د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: اسراییل ښايي د امریکا او ایران د هوکړې د ګډوډولو هڅه وکړي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خبرداری ورکړی، چې اسراییل ښايي د واشنګټن او تهران ترمنځ د وروستي لاسلیک شوي هوکړهلیک د بهیر د ګډوډولو او سبوتاژ هڅه وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خبرداری ورکړی، چې اسراییل ښايي د واشنګټن او تهران ترمنځ د وروستي لاسلیک شوي هوکړهلیک د بهیر د ګډوډولو او سبوتاژ هڅه وکړي.
فیدان د ترکیې دولتي خبري اژانس «اناتولي» سره په خبرو کې ویلي، اسراییل تل د داسې فرصت په لټه کې وي چې د سیمهییزو او ډیپلوماټیکو پرمختګونو مخه ونیسي.
هغه وویل: «اسراییل تل په کوم ګوټ کې منتظر وي او چمتو وي چې هر کله فرصت ومومي، په دې بهیر کې سبوتاژ وکړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د وروستي هوکړهلیک په اړه د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم عملي کېدل د سیمې د ثبات او د کړکېچونو د کمېدو لپاره مهم دي.
نوموړي د احتمالي خنډونو او بهرنیو لاسوهنو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د سولې او ډیپلوماسۍ هر بهیر د هغو اړخونو له مخالفت سره مخ کېږي چې د تاوتریخوالي او شخړو دوام په خپله ګټه بولي.
د فیدان دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د وروستي تفاهملیک په اړه د سیمې او نړۍ په کچه بېلابېل غبرګونونه راپارېدلي او ځینې هېوادونه یې د سیمهییز ثبات لپاره یو مثبت ګام بولي.