• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرشته عباسي: افغانې ښځې د تګ راتګ له ازادۍ محرومې دي خو طالبان نړۍ ته سفرونه کوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۱ GMT+۱

د بشري حقونو څار بنسټ د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي، افغان ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو، په ځانګړې توګه د ازاد تګ راتګ له حق څخه محرومې دي، خو طالبان کولای شي په نړیواله کچه سفرونه وکړي.

عباسي دغه څرګندونې د اروپايي ټولنې له خوا بروکسل ته د طالبانو د یوه پلاوي د بلنې په غبرګون کې کړې دي.

هغې ویلي، دا حالت د افغان ښځو لپاره «په مخ یو څپېړه» ده، ځکه هغه ښځې چې له خپلو حقونو بې برخې شوې دي، ګوري چې د هغوی د محدودولو عاملین په نړیوالو ناستو کې ګډون کوي.

عباسي زیاته کړې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار، ټولنیز حضور او تګ راتګ په برخو کې پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.

د ښځو د حقونو دغه مدافعې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو وضعیت له پامه ونه غورځوي او له طالبانو سره د هر ډول تعامل پر مهال د بشري حقونو موضوع په پام کې ونیسي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

•
•
•

نور کیسې

نیویارک ټایمز: طالبانو د اقتصادي سقوط مخنیوي لپاره ځينو ښځو ته د شخصي کاروبار اجازه ورکړې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
نیویارک ټایمز: طالبانو د اقتصادي سقوط مخنیوي لپاره ځينو ښځو ته د شخصي کاروبار اجازه ورکړې
100%

نیویارک ټایمز د افغان ښځو او په ځانګړې توګه د متشبثو ښځو د وضعیت په تړاو په یوه راپور کې ویلي، طالبانو سره له دې چې پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي، خو د اقتصادي سقوط مخنیوي لپاره یې ځينو ښځو ته د سوداګرۍ پيلولو اجازه ورکړې. دوی هم مکلفې دي چې طالباني قوانین په جدي توګه رعایت کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان له ۱۲ متشبثو ښځو سره د مرکو پر بنسټ د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، افغان ښځې او نجونې د زده‌کړو او کار له دوامه تر محرومېدو وروسته زرګونه ښځې چې ډېری یې د کورنۍ سرپرستې وې، خپلې عایداتي سرچینې له لاسه ورکړې او بالاخره ځينو یې سوداګریزو چارو ته مخه کړې، خو دغه چاره هم له بې‌شمېره ستونزو او ننګونو سره مخ ده.

په دې راپور کې راغلي، هغو نجونو او ښځو چې د لوړو زده‌کړو او د وکیلانو، انجینرانو او یا هم د پوهنتون د استادانو خوبونه لیدل، اوس د غالیو اوبدلو، د سینګارتوکو پلورلو او یا همه نورو حرفوي زده‌کړو ته مخه کړې، ځکه چې طالبان هغوی ته په دولتي او غیر دولتي بنسټونو او د شخصي کاروبار په توګه په سینګارتونونو کې د کار اجازه نه‌ورکوي.

د راپور پربنسټ، هغه ښځې چې کار کوي، له مخ په زیاتیدونکو خنډونو سره مخ دي. شاوخوا دوه اونۍ مخکې په هرات کې یو شمېر ښځې د حجاب د څرنګوالي په تړاو له ځورول کېدو سربېره نیول شوي او په تړاو یې اعتراضونو هم په کلکه ځپل شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ د نږدې پنځو کلونو په تېرېدو سره افغان ښځو ته سوداګري او متشبثیت یوه او وروستۍ لاره پاتې ده، څو پرې له اقتصادي اړخه د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي. په دې راپور کې په هرات کې د سوداګرو ښځو یوې استازې بهناز سلجوقي ویلي: «په افغانستان کې د ښځو لپاره یوازنۍ پاتې شوې هيله سوداګري ده».

په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ښځينه متشبثې د سرپرستانو د نه‌لرلو له امله نه‌شي کولی په یوازې سر پلازمېنې کابل یا نورو ولایتونو ته د خپلو تولیداتو د رسولو او پلور لپاره لاړې شي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي ویلي، د دوی د «اصولو» له مراعاتولو وروسته ښځو ته په سوداګریزو چارو کې اجازه ورکوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په وینا، دمګړۍ څه باندې ۱۰ زره افغان ښځې د سوداګرۍ جوازونه لري، خو. د نړیوال بانک د اټکل له‌مخې، شاوخوا ۱۲۰ زره نورې ښځې بې له جوازه کار کوي، چې له همدې امله کوچنۍ سوداګرۍ د افغان ښځو لپاره تر ټولو لوی کارموندونکی سکټور دی.

د یادونې وړ ده، چې د افغان ښځو لویه برخه بیا له کوره بهر بیخي کار نه‌کوي؛ د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرامد معلوماتو له مخې، تر ۲۰۲۴ کال پورې تر ۷ سلنې کمې افغان ښځې پر کارونو بوختې وې.

مختار خان يوسفزی: افغانستان د پنجابي استعمار د مستقل ګواښ سره مخ دی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۱
مختار خان يوسفزی: افغانستان د پنجابي استعمار د مستقل ګواښ سره مخ دی
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شريک مشر مختار خان يوسفزي ويلي، نن ازاد افغانستان په داسې یوه حالت کې دی چې هلته توره تياره ده، د هېواد نيمه برخه وګړي (مېرمنې) په کورونو کې بند کړل شوي دي او دا هېواد د پنجابي استعمار د مستقل ګواښ سره مخ دی.

د دوشنبې په ورځ د بلوچستان ايالت په سېف الله کلا سيمه کې د عثمان خان کاکړ د پنځم تلين غونډې ته په خپله وينا کې مختار خان يوسفزي وويل، افغانستان کې «زموږ په خويندو، مېندو او لوڼو باندې کاروبار او ژوند بند کړل شوی، زده کړې نشي ترلاسه کولی، روزګار نشته».

هغه وويل، په افغانستان کې په سياسي فعالیتونو بندیز ده، رسنۍ او بشري حقونه د بنديز سره مخ دي او پر دې سربېره افغانستان د «پنجابي استعمار د مستقلې خطرې سره مخ دی».

مختار خان يوسفزي د پاکستان لخوا په افغانستان کې د بمباريو په تړاو وويل، پاکستان دا وايي چې په افغانستان کې د «پاکستاني طالبانو غړي، ترهګر او د هند ايجنټان ناست دي موږ پرې بمباري کوو».

هغه وويل، «د پاکستان نه پوښتنه کوم چې تا هلته (په افغانستان کې) څومره ترهګر ووژل، تا خو په روغتون کې خلک ووژل، تا د کونړ او نورستان بې ګناه ولسونه په کورونو کې مړه کړه او د پنجاب جنرالان دې دا ځواب راکړي چې په کابل کې خو بمباري کوې خو په پښتونخوا کې چې وسله وال ناست دي دا خلک چا کښېنولي دي؟».

يوسفزي وويل، پښتونخوا ته د طالب په نوم دغه خلک پاکستاني جنرالانو راوستي دي.

نفیسه هجران: سیاسي بدلونونه باید د پخوانیو سرتېرو د ژوند په بیه نه وي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱
نفیسه هجران: سیاسي بدلونونه باید د پخوانیو سرتېرو د ژوند په بیه نه وي
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د لوګر ولایتي شورا پخوانۍ غړې نفیسه هجران وايي، په هېواد کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو او دولتي کارکوونکو پر وړاندې هدفي وژنې او تعقیب د بشري او مسلکي پانګې له منځه وړل دي. هغې زیاته کړې چې سیاسي بدلونونه باید د پخوانیو سرتېرو د ژوند په بیه نه وي.

اغلې هجران د پخوانیو سرتېرو په دفاع کې ویلي، هغه کسان چې د افغانستان په امنیتي بنسټونو کې یې دنده ترسره کړې، د هېواد وګړي دي او باید یوازې د پخوانۍ دندې یا سیاسي تړاو له امله له ګواښ سره مخ نه شي.

هغې ټینګار کړی چې د حکومتونو بدلون باید د غچ اخستنې لامل نه شي، ځکه واکونه بدلېدونکي دي، خو د انسان ژوند، عدالت او انساني کرامت باید خوندي پاتې شي.

د نوموړې په وینا، د پخوانیو نظامیانو پر ځای د هغوی کورنۍ او بېوزله خلک د سیاسي بدلونونو تر ټولو دروند بار وړي؛ ځکه ډېری پخواني سرتېري د خپلو کورنیو یوازیني عاید برابرونکي دي.

هجران له اوسنیو واکمنانو غوښتي چې د تعقیب او فشار پر ځای د زغم، بښنې او ملي پخلاینې لاره غوره کړي، څو افغانستان د دوامدارو شخړو پر ځای د ثبات پر لور ولاړ شي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې دي چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وضعیت، خوندیتوب او اقتصادي ستونزو په اړه په کور دننه او نړیواله کچه اندېښنې زیاتې شوې دي.

ډونالډ ټرمپ: د ناټو متحدین د ایران د اټومي ګواښ پر وړاندې اقدام نه کوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: د ناټو متحدین د ایران د اټومي ګواښ پر وړاندې اقدام نه کوي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو پر یو شمېر متحدینو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ایران د اټومي ګواښ پر وړاندې لازم اقدام نه کوي.

ټرمپ پر «ټروت سوشل» خواله رسنۍ کې لیکلي چې امریکا د تېرو لسیزو په ترڅ کې د ناټو له غړو هېوادونو د ملاتړ لپاره «تریلیونونه ډالر» لګولي، خو دغه هېوادونه نه غواړي د ایران او د هغه د اټومي پروګرام پر وړاندې فعال رول ولوبوي.

هغه ویلي: «موږ له لسیزو راهیسې د هغوی دفاع کړې، خو کله چې د امریکا او نړۍ د دفاع خبره راشي، دوی دې کار ته چمتو نه دي.»

ټرمپ په ځانګړې توګه د ایټالیا او د دغه هېواد د لومړي وزیر یادونه کړې او ویلي یې دي چې دوی حتی د ایران د اټومي ګواښ پر وړاندې د مقابلې په برخه کې د ګډون فکر هم نه کوي.

د امریکا ولسمشر د ایران اټومي پروګرام «جدي ګواښ» بللی او ټینګار یې کړی چې واشنګټن له خپلو متحدینو د لا زیاتې همکارۍ تمه لري.

طالبان د حجاب په تړاو د زورزیاتي د توجیه لپاره؛ په نړۍ کې هر دولت پر وګړو محدودیتونه لګوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۱
طالبان د حجاب په تړاو د زورزیاتي د توجیه لپاره؛  په نړۍ کې هر دولت پر وګړو محدودیتونه لګوي
100%

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر په هرات کې له یو شمېر ښځو سره د حجاب په پلمه د دوه اونۍ مخکې زورزیاتیو د توجیه لپاره ویلي: «په نړۍ کې هر دولت پر وګړو محدودیتونه لګوي» او زیاتوي یې، که نړیواله ټولنه د تنوع خبره کوي، نو باید دا اصل د اسلامي ټولنو لپاره هم ومني.

سیف‌الاسلام خیبر د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه د حجاب په تړاو په یوې اوږده لیکنه کې په هرات کې له ښځو سره د شوي زورزیاتي له یادونې پرته ویلي، هیڅ دولت مطلقه ازادي نه مني، په نړۍ کې هر دولت پر وګړو محدودیتونه لګوي؛ لکه د مالیې ورکړه، د ټرافیکو قوانین جبري کول. هغه د پوښتنې په ډول مطرح کوي: «ولې کله چې یو اسلامي دولت د خپل اساسي قانون او ارزښتونو مطابق ځینې ټولنیز او اخلاقي اصول عملي کوي، هغه جبر بلل کېږي، خو د نورو دولتونو اجباري قوانین جبر نه بلل کېږي»؟

ملګرو ملتونو په هرات کې د ښځو د نیولو او پر لاریون‌کوونکو د بریدونو له امله اندېښنه ښودلې | افغانستان انټرنشنل پښتو

نوموړی په دې ټینګار کوي، چې مسلمان اکثریت لرونکی هېواد حق لري چې خپل عامه ژوند د خپل دین له ارزښتونو سره برابر تنظیم کړي؛ لکه څنګه چې لویدیځ هېوادونه خپل قوانین د خپلو فکري ارزښتونو پر بنسټ جوړوي.

هرات کې نوی حکم: ښځینه ښوونکې او د څلورم تر شپږم ټولګي نجونې باید مخ‌پټ او دستکشې واغوندي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه طالب مسوول د متنقدینو هغو څرګندونو ته په ځواب کې چې خلک باید د دعوت له لارې «اصلاح» کړي وايي، سره له دې چې دعوت د اسلام اساسي اصل دی، خو په هره ټولنه کې یوازې دعوت نه‌وي قانون هم وي؛ لکه «دولت خلکو ته وایي رشوت مه خورئ، خو خو که څوک رشوت وخوري سزا ورکوي».

هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو نیول؛ د بښنې نړیوال سازمان یې د سیستماتیکې ځپنې دوام بولي | افغانستان انټرنشنل پښتو

هغه همداراز د منتقدینو هغه خبرې احساساتي بولي، چې د ډېرې سختۍ له امله خلک له اسلام څخه اوړي او زیاتوي، که کوم محتسب ناسم چلند کوي، باید اصلاح شي، خو دا د فرد تېروتنه ده، نه د اسلام.

د علماوو د څېړنیزې ټولنې مرستیال: د حجاب په نوم پر ښځو تاوتریخوالی شرعي بنسټ نه لري | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د جمهوریت په شل کلنه دوره «فکري یرغل» دوام درلود او په باور یې، په دې سره ځینې خلک د اسلامي قوانینو مخالف شوي او ځينې د لویدیځوالو د ارزښتونو ملاتړي شوي دي.

هغه ټینګار کوي، که نړیواله ټولنه د تنوع او د ملتونو د خپلواکۍ خبره کوي، نو باید دا اصل د اسلامي ټولنو لپاره هم ومني او په باور یې که فرانسه حق لري خپل سیکولر نظام ولري او امریکا حق لري خپل قانوني نظام ولري،نو افغانستان هم حق لري چې د خپل دیني او کلتوري ارزښتونو مطابق نظام ولري. او دا یې دا د ملي حاکمیت او د ولس د هویت مسئله بللې ده.

ملګري ملتونه: طالبانو د هرات لاریون کوونکو پر وړاندې جنګي مهمات کارولي | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبانو د ( غبرګولي په ۱۶مه) د حجاب په پلمه په هرات کې د ښځو نیول پیل کړل، چې وروسته د هرات یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د یادو اقداماتو په غبرګون کې لاریون وکړ، خو طالبانو د لاریون د مخنیوي لپاره پر لاریونوالو مخامخ ډزې وکړې او له امله یې لږ تر لږه د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو والي په هرات کې نیول شوې ښځې «رواني ناروغانې» وبللې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو د دغه چلند په غبرګون کې له څه باندې دوو اونیو راهیسې له هېواده بهر د هرات له ښځو سره د پیوستون او ملاتړ په موخه د افغانانو لاریونونه دوام لري او ګڼ نړۍوال غبرګونونه یې هم راپارولي دي، خو د هرات لپاره د طالبانو والي په دغه ولایت کې نیول شوې ښځې «رواني نارغانې» بللې دي.