د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي چې د «باران» په نوم له یوې موسسې سره یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ۴ میلیونه او ۳۱۴ زره او ۳۱۳ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.
د یاد وزارت د نړیوالو اړیکو د همغږۍ او انسجام ریس، محمد داود منصوري، ویلي چې دا تړون د یوه کال لپاره لاسلیک شوی او ټاکل شوې ده د پروژې له لارې ۵۶۹ زره او ۲۱۳ کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې ۵۵ روغتیايي مرکزونه او ۳۷۳ روغتیايي ځالې شاملې دي، چې د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ته به روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
منصوري زیاتوي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به ۱۳۷۳ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي او هغوی به د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې ونډه واخلي.
هغه ویلي چې د تړون د مودې له پای ته رسېدو وروسته د تمدید امکان هم شته، خو دا به د موسسې د فعالیتونو او د خدمتونو د کیفیت له ارزونې سره تړاو ولري. د هغه په خبره، یاد وزارت له هغو موسسو سره همکاري کوي چې معیاري خدمات وړاندې کوي او که د شکایتونو یا ارزونو پر بنسټ د یوې موسسې فعالیتونه د وزارت له غوښتنو سره سم نه وي، تړون یې لغوه کېدای شي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.