• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان ښځو د کرېکټ لوبډله په انګلستان کې د نړیوال رسمیت ترلاسه کولو لپاره لوبې کوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د ښځو د کرېکټ جلاوطنه لوبډله، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له بدلونونو وروسته له هېواده وتلې، وايي د انګلستان راتلونکی سفر به یوازې د لوبو لپاره نه وي، بلکې د نړیوالې کرېکټ شورا (اي سي سي) له لوري د رسميت پېژندنې د ترلاسه کولو لپاره به هم یو مهم کمپاین وي.

د لوبډلې غړې بنفشه هاشمي ویلي، دوی له ځان سره یو روښانه پیغام وړي او هغه دا چې نړیواله کرېکټ شورا دې د افغان ښځینه لوبغاړو رسمي حقونه ومني.
نوموړې زیاته کړې: «که موږ په رسمیت وپېژندل شو، دا به د افغانستان دننه د هغو نجونو لپاره د هیلې او انرژۍ لویه سرچینه وي چې لا هم له محدودیتونو سره مخ دي.»
ټاکل شوې د «افغان ښځو یوولس کسیزه لوبډله» د جون او جولای میاشتو پر مهال په انګلستان کې څو سیالۍ ترسره کړي. دغه لوبې د ښځو د شل اوریز نړیوال جام له سیالیو سره هم‌مهاله کېږي، خو د نړیوال جام رسمي برخه نه دي.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان کرېکټ بورډ د ښځو لوبډله په رسمیت نه پېژني او له همدې امله نړیواله کرکټ شورا هم نه شي کولای چې دغه لوبډله خپلو رسمي سیالیو ته پرېږدي.
د لوبډلې مدیرې اېما سټېپلز ویلي، د انګلستان سفر په قصدي ډول د ښځو نړیوال جام او د نړیوالې کرکټ شورا د کلنۍ غونډې له مهال‌وېش سره برابر شوی، څو د لوبډلې د رسمي پېژندنې موضوع په نړیواله کچه مطرح شي.
بلې لوبغاړې رویا صمیم ویلي، دغه لوبډله د افغانستان د هغو نجونو استازیتوب کوي چې په هېواد کې له زده‌کړو او ورزش څخه محرومې شوې دي.
هغې زیاته کړې: «دا لوبډله یوه رڼا ده، یا به یې مړه کړي او یا به یې لا روښانه کړي. دا رڼا د هغو نجونو لپاره ده چې په افغانستان کې د هیلو په تمه ژوند کوي.»
نړیوالې کرېکټ شورا تېر کال د «افغان ښځو د کرېکټ نوښت» په نوم یو پروګرام پیل کړ چې له مخې یې دغو لوبغاړو ته مالي او تخنیکي ملاتړ برابرېږي. خو د دغه پروګرام موده د روان کال په اګست کې پای ته رسېږي او راتلونکی یې لا هم روښانه نه دی.لوبغاړې او د بشري حقونو ملاتړې وايي، د دوی مبارزه یوازې د کرېکټ لپاره نه ده، بلکې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو او حضور د ساتلو لپاره هم ده.


ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه