روغتیاپالان: پاکستان د ایډز د چټک خپرېدو له ګواښ سره مخ دی

په پاکستان کې د ایډز د ناروغۍ د پېښو د پرلهپسې زیاتېدو په اړه روغتیاپالانو او اړوندو بنسټونو اندېښنه ښودلې او له حکومت څخه یې غوښتي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي، پېژندنې، درملنې او پاملرنې لپاره کورنۍ بودیجه زیاته کړي.
دا څرګندونې د «پاکستان کې د ایډز د زیاتېدونکو پېښو، لاملونه، ستونزې او د حل لارې» تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې وشوې، چې د «برېج کنسلټنټس بنسټ» له خوا جوړه شوې وه.
ګډونوالو وویل، په داسې حال کې چې د نړۍ ډېرو هېوادونو د مخنیوي او درملنې د پراخو پروګرامونو له لارې د ایډز نوې پېښې راکمې کړې دي، پاکستان بیا د دغې ناروغۍ د خپرېدو له زیاتېدونکي بهیر سره مخ دی.
د بنسټ مشر ډاکټر سید شرف علي شاه وویل، د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په پاکستان کې د ایډز نوې پېښې له ۲۰۱۰ کال کې شاوخوا ۱۶ زرو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۴۸ زرو ته لوړې شوې دي، چې پاکستان یې د ختیځې مدیترانې په سیمه کې د دې ناروغۍ له چټک خپرېدونکو هېوادونو څخه ګرځولی دی.
د غونډې ګډونوالو د رتوډېرو، میرپورخاص، نوابشاه، کراچۍ، حیدراباد، ملتان، تونسه، ډېره غازي خان او سرګودها په ګډون سیمو کې د ماشومانو ترمنځ د ایډز د خپرېدو وروستیو پېښو ته په اشارې وویل، دغو پېښو د روغتیايي مرکزونو د انتان ضد تدابیرو کمزورتیاوې په ډاګه کړې دي.
هغوی ټینګار وکړ چې د ناروغۍ د موندلو ازموینې او سلا مشورې باید پراخې شي، د بېاجازې روغتیايي مرکزونو څارنه پیاوړې شي، د خوندي پېچکاریو کارول دود شي او د کارول شویو ستنو او طبي کثافاتو خوندي له منځه وړل یقیني شي.
ګډونوالو وویل چې ایډز یوازې یوه روغتیايي ستونزه نه ده، بلکې یوه ټولنیزه او پرمختیايي ننګونه هم ده چې د حکومت، روغتیايي ادارو، رسنیو، مدني ټولنو او اغېزمنو کسانو ګډو هڅو ته اړتیا لري.
د غونډې په پای کې ګډونوالو ژمنه وکړه چې د علمي شواهدو پر بنسټ به د ایډز د مخنیوي پروګرامونو ملاتړ کوي او د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره به خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.
