• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عراق نجف ته د افغان او پاکستاني وګړو پر سفر محدودیتونه ولګول

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۸ GMT+۱

عراق نجف او بغداد ته د افغانستان او پاکستان پر وګړو د سفر نوي محدودیتونه لګولي دي. د دغې پرېکړې له مخې، له ایران نه دغو هوايي ډګرونو ته د افغان او پاکستاني مسافرینو لېږد تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د عراق د کورنیو چارو وزارت او د نجف په نړیوال هوايي ډګر کې مېشتې د کډوالۍ ادارې په هغو الوتنو کې چې له ایران نه د نجف او بغداد هوايي ډګرونو ته کېږي، د افغان او پاکستاني مسافرو د منلو لپاره نوي شرایط او محدودیتونه وضع کړي دي.

د خپرې شوې خبرتیا پر بنسټ، نجف او بغداد ته په تلونکو الوتنو کې د افغانستان او پاکستان د تابعیت لرونکو مسافرو منل تر بلې خبرتیا پورې ممنوع اعلان شوي دي.

په دغه اطلاعیه کې راغلي چې د دغو هېوادونو د مسافرو لېږد یوازې په هغه صورت کې شونی دی چې د هغوی د ویزې تصویر تر الوتنې وړاندې د مقصد هوايي ډګر (نجف یا بغداد) د کډوالۍ ادارې له خوا په رسمي توګه تایید شوی وي.

په ورته وخت کې په دې پرېکړه کې ځینې استثناوې هم په پام کې نیول شوې دي.

د دغو محدودیتونو له مخې، د کورنۍ غړي لکه مېرمنې او ماشومان، همدارنګه تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان او د ۵۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکي کسان له دغو نویو محدودیتونو څخه مستثنی دي.

خو د افغانستان او پاکستان هغه مجرد او ځوان نارینه مسافر چې په دغو استثنايي ډلو کې شامل نه وي، حتا د عراق د معتبرې ویزې په لرلو سره هم په الوتنو کې نه منل کېږي او سفر ته نه پرېښودل کېږي.

د ایران هما هوايي شرکت افغان او پاکستاني مسافرو ته سپارښتنه کړې ده چې د ټکټونو تر پېرلو او سفر تر پلانولو وړاندې دغه اعلان شوي شرایط او محدودیتونه په جدي توګه په پام کې ونیسي .

د عراق دغه اقدام ظاهرا د هغو ځوانانو مخنیوی ګڼل کیږي، چې له سفر وروسته په دغه هېواد کې پاتې کیږي، یا نورو هېوادونو ته د کار لپاره ځي.

په عراق کې بندي یو شمېر افغان کډوال په زندانونو کې د خپلو سختو شرایطو په اړه شکایت کوي او ددغه هېواد پر پولیسو تور لګوي، چې د پیسو په مقابل کې یې خوشې کوي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۳

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۴

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۵

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

•
•
•

نور کیسې

ایران د همايون نورزي په نوم یو ۷۰ کلن افغان اعدام کړی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۲ GMT+۱
ایران د همايون نورزي په نوم یو ۷۰ کلن افغان اعدام کړی
100%

د ایران د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو خبر ورکړی، چې ایراني چارواکو د همایون نورزي په نوم یو ۷۰ کلن افغان د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل په مرکزي زندان کې اعدام کړی دی. دغه افغان کډوال شاوخوا دوه کاله وړاندې د نشه‌يي توکو په تړاو د تورونو له امله نیول شوی.

هه‌نګاو سازمان ویلي دي چې د دغه عمر خوړلی افغان بندي د اعدام حکم د یکشنبې په سهار، د غبرګولي په ۳۱مه د زابل په مرکزي زندان کې پلی شوی دی.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، همایون نورزی شاوخوا دوه کاله مخکې نیول شوی و او وروسته د ایران د قضایه قوي له لوري د نشه‌يي توکو په قاچاق او جرایمو کې د ښکېلتیا له امله په اعدام محکوم شو او د محکومیت دغه موده یې د زابل په مرکزي زندان کې تېره کړې.

ایران تر اوسه په رسمي توګه د دغه افغان د اعدامولو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران درې ورځې وړاندې د عبدالله جلالي په نوم یو ۲۵ کلن افغان وګړی هم د زاهدان په زندان کې اعدام کړی و.

طالبانو په هرات کې د «ږيرې لنډولو» په تور ۱۶ روغتیايي کارکوونکي نیولي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۱
طالبانو په هرات کې د «ږيرې لنډولو» په تور ۱۶ روغتیايي کارکوونکي نیولي
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د یکشنبې په ورځ د طالبانو د امر بالمعروف ماموران د هرات حوزوي روغتون ته ننوتلي او د روغتون د اداري مدیر په ګډون یې ۱۶ روغتیايي او اداري کارکوونکي نیولي دي.

د سرچینو په وینا، نیول شوي کسان د طالبانو د امر بالمعروف ادارې ته انتقال شوي او «په یوه کانټینر کې ساتل کېږي.»

د راپورونو له مخې، په وروستیو دوو ورځو کې طالبانو په هرات کې د هغو کسانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي چې ږیرې یې خرییلې یا لنډې کړې دي.

سرچینې وایي، د کهسان ولسوالۍ شاوخوا ۲۰ کسان هم په همدې تور نیول شوي او ډیری یې د هرات–مشهد د ترانسپورتي لارو موټر چلوونکي دي.

ویل کېږي ځینې نیول شوي کسان تر لیکلي ضمانت وروسته خوشې شوي دي.

همدارنګه په ښار کې دننه هم یو شمېر نور ملکي وګړي د لنډې یا خرییلې ږیرې له امله نیول شوي دي. په نیول شویو کسانو کې مدني فعال امان الله حسینی هم شامل دی، چې د شنبې په ورځ نیول شوی و.

سرچینو زیاته کړې چې د هرات–اسلام کلا په سرحدي سیمه کې هم د نړیوالو موسسو شل کارکوونکي د «لنډې ږیرې» په تور نیول شوي دي. په نیول شویو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، د اسیا پراختیايي او ټولنیزې موسسې، د کلیو د بیارغونې اتحادیې او د نورو بنسټونو کارکوونکي شامل دي.

یادو ادارو تر اوسه د خپلو کارکوونکو د نیولو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

هرات په وروستیو اونیو کې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله د ولسي لاریونونو او اعتراضونو شاهد پاتې شوی، خو طالبانو دغه لاریونونه ځپلي دي.

ایران ملا محمد حسن اخوند ته د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون بلنه ور کړې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۵۹ GMT+۱
ایران ملا محمد حسن اخوند ته د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون بلنه ور کړې
100%

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر رییس ملا عبدالواسع ته د دغه هېواد د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې او تدفین په مراسمو کې د ګډون په موخه د ملا محمد حسن اخوند په نوم یو رسمي بلنلیک سپارلی دی.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ وایي، د دغې ډلې د ریاست‌الوزرا د دفتر رییس او په کابل کې د ایران سفیر په یوه لیدنه کې د کډوالو د ستونزو، سوداګریزو اړیکو او دوه‌اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو د ریاست‌الوزرا د دفتر رییس ته یو رسمي بلنلیک سپارلی چې پر بنسټ یې د طالبانو د حکومت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند او ورسره مل پلاوی د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې او تدفین په مراسمو کې د ګډون لپاره بلل شوي دي.

علي خامنه‌يي، چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې د ایران ستر مذهبي مشر و، څلور میاشتې وړاندې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

د هغه تر مړینې وروسته د سیمې هېوادونه او متحدین د ایران له نوي وضعیت سره د تعامل په حال کې دي.

د طالبانو او ایران اړیکې، چې پخوا د ایډیولوژیکو اختلافاتو او سرحدي شخړو له امله ترینګلې وې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تدریجي ډول پراخې شوې دي.

تهران، که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په کابل کې یې خپل سفارت فعال ساتلی او د سوداګرۍ، ترانزیت، کډوالو او امنیتي همکاریو په برخو کې له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي.

په دې وروستیو کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ایراني چارواکو د مقاومت جبهې غړي له ایران نه د طالبانو پرضد له وسله وال مخالفت څخه منع کړي دي.

د سرچینو په وینا، داسې اټکل کیږي، چې تهران ښايي له متحده ایالاتو سره له هوکړې وروسته، په نږدې راتلونکي کې د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني.

د طالبانو والي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره پر سوداګریزو همکاریو غږیدلی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۱
د طالبانو والي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره پر سوداګریزو همکاریو غږیدلی
100%

د طالبانو د هرات والي رسنیز دفتر وايي چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین د هرات لپاره د طالبانو له والي مولانا اسلام‌جار سره وکتل. دواړو لوریو د هرات او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې اړوند همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د هرات والي رسنیز دفتر نن یکشنبه د والي اسلام‌جار له قوله ویلي، چې نوموړي په دې لیدنه کې هرات د سیمې له بازارونو سره د نښلېدو مهم محور او د هېواد اقتصادي دروازه بللې ده.

هغه زیاته کړې چې دغه ولایت د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو پانګونو د راجلبولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د طالبانو د هرات والي همدارنګه د اورګاډي پټلۍ د جوړولو او پراختیا، د هرات د سوداګرو د ستونزو د حل او هغوی ته د ویزو په ورکولو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

هغه له قزاقستاني پانګوالو او اقتصادي پلاویو غوښتي، چې د هرات سوداګریز او صنعتي ظرفیتونه وګوري.

په دې لیدنه کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین له افغانستان او په ځانګړي ډول له هرات ولایت سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو د هرات د والي د دفتر له قوله، نوموړي وویل چې هېواد یې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او د اقتصادي تجربو د تبادلې په برخو کې د همکاریو پراخولو ته پوره لېوالتیا لري.

قزاقستاني پلاوي افغانستان ته په خپل سفر کې په کابل کې د افغان-قزاق د ګډې سوداګریزې ناستې په ترڅ کې د صادراتو او وارداتو د پراختیا او اسانتیا په موخه ۲۵ د همکارۍ تړونونه هم لاسلیک کړل.

د قراقستان مرستیال لومړي وزیر د طالبانو له رییس الوزرا سره په ناسته کې وویل، چې د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ پروژه کې ددوی ونډه خیرات نه دی بلکې دا د دوی خپله سوداګریزه اړتیا ده.

طالبانو د نوي کابل ښار د صنعتي ښارګوټي پلان د پلي کېدو سند لاسلیک کړ

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۲۶ GMT+۱
طالبانو د نوي کابل ښار د صنعتي ښارګوټي پلان د پلي کېدو سند لاسلیک کړ
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک کړ. د دغه پلان له مخې، دا ساحه به د صنعتي فعالیتونو، فابریکو او اقتصادي پروژو د پراختیا لپاره وکارول شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت نن یکشنبه وویل، چې ددغه وزارت وزیر نجیب الله حیات حقاني د نوي کابل ښار په مربوطاتو کې د «صنایع سبز» په نوم د صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني پړاوونو وروسته لاسلیک کړ.

دغه پلان په نوي کابل ښار کې د ځمکو د کارونې تنظیم، د ښاري زیربناوو پراختیا او د ترانسپورتي شبکو د اصلاح په موخه جوړ شوی دی.

د دغه لاسلیک شوي اصلاحي پلان له مخې، د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي لپاره شاوخوا ۱۶ میلیونه او ۳۰۲ زره مربع متره ځمکه ځانګړې شوې ده.

دغه ځمکه به د صنعتي فعالیتونو، تولیدي فابریکو او د اړوندو اقتصادي پروژو د پراختیا او همدارنګه د زیربنایي او خدماتي تاسیساتو لپاره وکارول شي.

د طالبانو د تخنیکي کمېټې د موندنو پر بنسټ، په دغه اصلاحي پلان کې د ځمکو د کارونې، د سړکونو د مسیرونو، عامه تاسیساتو او صنعتي ساحو اړوند شته ستونزې ارزول شوې او د حل لپاره یې اړین تعدیلات راوستل شوي دي.

یاده اداره وايي، چې په پلان کې د عامه المنفعه تاسیساتو، خدماتي مرکزونو، شنو ساحو، برېښنا، اوبو رسولو او ترانسپورتي شبکو لپاره ځانګړې ساحې مشخصې شوې دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د دغه راز پلانونو ترتیب او پلي کول د ښاري نظم د ټینګښت، د ځمکو د قانوني مدیریت، د پانګونې د جذب او اقتصادي ودې لپاره مهم بللي.