د کندهار شاولیکوټ، میانشین او نېش ولسوالۍ د انځرو د تولید له اړخه خورا مشهورې دي، خو سږکال د شاولیکوټ ولسوالۍ په ګڼو کلیو کې د انځرو په بڼونو کې یو ډول ناروغې ګډه شوې ده.
بڼوال وايي، هر کال خپل باغونه له نباتي ناروغیو ژغوري، خو سږکال یې د سترګو په رپ کې د انځرو حاصلات د منځه تلو له ګواښ سره مخ شول.
د صبغت الله په نوم یو بڼوال افغانستان انټرنشنل ته وویل:«باغونه مو نور حاصل ته د نږدې کېدو په حال کې دي، خو ورځ تر بلې انځر خرابیږي، وچیږي، پر ځمکه رالویږي او د انځر منځ یو ډول ورستېږي. زراعت والا مو راوستل، دوا مو باندې وپاشله، خو هېڅ ګټه یې ونه کړله».
د انځرو بڼوالو دې ناروغۍ ته د «ژړي او سپیروږې» نوم ورکړی دی او وايي، د انځرو د خوسا کېدو تر څنګ د انځرو رنګ ورسره تغییر کړی او له ونو څخه پر ځمکه رالوېږي.
د احمدالله په نوم د شاولیکوټ ولسوالۍ یو بڼوال وايي:«زموږ په ولسوالۍ کې دا مرض اول د کلا په کلي پیدا شو، بیا نو د سیاه سنګ، غاشین، بېیني، شیرجان، نجمالدین، کاریز، لعل خان کڅ او بیتل کلیو کې هم دا مرض په باغونو ګډ شو. د خلکو باغونه خراب دي، اوس موږ ټول حیران یو چې څه وکړو؟»
بڼوال له مسولو چارواکو او موسسو څخه غوښتنه کوي چې د دوی د انځرو په بڼونو کې د خپرې شوې ناروغۍ په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي.
د کرنې برخې پوهان وايي، له شاولیکوټ او میانشین ولسوالیو څخه د انځرو په باغونو کې د ورګډې شوې ناروغۍ په اړه بېلابېلې نمونې یې ترلاسه کړې دي، خو دې ستونزې ته پر وخت د نه رسېدو له امله یې اوس مخنیوی ستونزمن دی.
یو تن کرنپوه انجینر برهانالدین وايي:«دا ستونزه د نبات د غذا له امله رامنځته کېږي او همدارنګه اقلیمي فشارونه هم د دې لامل کېږي چې حشرات او د ګردې انتقالوونکي عوامل د القاح لپاره چمتو نه شي او دا یې لامل دی چې دانې پر ځمکه رالویږي او انځر خرابیږي».
نوموړي زیاته کړه، چې « انځر د هر ډول فشار پر برابر ډېر کم مقاومت لري، هغه که اقلیمي فشار، د ډېرو یا کمو اوبو فشار وي او یا بل څه وي. که دې لاملونو ته پاملرنه وشي او پروخت کنټرول شي نو بیا به باغونه له دې ستونزو څخه ساتل شوي اوسي.»
د انځرو دغه بڼونه چې اوس نباتي ناروغي پرې ګډه شوې، درې اونۍ وروسته یې باید حاصل راټول شوی وای، خو بڼوال وايي چې د سږکال زحمتونه او ستړیاوې یې په اوبو لاهو شوي.
په ورته مهال د انځرو کاروباریان وايي، چې که په کندهار کې د انځرو په باغونو کې د نباتي ناروغۍ مخنیوي ونه شي، ښايي د وچې میوې کاروبار ته میلیونونه ډالر زیان واوړي.
په کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست ویلي چې د کندهار په ځینو ولسوالیو کې د انځرو په بڼونو کې د نباتي ناروغۍ د مخنیوي په موخه یې بڼوالو ته لارښوونې کړې دي، خو د انځرو په بڼونو کې د راپیدا شوې ناروغۍ د بشپړ مخنیوي په اړه یې د چټک اقدام په اړه څه نه دي ویلي.