• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پارلمان غړی: بلوچستان ته تلونکې ټولې لارې «ټي ټي پي» او «بي اېل اې» نیولي دي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۷ GMT+۱

د پاکستان د پارلمان غړی عادل خان بازی وایي، چې بلوچستان ايالت ته تلونکې لارې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) او د بلوڅ ازادۍ غوښتونکې ډلې (بي اي اې) نیولي او تړلي دي.

بازي د پارلمان غونډې ته په وينا کې وويل، وزيران بايد د بلوچستان ایالت ستونزو ته پاملرنه وکړي ځکه يوازې دغه ایالت کولی شي چې د پاکستان د اقتصاد ستونزه هواره کړي.

هغه وويل، پاکستان کې چې د ترهګرۍ کومه څپه راغلې ده لامل په هېواد او په بلوچستان ايالت کې بې روزګاري ده.

بازي د بلوچستان ايالت د سړکونو د بنديز په تړاو د پارلمان غړو ته په خطاب سره وويل، «زه بلنه درکوم د ډېره اسماعيل خان لخوا د کراچۍ يا د ډېره لخوا راسره په سړک بلوچستان ته لاړ شئ دا ټول سړکونه بند دي هغه لارې بي اېل اې او ټي ټي پي نيولې دي».

نوموړي وويل، د بلوچستان ايالت امنيتي وضعيت ډېر خراب دی، د ورځې ۳۰، ۳۰ ګاډي سوځول کيږي چې بیې یې په ميليونونو کلدارې دي ځکه اقتصاد تباه کېږي.

هغه د کورنيو چارو پر وزير محسن نقوي نيوکې وکړې چې «هواي ميدان ته راغلو او بېرته ستون شو».

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

•
•
•

نور کیسې

د خواجه اصف ادعا: افغانستان له هند سره یو ځای پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې لاس لري

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱
د خواجه اصف ادعا: افغانستان له هند سره یو ځای پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې لاس لري
100%

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د خيبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې له پرله پسې دوو چاودنو له رامنځته کېدو وروسته ويلي، اوس باید په یووالي سره د ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده مبارزه وشي او ترهګرو ته ماتې ورکړل شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، د دغه هېواد دفاع وزير خواجه اصف په يوه بیان کې ویلي، چې د تېر کال له ماتې وروسته، افغانستان هم له هند سره یو ځای د پاکستان په خاوره کې په ترهګریز پېښو کې ښکېل دی او همداراز یې ادعا کړې، چې دغه دوه هېوادونه په پاکستان کې له وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي.

د شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا له بنو ښار څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره لرې د برغنتو اړوند د احمدزي پولیس حوزې په سیمه کې په دوو پرلپسې چاودنو کې ۷ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

پاکستان له اوږدې مودې راهيسې ادعا کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په پاکستان کې د نا امنیو او ترهګریزو پېښو ګراف لوړ شوی او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاريږي.

خو طالبانو تل د پاکستان دغه ډول تورونه او ادعاوې په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې نا امني د دغه هېواد کورنۍ مساله ده او په وار وار یې ډاډ ورکړی، هېچاته اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

شهباز شريف د امریکا او ایران د خبرو په دوام سره سويس ته روان شو

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱
شهباز شريف د امریکا او ایران د خبرو په دوام سره سويس ته روان شو
100%

د پاکستان د لومړي وزير دفتر ويلي، د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک د لاسلیکولو په دوام به سبا (یکشنبه) د سویس په بورګنسټاک کې د امریکا او ایران تر منځ په تخنیکي کچه خبرې وشي. په دغو خبرو کې د ګډون په موخه شهباز شریف هم نن ماخوستن (شنبه د غبرګولي ۳۰مه) د سویس پر لوري روان شوی دی.

د شهباز شريف دفتر د شنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۳۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دې سفر کې له شهباز شریف سره د دغه هېواد د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو قومندان عاصم منیر هم مل دی.

له دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په مشرۍ او د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي په ګډون د ايران مذاکراتي پلاوی سویس ته روان شوی دی.

تر دې وړاندې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی وو، چې د ايران او امریکا ترمنځ تخنیکي مذاکرات به د یکشنبې په ورځ په سویس کې پیل شي.

د اسراییل چېنل ۱۲ د راپور له مخې، په سویس کې د یکشنبې په ورځ له ايران سره په پیلېدونکو مذاکراتو کې د امریکا لومړنۍ موخه د داسې یوې هوکړې ترلاسه کول دي، چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس مفتشینو ته د ایران د اټومي سایټونو د پلټنې اجازه ورکړي. که تهران موافقه وکړي، نو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته به دا لومړی ځل وي چې د ایران د اټومي تاسیساتو پلټنې ترسره کېږي.

د امریکا د سي‌بي‌اېس شبکې د راپور له مخې، د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس عمومي رییس رافایل ګروسي به هم په سویس کې د ايران او امريکا ترمنځ خبرو اترو کې ګډون وکړي.

نسيمه مندوخېل: د جمهوريت له منځه وړلو سره افغان وطن د ښځو لپاره پر یوه لوی زندان بدل شوی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
•
فضل عزیز
نسيمه مندوخېل: د جمهوريت له منځه وړلو سره افغان وطن د ښځو لپاره پر یوه لوی زندان بدل شوی
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) د مرکزي کمېټې غړې نسيمه مندوخېل په افغانستان کې د طالبانو له لوري د زده‌کړو له دوامه او په ټوله کې په ټولنیزو او سیاسي چارو کې له مشارکت څخه د افغان ښځو منع کېدل رد کړل او هغه یې د غندنې وړ وبلل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) د مرکزي کمېټې غړې نسيمې مندوخېل له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «له هغې تاريخې تورې ورځې چې کله جمهوري حکومت له منځه وړل شوی افغان وطن د ښځو لپاره يو لوی زندان ګرځېدلی دی».

هغې زیاته کړه: «د خويندو او لوڼو زده کړې زموږ اساسي، بشري، فطري او اسلامي حقونه دي. زموږ په کلتور او پښتونولۍ کې هم ښځو تل د ننګ او ټولنيز ژوند د پرمختګ لپاره هر ډول هڅې کړي دي. که تاريخ وګورو د ميوند ملاله او زرغونه له وخت سره سم له خپلو سړيو سره اوږه په اوږه ودرېدلي دي که په سياسي ميدان کې دي او که د جګړې په ميدان کې دي».

نسیمې مندوخېل همداراز څرګنده کړه، چې په پښتون افغان وطن کې يوازې خويندې لوڼې بې علمه نه دي پاتې؛ په سياست کې په هنر کې په روزګار کې شاته پاتې کړل شوي دي «باجود د دې چې اسلام او زموږ کلتور موږ له دې څخه نه منع کوي».

مندوخېل د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د بنديزونو په اړه وویل: «که څه هم په دې کار کې زموږ خپل خلک کارول کيږي، خو بيا هم دا پردۍ پروژه ده. د دې شاته ډېر غټ قوتونه ناست دي او هغوی نه غواړي چې د پښتون افغان نسل دې ښه وروزل شي او هغوی دې له غلامۍ څخه خلاص شي».

هغې په ډاګه کړه: «بيا هم د وخت له مشرانو او له واکدارانو څخه زموږ غوښتنه ده، چې ښځو ته دې په ټولنه کې عزت، امنيت، د پښتنې او اسلامي حقونو له مخې د ازادۍ او کار حقونه ورکړل شي».

د نسیمې مندوخېل په څېر په پاکستان کې د بشري حقونو، سياسي ګوندونو او د ښځو د حقونو فعالانو په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر افغان ښځو او نجونو د لګول شویو بنديزونو او په دې وروستيو کې په هرات کې د ښځو ځورولو ته سخت غبرګونونه ښودلي دي.

له هېواده بهر دغه ډول غبرګونونو ورورسته له هغې زور واخیست، چې طالبانو په هرات کې یو شمېر ښځې د بې‌حجابۍ په تور ونیولې.

د ډاکټرې ماه نور ناصر ورور وايي خور یې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱
•
فضل عزیز
د ډاکټرې ماه نور ناصر ورور وايي خور یې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري
100%

د بلوچستان په دولتي روغتون کې چې څه موده مخکې د ډاکټرې ماه نور ناصر پر مخ تېزاب پاشل شوي، دمګړۍ یې د کراچۍ په یوه روغتون کې درملنه روانه ده. خو کورنۍ یې وايي، چې بايد په بېړني ډول یې درملنه وشي، څو سترګې یې وژغورل شي. ځايي حکومت ژمنه کړې، چې د درملنې لپاره به امریکا ته واستول شي.

د ډاکټرې ماه نور ناصر ورور فرحت‌الله له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، دوی د بلوچستان د سيمه‌ييز حکومت له هغو څرګندونو چې ګواکې خور به یې د ښې درملنې لپاره امریکا ته ولیږدوي هر کلی کوي او زیاته یې کړه: «ډاکټره ماه نور چټکې درملنې ته اړتيا لري او د دغې لپاره که د بلوچستان حکومت دغه پروسه ګړندۍ کړي د هغې سترګې به وژغورل شي».

په بلوچستان کې هغه ډاکټره چې پرمخ یې تېزاب پاشل شوي امریکا ته د درملنې لپاره لېږل کېږي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د بلوچستان ايالتي حکومت پرون (جمعه د غبرګولي ۲۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه وويل، د تېزابو ښکار شوې ډاکټرې درملنه د کراچۍ په یوه روغتون کې روانه ده او د لاښې درملنې لپاره یې امريکا ته د لېږلو تياريانې بشپړې شوې دي.

فرحت‌الله د ډاکټره ماه نور د اوسني روغتيايي حالت په اړه وویل، د هغې درملنه روانه ده، ډاکټران ډېرې هڅې کوي، چې د هغې ښه درملنه وکړي، خو بشپړه درملنه به یې وخت ونيسي.

نوموړي پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو د پاشلو د پېښې په اړه وويل: «کورنۍ یې پر دغې پېښې غمجنه او له یوه سخت وخت څخه تېريږي او لومړيتوب یې د ډاکټرې درملنې ته دی».

هغه د بلوچستان سیمه‌ييز حکومت ته په خطاب کې وویل: «که د دغې پېښې تر شا کوم بل لاس هم وي دوی تمه لري څنګه چې په ډاکټرې ماه نور کوم کس تېزاب پاشلي هغه له منځه يوړل شو که چېرې د دې پېښې تر شا کوم بل لاس هم وي هغه کړۍ به هم معلومې شي».

فرحت‌الله د ډاکټرې ماه نور له پېښې وروسته په بلوچستان کې د ډاکټرانو د اعتراضي لاريون او پرلت د دوام او د ډاکټرانو د امنیت په تړاو وویل:: «امنيت د هر ډاکټر ان د هر چا اساسي حق دی زه له حکومته خواست کوم چې دوی ته دې امنيت برابر کړل شي».

د ډاکټرې ماه نور له پېښې وروسته په بلوچستان ايالت کې د ځوانانو ډاکټرانو ټولنې اعتراضي لاريون او پرلت پيل کړی او له اړوندو مسوولینو یې غوښتي، چې ډاکټرانو او په روغتونونو کې د امنيت لپاره قانون جوړ شي او همداراز د ډاکټر ماه نور د پېښې دې په عدالتي کچه پلټنې دې وشي.

د یادونې وړ ده، چې پر ډاکټرې ماه نور ناصر د روانې جون میاشتې پر شپږمه د کوټې په دولتي روغتون کې یوه کس تېزاب وپاشل او بیا وتښتېد. د ډاکټرې مخ سوځېدلی او د بريدګر په اړه ويل شوي، چې له پېښې وروسته له پوليسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۰ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۵ GMT+۱
شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، د افغان کډوالو د بېرته مېشتېدو لپاره یو سوله‌ییز، باثباته او اقتصادي پلوه پیاوړی افغانستان اړین دی.

شهباز شریف ویلي: «یو سوله‌ییز، باثباته او اقتصادي پلوه مقاوم افغانستان د افغان وګړو د باعزته ستنېدو او دوامداره بیا ادغام لپاره بنسټیز اهمیت لري.»
شهباز شریف ویلي، پاکستان د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې سره یو ځای د نړۍ له کډوالو سره خپل پیوستون څرګندوي.
نوموړي زیاته کړې چې دا ورځ په نړیواله کچه د کډوالو پر وړاندې د خواخوږۍ د پیاوړتیا او د هغو ستونزو په اړه د پوهاوي لپاره نمانځل کېږي چې کډوال ورسره مخ دي.
د هغه په وینا، د پاکستان لپاره دا یوازې د یوې ورځې احساساتي دریځ نه دی، بلکې هغه بشري ژمنتیا ده چې هېواد یې نږدې نیمه پېړۍ عملي کړې ده.
شهباز شریف ویلي، د ۱۹۷۹ کال له پېښو وروسته میلیونونه افغانان د جګړو او ناامنۍ له امله پاکستان ته کډه شول او پاکستان، د خپلو محدودو سرچینو سربېره، نه یوازې خپلې پولې بلکې خپل زړه هم دوی ته پرانیستی و.
هغه زیاته کړې چې پاکستان د خپل بشري دود له مخې د کډوالو لپاره مېشت ځایونه او کمپونه جوړ کړل او له څلوېښتو کلونو راهیسې د نړۍ له هغو هېوادونو څخه و چې تر ټولو د ډېرو کډوالو کوربه توب یې کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، د افغان کډوالو څو نسلونه په پاکستان کې په عزت ژوند کړی او د پاملرنې او ملاتړ زمینه ورته برابره شوې ده.

هیره دې نه وي چې په ۲۰۲۳ کې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ویستنې لړۍ پېل کړې او تر اوسه روانه ده. دغه لړۍ له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي هم خالي نه وه، په زیات شمېر سیمو کې له افغان کډوالو سره بد او سخت چلندونه هم راپور شوي، په یو شمېر ښارونو کې افغانان حتا په زندانونو کې هم اچولي او په زیات شمېر سیمو کې په دوی پسې د کورنو د دروازو ماتول هم راپور شوي چې تاوتریخوالی ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو او بشر حقونو ادارو بار بار له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت چلند غیرې انساني او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل یې ګڼلی او د افغانانو د جبري ویستنې د ودرېدو غوښتنه یې کړې خو تر اوسه لا د پاکستان حکومت ددغه ادارو غبرګون ته ځواب ندی ورکړی.