تنه د غلا او د قیمتي لرګیو د قاچاق په تور نیولي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې یکشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) خپره شوې راغلي چې د نیول شویو کسانو له ډلې ۶ تنه نیمروز ولایت کې، ۴ تنه ننګرهار کې او یو بل کس د فراه ولایت د شیب کوه ولسوالۍ کې د غلا په تور نیول شوي دي.

همداراز خبرپاڼه زیاتوي چې، ۲ تنه د کونړ ولایت پیچ ولسوالۍ کې د قیمتي لرګیو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا عملیات په بېلابېلو ولایتونو کې د جنایي جرمونو د مخنیوي په موخه ترسره شوي.

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۴۹ GMT+۱
خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي
100%

د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خرم ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله ښايي د «اپسټین قضیه» بیا د نړیوالو بحثونو مرکز وګرځي. هغه ادعا کړې چې دا موضوع د جګړې پر مهال تر ډېره پټه ساتل شوې وه.

خرم په ایکس لیکلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان ترمنځ د یوه تفاهم له امله ممکن ځینې پخوانۍچي حساس موضوعات بیا راپورته شي.

هغه په خپل پوسټ کې دا هم یادونه کړې چې د امریکا په رسنیو کې د «ریژیم چینج» په نوم د یوه نوي بحث‌پاروونکي کتاب د خپرېدو خبرونه خپاره شوي دي.

د هغه په وینا، دا کتاب د نیویارک ټایمز د دوو خبریالانو له خوا لیکل شوی او پکې د سپینې ماڼۍ د مهمو او خصوصي غونډو او د امریکا د ولسمشر د دفتر د داخلي چارو په اړه ادعاوې شاملې دي، چې ښايي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره سیاسي ستونزې جوړې کړي.

خرم زیاتوي چې اسراییل د امریکا او ایران ترمنځ له نږدې کېدو څخه ناراضه دی او دا وضعیت د سیمې په سیاسي اړیکو کې حساسیتونه نور هم زیاتوي.

طالبان وایي د کابل هوايي ډګر کې یې د جعلي اسنادو د کارونې په تور لس تنه نیولي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۳۴ GMT+۱
طالبان وایي د کابل هوايي ډګر کې یې د جعلي اسنادو د کارونې په تور لس تنه نیولي
100%

د طالبانو د سرحدي پولیسو عمومي ریاست وایي چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې یې لس تنه د جعلي اسنادو د کارولو په تور نیولي دي.

د یاد ریاست ویاند، عابدالله فاروقي، ویلي چې دغه کسان د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د سرحدي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

فاروقي د نیول شویو کسانو د اسنادو د ډول او د هغوی د هویت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې د دوی امنیتي ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د غیرقانوني اسنادو په کارولو له هېواد څخه بهر سفر وکړي.

د طالبانو د سرحدي پولیسو په وینا، د هوايي ډګرونو او سرحدي دروازو د څارنې بهیر دوام لري او د جعلي اسنادو د کارولو د مخنیوي لپاره اقدامات زیات شوي دي.

تر دې وړاندې د غبرګولي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې هم د طالبانو د سرحدي پولیسو عمومي ریاست اعلان کړی و چې د کابل په هوايي ډګر کې یې اته تنه د جعلي اسنادو په کارولو د سفر کولو پر مهال نیولي دي.