اډیاله زندان کې د یوې افغانې کډوالې کیسه: «له موږ سره تبعیضي چلند کېده»

د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت، یوې افغانې ښځې چې په پاکستان کې د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوې وه، افغانستان انټرنشنل پښتو ته په استولي پیغام کې ویلي چې په اډیاله زندان کې ورسره تبعیضي چلند کیده.
