• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوه افغانه کډواله وایي، د پاکستاني پولیسو له نیولو وروسته مې د کور ټول توکي لوټ شوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۱۹ GMT+۱

د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې افغانې کډوالې، چې ځان د رسنیو او ښځو د حقونو فعاله معرفي کوي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د پولیسو له لوري له نیول کېدو وروسته یې د کور وسایل لوټ شوي.

نوموړې، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په پاکستان کې اوسېده، وایي د خپلو مدني او رسنیزو فعالیتونو له امله امنیتي ننګونو کډوالۍ ته اړ کړې وه. د هغې په وینا، د ژوند د خوندیتوب لپاره پاکستان ته ولاړه او هلته یې له تېرو څلورو کلونو ژوند کاوه.

هغې ویلي چې پاکستان ته په قانوني ویزه تللې وه او تر هغه وخته چې د ویزو د تمدید بهیر روان و، خپله ویزه یې په منظم ډول تمدیدوله. خو د هغې په خبره، وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د ویزو د تمدید پروسه ودروله، نور یې د استوګنې قانوني اسناد نه لرل.

هغې وویل چې د امنیتي ګواښونو له امله یې نشوی کولای افغانستان ته ستنه شي، نو اړ وه چې له اسنادو پرته هم په پاکستان کې پاتې شي.

د نوموړې په وینا، یوه ورځ پولیسو د دوی د کور دروازه ماته کړه، هغه یې ونیوله او وروسته یې افغانستان ته ډیپورت کړه.

هغې ادعا کړې چې د نیول کېدو له ورځې تر ډېپورټ کېدو پورې له بېلابېلو ستونزو سره مخ وه. د هغې په خبره، په توقیف او کمپونو کې پولیسو د کډوالو مالونو او پیسو ته لاس اچاوه. دهغې په خبره د پیسو د سپارلو پر مهال، چې کمپ ته د ننه د وړلو اجازه نه ورکول کېده، د هغې یوه اندازه پیسې د پولیسو لخوا غلا شوې دي.

نوموړې وایي، کله چې له کمپ څخه راووته، خبره شوه چې د استوګنې د سیمې خلکو یې د کور سامانونه لوټ کړي دي.

هغې د کډوالۍ دغه دوره د خپل ژوند تر ټولو ترخه خاطره بللې او د افغان کډوالو پر وړاندې یې د پاکستان پر پلې کېدونکي سیاستونو نیوکه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او ګڼ شمېر هغه افغانان یې هم بېرته افغانستان ته ستانه کړي چې، په خپل هېواد کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د بشري حقونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لوري څو ځله د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر سیاستونو نیوکه شوې او دغه اقدامات یې د نړیوالو کډوالۍ اصولو او قوانینو خلاف بللي دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د تخار پوهنتون یو محصل: طالبانو یو شمېر محصلان د خولۍ نه‌لرلو له امله نیولي او وهلي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۹ GMT+۱
د تخار پوهنتون یو محصل: طالبانو یو شمېر محصلان د خولۍ نه‌لرلو له امله نیولي او وهلي
100%

د تخار پوهنتون یوه محصل افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ادعا کړې چې د تیرې چهارشنبې په ورځ، یو شمېر محصلان د خولۍ نه لرلو له امله د پوهنتون د طالب ساتونکو له خوا نیول شوي او د دغو ځواکونو استوګنځي ته لېږدول شوي دي.

دغه زده‌کوونکي ویلي چې دا پېښه یې په خپلو سترګو لیدلې او د پوهنتون ګڼ نور محصلان هم شاهدان دي.

د نوموړي په وینا، له ځینو محصلانو سره چلند یوازې تر نیولو محدود نه و، بلکې سپکاوي کوونکي الفاظ هم ورته کارول شوي دي.

هغه ادعا کړې چې یو شمېر محصلان له فزیکي تاوتریخوالي سره هم مخ شوي او وهل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د تخار پوهنتون د یوه زده کوونکي روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

د دارالعلوم یوه زده‌کوونکې: ښوونکي په کتابونو کې د ښځو اړوند موضوعات سانسوروي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۲۹ GMT+۱
د دارالعلوم یوه زده‌کوونکې: ښوونکي په کتابونو کې د ښځو اړوند موضوعات سانسوروي
100%

د طالبانو د دارلعلوم یوې زده‌کوونکې افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالېږلي یو پیغام کې ویلي، چې په کتابونو کې راغلي د ښځو اړوند موضوعات د ښوونکو له‌خوا نه تدریس کېږي او له دوی غواړي دغه پاڼه واړوي او له لوستلو یې ډډه وکړي.

هغه وایي، ځینې موضوعات یا په بشپړ ډول نه تدریسېږي او یا هم تر سانسور لاندې راځي. دغه زده‌کوونکې وایي، په یوه درس کې چې د دري ژبې د مضمون برخه و او عنوان یې «په اسلام کې د ښځې مقام» و؛ استاد زده‌کوونکو ته ویلي چې د کتاب هغه پاڼه واړوي، ځکه دغه برخه نه تدریس کېږي.

هغې په خپل پیغام کې ویلي، چې د یادې پېښې له لیدو وروسته ډېره حیرانه شوې او دا یې د طالبانو د تګلارو له ښځو سره د چلند یوه ښکاره بېلګه بللې ده. د هغې په وینا؛ دغه موضوع پر هغې ژور اغېز کړی او له هماغه ورځې وروسته یې دارالعلوم ته له تګ څخه ډډه کړې ده.

دغه زده‌کوونکې زیاتوي، چې له مجبورۍ دارالعلوم ته ځي؛ ځکه د زده‌کړو لپاره بله هېڅ لاره ورته نه‌ده پاتې. هغه وایي، چې یوازې د څو دیني زده‌کړو لپاره دارالعلوم ته تلله؛ خو اوس د دغه ډول محدودیتونو او د ښځو پر وړاندې د تګلارو له امله له زده‌کړو زړه توری شوې ده. هغه وایي، حیرانه ده چې څنګه د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو تشریح شوې موضوع ورته نه تدریسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ځینې هغه مضامین چې یاده ډله یې د خپلو پالیسیو خلاف ګڼي؛ له درسي نصاب څخه اېستل شوي دي. راپورونه ښيي، طالبانو له عمومي کتابتونونو هم هغه کتابونه ټول کړي چې د دوی د اېډیالوژۍ خلاف دي.

نیوکه کوونکي دغه کړنې د خلکو له پوهې د طالبانو ډار ګڼي او وایي، طالبان ځکه کتابونه لوستلو ته نه پرېږدي چې نوی نسل د طالب غیر اصولي کړنې تحلیل نه‌کړي.

له پاکستان نه اېستل شوي کډوال: د وهلو او بندیانولو ترڅنګ پولیسو له موږ پیسې هم اخیستې

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱
له پاکستان نه اېستل شوي کډوال: د وهلو او بندیانولو ترڅنګ پولیسو له موږ پیسې هم اخیستې
100%

له پاکستان نه اېستل شوي افغان کډوال وايي، چې پاکستاني پولیسو ان د اېستلو په وروستیو ورځو کې هم ځورول او پر وړاندې یې له «ظلم» کار اخیستی دی. دغه کډوال وايي، چې د وهلو او بندیانولو ترڅنګ پولیسو پیسې هم ترې اخیستې دي.

افغانستان ته د تازه ستنو شویو افغان کورنیو له ډلې د امیرخان او محمد اغا په نوم دوو ستنو شویو افغانانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پاکستاني پولیسو افغان کډوال سخت ځورول.

دوی زیاته کړې: «پولیس به پرله‌پسې ډول راتلل موږ به یې تنګولو؛ خو د راتګ پرمهال یې زموږ سره شخړه شوه او موږ یې ووهلو او بنديان یې کړو». په تورخم کې د محمد اغا په نوم یو افغان کډوال وايي: «پولیسو د لارې په اوږدو کې له هر کس څخه نږدې ۴زره روپۍ اخیستې دي».

تر دې وړاندې افغانستان ته ستنو شویو کورنیو هم په پاکستان کې د پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کاوه. د کډوالو ملاتړو بنسټونو په وار، وار له دغه هېواده غوښتي، چې د کډوالو د اېستلو پرمهال د بشري حقونو اصولو ته په پام عمل وکړي.

د بامیان پوهنتون یو محصل: په پوهنتون کې د موبایل لرلو له امله طالبانو ټول محصلین ګواښلي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۱
د بامیان پوهنتون یو محصل: په پوهنتون کې د موبایل لرلو له امله طالبانو ټول محصلین ګواښلي
100%

له بامیان نه یو محصل افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې طالبانو په پوهنتون کې د موبایل لرل منع اعلان کړي او د څو محصلانو موبایلونه یې هم مات کړي دي. نوموړي ویلي، طالبانو محصلانو ته ګواښ وکړ که له امر یې سرغړونه وشي له بند او نغدي جریمې سره به مخ شي.

دغه محصل په پوهنتونو کې د موبایل تازه بندیز ته په اشارې د طالبانو ګواښ ته اندېښنه ښودلې. هغه زیاته کړې: «طالبانو محصلینو ته ګواښ کړی، که پوهنتون ته د موبایل سره داخل شي او د دوی له امره سرغړونه وشي؛ نو له یوه میاشت زندان او نغدي جریمې سره به مخ شي».

دغه محصل ویلي، چې طالبانو د بامیان په پوهنتون کې پر محصلینو یوشمېر نور محدودیتونه هم لګولي. هغه زیاته کړې:‌ «طالبانو په پوهنتون کې موبایل بند کړ، ږېره پرېښودل یې جبري کړل او له محصلینو د خاص سپين لباس اغوستلو غوښتنه کړې».

افغان محصلین وايي، دغه وضعیت د محصلینو پر زده‌کړو او ښوونیز چاپېریال منفي اغېز کوي. د راپورونو له مخې؛ د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له لوري داسې لارښوونې شوې، چې د دولتي ادارو کارکوونکي دې له ځیرکو موبایلونو ډډه وکړي؛ خو اوس داسې ښکاري چې دغه بندیز تر پوهنتونونو، ملکي ادارو او ان تر ښارونو هم رسېدلی او د عملي کېدو په حال کې دی.

د سروبي اوسېدونکي: په سروبي کې دوه قبیلې د یوه زیارت د ملکیت پر سر په شخړه کې دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۴ GMT+۱
د سروبي اوسېدونکي: په سروبي کې دوه قبیلې د یوه زیارت د ملکیت پر سر په شخړه کې دي
100%

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دینارخېلو او خواجه‌خېلو قومونو ترمنځ د شپولي بابا د زیارت پر سر پخوانۍ شخړه یو ځل بیا توده شوې او د سیمې خلک د احتمالي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه لري.

یو شمېر شکایت کوونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ادعا کړې، چې د سروبي ولسوالۍ د امر بالمعروف مسوول خان ولي په دې قضیه کې بې‌طرفي نه ده ساتلې.

دوی همداراز ادعا کوي، چې نوموړي د قضیې له یوه لوري مالي ګټه ترلاسه کړې ده.

د دینارخېلو قوم مشرانو او اوسېدونکو ادعا کړې، چې د یاد زیارت د دم، دعا او خدمت حق له شاوخوا څلور سوه کلونو راهیسې له دوی سره دی او دغه دود یې په دوامداره توګه ساتلی دی.

دوی وایي، په وروستیو کې د دې موضوع پر سر اختلافات زیات شوي او د دواړو قومونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. د دوی په وینا، که موضوع په بې‌پرې ډول ونه څېړل شي، د شخړې د پراخېدو احتمال شته.

د سیمې اوسېدونکو د طالب له اړوندو حکومتي ادارو، امنیتي مسوولینو او عدلي او قضایي ارګانونو غوښتي چې د موضوع په اړه بې‌پرې، شفافه او عاجله څېړنه ترسره کړي، د دواړو لورو خبرې واوري او د قانون او عدالت له مخې پرېکړه وکړي، څو د احتمالي تاوتریخوالي او شخړو مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د سروبي د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو په خپلواکه توګه دا نه تاییدوي.