• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په اروپا کې د تودوخې درجه نږدې ۴۰ سانتي ګراد ته رسېدلې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۱

اروپا د سختې او اوږدې ګرمۍ څپو لپاره چمتووالی نیسي، ځکه تودوخه نږدې ۴۰سانتي ګراد (۱۰۴ فارنهایت) درجو ته رسېدلې. دا توده هوا د شمالي افریقا له صحرا څخه د ګرمو بادونو د حرکت له امله ده، چې د هوا پوهانو په وینا، د «افریقایي انټي‌سایکلون» په نوم حرارتي ګنبزې سیسټم یې رامنځته کړی.

د رویټرز د راپور له مخې، د اروپا په ډېرو برخو کې د یکشنبې په ورځ شدیده ګرمي خپره شوې، چې له امله یې د هوايي خطرونو خبرداري ورکړل شوي، د ترانسپورت سیستمونه ګډوډ شوي او حتا د وحشي ژویو او سیاحتي سیمو چاپېریال اغیزمن شوی.

د جون ۲۱مه، چې د شمالي نیم‌کرې د اوړي اوږده ورځ ده او ډېری د کال تر ټولو ګرمو میاشتو پیل ګڼل کېږي، سږ کال د تودوخې د ژر او شدید پیل په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

په ایټالیا کې، له څو ورځو له ۳۵ درجې لوړې تودوخې وروسته، چارواکو په اتو ښارونو کې د لوړ خطرخبرداری ورکړی، چې بولوونیا، فلورانس، میلان او تورین پکې شامل دي.

په روم کې زیارت کوونکي د پاپ د دعا پر مهال په سینټ پیټرز میدان کې له لمر څخه د ځان ساتلو لپاره چترۍ او سیوري کاروي.

دا توده هوا د شمالي افریقا له صحرا څخه د ګرمو بادونو د حرکت له امله ده، چې د «افریقایي انټي‌سایکلون» په نوم قوي فشار سیستم یې تقویه کړی دی.

هواپوهان وایي چې دا سیستم د حرارتي ګنبزې په بڼه کار کوي، یانې ګرمه هوا په لویدیزه او مرکزي اروپا کې بندوي او ورځ تر بلې یې تودوخه زیاتوي.

په هسپانیا کې خلک د مادرید په مشهور ای راسټرو بازار کې د لاسي پکو په کارولو او یخو څښاکونو ځانونه ساتي.

هوايي ادارې په څو سیمو کې د ۳۹ تر ۴۰ درجې پورې د تودوخې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا څپه به لږ تر لږه څه وخت نور هم دوام وکړي.

په فرانسه کې د سختې ګرمۍ له امله د ریل پټلۍ سیستم سخت اغېزمن شوی، ځکه تودوخه کولی شي د پټلۍ فلزات وغځوي او د برېښنا لینونه زیانمن کړي. له همدې امله لسګونه ریل ګاډي لغوه شوي او زرګونه کارکوونکي د بیړني ترمیم لپاره ګومارل شوي دي.

په جرمني کې هم د ۳۸ درجې تودوخې راپور ورکړل شوی او د سختو تندرونو او بارانونو خبرداری ورکړل شوی چې د برلین ځینې سیمې یې اغېزمنې کړې دي. تېرې دوه ورځې په جرمني کې ورښتونه هم شوي، خو د ګرمۍ شدت نه دی کم شوی.

همدارنګه د بلجیم په ځینو سیمو کې د ځنګلي ژویو د ژغورنې مرکزونه وایي چې لسګونه مرغان او نور حیوانات د ګرمۍ له امله زیانمن شوي او حتا له ځالې غورځېدلي دي.

کارپوهان وایي چې په اروپا کې دا ډول شدیدې ګرمۍ د اقلیمي بدلون له امله ورو ورو زیاتېږي او لا هم د قوي او پرله‌پسې تودوخې څپو احتمال لوړ دی.

ډېر لیدل شوي

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي
۱

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۲

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي

۳

پر ایران د امریکا د احتمالي «سختو بندیزونو» خبرداري افغان سوداګر اندېښمن کړي

۴
ځانګړی

طالبانو خپلو محلي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې نور له سوداګرو د مدرسو په نامه پیسې وانخلي

۵

کارپوه: په افغانستان کې عیسویان د نسل وژنې له جدي ګواښ سره مخ دي