• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د طالبانو د دفاع وزارت د دوو سرچینو منلې چې د «هبتي قطعې» په نوم د ۸۰۰۰ کسیز ځانګړي ځواک د جوړېدو بهیر روان دی، چې تمویل، روزنه او پوځي تجهیزات به یې د روسیې له‌خوا برابر شي. سرچینې وايي چې دا قطعه به د داعـ..ش پر ضد عملیات کوي.

سرچینې وايي، دا قطعه د ډېورنډ کرښې د څار او امنیت ټینګښت لپاره جوړیږي او ټاکل شوې چې د داعش - خراسان ډلې د فعالیتونو پر وړاندې عملیات وکړي او افغانستان ته د هغوی د ننوتلو مخه ونیسي.

د معلوماتو له مخې، دا ځواک به د طالبانو له رسمي امنیتي جوړښتونو جلا وي او یوازې د ملا هبت‌الله اخوندزاده تر مستقیم امر لاندې به فعالیت کوي. د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه به پرې واک ونه لري.

په کندهار او کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې د پخوانیو طالب سرتېرو پوستې به پر خپل ځای پاتې وي، خو د سرحدي وضعیت په اړه به وروستۍ پرېکړې د همدې نوې قطعې له‌خوا کېږي.

د سرچینو په وینا، دا مهال د دې قطعې ۴۰۰۰ کسان د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي او د ثبت بهیر یې روان دی او ۴۰۰۰ نور په کابل کې د تنظیم په پړاو کې دي.

همدارنګه ویل کېږي چې د دې قطعې غړي به د نورو طالبانو په پرتله لوړ معاشونه او امتیازات ولري او استخدام به یې له افسرۍ کچې پیل کېږي.

سرچینې زیاتوي چې یاد ځواک ته به پرمختللې وسلې، د شپې لید تجهیزات، پوځي موټر، چورلکې او څارګر ډرونونه ورکړل شي او جنګیالي به یې د سرحدي ګزمو، قاچاق ضد عملیاتو او د پرمختللې ټېکنالوژۍ د کارونې په برخو کې وروزل شي.

شنونکي د دې اقدام موخه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیتي چارو مرکزي کول، د داعش - خراسان ډلې د فعالیتونو مخنیوی او د احتمالي ګواښونو کنټرول بولي، خو د روسیې د ملاتړ ادعاوې تر اوسه په رسمي ډول نه دي تایید شوې.

د یادونې وړ ده، چې درې اونۍ وړاندې روسیې له طالبانو سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې روسیه د طالبانو پوځي او تخنیکي مرسته کوي او طالبان به منځنۍ اسیا ته د داعش - خراسان ورپېښ ګواښ مهاروي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۱۴ GMT+۱
د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»
100%

د سرپل ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د څښاک اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او د اوبو د ترلاسه کولو په بدل کې طالبان ترې د هر کور پر سر ۲۰۰۰ افغانۍ اخلي. دوی ادعا کوي چې د اوبو نل‌لیکه بنده شوې او خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.

اقغانستان انټرنشنل ته په یوه رسېدلي پیغام کې د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ د خوال کلي یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په سیمه کې د څښاک اوبو ستونزه ورځ تر بلې جدي کېږي او خلک له سختو اقتصادي او روغتیايي ستونزو سره مخ شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې د اوبو د سیستم د مدیریت چارې یو طالب مسوول په اجاره اخیستې دي او د اوبو د بندېدو له امله خلک اړ شوي چې په سختو شرایطو کې د څښاک اوبه برابرې کړي.

د دوی په وینا، هغه نل لیکه چې پخوا د مرستندویه بنسټونو له لوري جوړه شوې وه، اوس بنده شوې ده او د اوبو د ترلاسه کولو لپاره له هر کور څخه ۲۰۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.

دوی زیاتوي چې د اقتصادي ستونزو، د کرنیزو حاصلاتو د کمېدو او د ناروغیو د زیاتېدو له امله د خلکو د ژوند وضعیت نور هم خراب شوی دی.

د خوال کلي اوسېدونکي له اړوندو مسوولو ادارو غوښتنه کوي چې د څښاک اوبو ستونزه ژر تر ژره حل کړي او د اوبو د عادلانه وېش لپاره لازم اقدامات وکړي.

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی
100%

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقاهر بلخي په مشرۍ پنځه کسېز پلاوی سبا له ترکیې نه بروکسل ته رسېږي. د سرچینو په وینا، اروپايي اتحادیې د طالبانو پلاوي ته یوازې درې ساعته وخت ور کړی او ناسته یې هم د شپې کیږي.

باخبره سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل، چې د طالبانو پنځه کسیز پلاوی دا مهال په ترکیه کې دی او ټاکل شوې په دغه هېواد کې د جرمني له سفارت نه ویزې واخلي او په همدې ویزو بروکسل ته لاړ شي.

د طالبانو پلاوی د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او د مهاجرت اړوندو تخنیکي موضوعاتو په اړه د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د خبرو لپاره بلل شوی دی.

اروپايي ټولنه غواړي له طالبانو سره د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه عملي میکانیزمونه وڅېړي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي، جرمونه یې کړي او یا د امنیتي ګواښونو په توګه ګڼل کېږي.

بلجیم، چې د اروپايي ټولنې د بنسټونو کوربه هېواد دی، ویلي چې په عادي شرایطو کې طالبانو ته ویزې نه ورکوي، خو د اروپايي بنسټونو د کوربه‌توب د مکلفیتونو له امله د پلاوي د سفر مخه نه شي نیولی. د بلجیم امنیتي ادارو د پلاوي د غړو لومړنۍ ارزونې هم ترسره کړې دي، خو ویزې یې تر دې دمه نه دي صادرې کړې.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې لاتروسه د طالبانو پلاوي ته وېزې نه دي صادرې شوې.

یاد وزارت د طالبانو د پلاوي د نومونو په ډاګه کولو څخه ډډه کړې، خو افغانستان انټرنشنل ته باخبره سرچینو ویلي، چې د طالبانو په پلاوي کې د عبدالقهار بلخي ترڅنګ ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو د ریاست مرستیال هدایت الله پکتین هم شامل دی.

د جرمني یو شمېر رسنیو په استانبول کې د طالبانو او جرمني د ډيپلوماټانو ترمنځ د ناستې خبر ور کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د ډیرو الوتنو په بدل کې برلین د طالبانو د شپږو ډیپلوماټانو د منلو ژمنه کړې ده.

سرچینو په دې تړاو د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا ناسته د طالبانو له همدغه پنځه کسیز پلاوي سره چې بروکسل ته ځي، شوې او که ددې ډلې له نورو استازو سره، څه ونه ویل.

طالبان بروکسل ته په خپل دغه سفر کې هڅه کوي له اروپايي هېوادونو څخه په جرم تورنو افغانانو د شړلو په بدل کې پر یادو هېوادونو خپل ډېپلوماټان ومني.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت او په ترکیه کې ددغه هېواد سفارت د طالبانو پلاوي ته د ویزو ورکولو په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي او نه یې هم د طالبانو د شپږو ډیپلوماټانو پر سر له دې ډلې سره د هوکړې خبر تایید کړی دی.

دغه سفر په اروپا کې له نیوکو سره هم مخ شوی او د اروپايي پارلمان یو شمېر غړو او په ۲۷ هېوادونو کې میشتو افغان مدني فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعانو د طالبانو استازو ته د ویزو له ورکولو سره مخالفت کړی، ځکه دوی باور لري چې دا ډول اړیکې د طالبانو د حکومت د غیر مستقیم مشروعیت لامل کېدای شي.

بروکسل ته د طالبانو د پلاوي دغه سفر داسې مهال دی، چې اروپايي پارلمان د کډوالو په تړاو یو نوی قانون تصویب کړی دی.

طالبانو په تورغونډۍ بندر کې د باروړونکو موټرو لپاره د نوي ترمینل پرانېستلو خبر ور کړی

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۲۲ GMT+۱
طالبانو په تورغونډۍ بندر کې د باروړونکو موټرو لپاره د نوي ترمینل پرانېستلو خبر ور کړی
100%

د هرات په تورغونډۍ بندر کې پر ۲۰ جریبه ځمکه جوړ شوی نوی باروړونکی ټرمینل چې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی، ګټې اخیستنې ته سپارل شوی. د طالبانو د هرات د تورغونډۍ بندر مسوولانو ویلي، چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته داخلېدونکي موټر به په دغه ټرمینل کې تم کېږي.

دیاد ټرمینل مسوول امین‌الله غوریاني د طالبانو اړوند رسنیو ته ویلي، چې د ترمینل د بېلابېلو برخو د جوړولو چارې لا هم روانې دي او له بشپړېدو وروسته به موټرچلوونکو او مراجعه کوونکو ته لا پراخ خدمات وړاندې شي.

په ورته وخت کې، د تورغونډۍ بندر د ترانسپورټ ریاست مسوولان وایي، د دغه ټرمینل فعالیت به د باروړونکو موټرو د تګ راتګ په بهیر کې د لا ښه نظم د رامنځته کېدو او موټرچلوونکو او ترانسپورتي شرکتونو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرېدو لامل شي.

د طالبانو د هرات د تورغونډۍ بندر د ترانسپورټ مدیر عبدالغفور بریالي ویلي، ټول هغه باروړونکي موټر چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته داخلیږي، په دې ټرمینل کې به تم کېږي او د اړینو پړاوونو تر بشپړولو وروسته به خپل سفر ته دوام ورکوي.

یو شمېر موټرچلوونکو هم د دغه ټرمینل له جوړېدو هرکلی کړی او وایي، د تم کېدو، استراحت او د اړتیا وړ خدماتو د ترلاسه کولو لپاره د مناسب ځای موجودیت به د دوی ستونزې تر ډېره راکمې کړي.

د هرات تورغونډۍ بندر، چې د هېواد په لوېدیزه حوزه کې دویم ستر بندر بلل کېږي، د ټرانزیټ، سوداګرۍ او د توکو د لېږد رالېږد په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او هر کال د وارداتو او صادراتو پام وړ کچه د همدې بندر له لارې ترسره کېږي.

قزاقستان افغانستان ته د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي «ټېلي مېډیسن» بکسونه لېږي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۴ GMT+۱
قزاقستان افغانستان ته د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي «ټېلي مېډیسن» بکسونه لېږي
100%

قزاقستاني شرکت «کونسنګ ټېکنالوجي» د طالبانوله عامې روغتیا وزارت سره د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړی، چې له مخې به یې افغانستان ته ۴۵۰۰ ځانګړي طبي «سویټ کیسونه» ورکړل شي څو په لرې پرتو سیمو کې د ټېلې مېډیسن له لارې د تشخیص او درملنې خدمات پیاوړي شي.

کابل ته د قزاقستاني پلاوي د سفر پرمهال د قزاقستان «کونسنګ ټېکنالوجي» شرکت د طالبانو د عامې روغتیا له وزارت نه یو لوی دولتي قرارداد ترلاسه کړی، چې ارزښت یې شاوخوا ۴۵ میلیونه ډالره دی.

د دغه قرارداد له مخې به افغانستان ته ۴۵۰۰ ځانګړي طبي بکسونه یا «سویټ کیسونه» ورکړل شي، چې د ټېلې مېډیسن یا لر طبي خدماتو لپاره کارېږي.

دغه پروژه د قزاقستان او طالبانو ترمنځ د روغتیايي ټکنالوژۍ د همکارۍ یوه مهمه برخه بلل کېږي او هدف یې هغو سیمو ته د روغتیايي خدماتو رسول ګڼل شوي، چې هلته روغتونونو او متخصصو ډاکټرانو ته لاسرسی کم دی.

دا طبي بکسونه چې شاوخوا ۸،۵ کیلو ګرامه وزن لري، د وړو ګرځنده کلینیکونو په څېر ډیزاین شوي دي.

په دې وسیلو کې د تشخیص پرمختللې ټکنالوژي شامله ده چې کولی شي د څو دقیقو په موده کې د ناروغ لومړني طبي معاینات و کړي. په دې معایناتو کې د وینې ابتدایي تحلیل شامل دی چې د وینې کمي، ګلوکوز، پروټین، بلیروبین او نورو شاخصونو اندازه پکې کېږي، همدارنګه د ادرار معاینات لکه د لوکوسایتونو، اسیدیټي، نایتریت او نورو ارزونه هم پکې شامله ده.

سربېره پر دې، دا بکسونه د زړه برېښنايي معاینه (ECG) هم کولی شي او د ۱۲ مزو تفصیلي تحلیل وړاندې کوي.

همدارنګه د وینې فشار، نبض، د وینې د اکسیجن کچه، د بدن تودوخه، ساکچه او د سږو او زړه اورېدنه یا درزا هم پکې شونې ده. د راپور له مخې، حتا د جنین د زړه فعالیت او د امیندوارۍ اړوند ځینې ارزونې هم په دې سیسټم کې شاملې دي.

د یاد شرکت په وینا، د دې ټکنالوژۍ کارونه داسې ده چې په کلیو او لرې پرتو سیمو کې روغتیايي کارکوونکی د ناروغ معلومات او معاینات راټولوي او بیا یې د انټرنېټ له لارې لویو ښارونو ته لېږي او متخصص ډاکټران کولای شي له لرې څخه د ناروغ معلومات وګوري، تحلیل یې کړي او تشخیص او نسخه ورکړي.

د شرکت د معلوماتو له مخې، دا ټکنالوژي لومړی په قزاقستان کې د کلیوالي سیمو لپاره جوړه شوې وه، وروسته یې نړیوال بازار ته لاره ومونده او اوس افغانستان ته د دې لوی قرارداد له لارې د صادرېدو ترڅنګ یې د زمبابوې او ایران په بازارونو کې هم د پراختیا هڅې روانې دي.

دغه سیستم د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ «HES-7» ګرځنده تشخیصي سیسټم نومیږي او په کابل کې په افغان- قزاق نندارتون کې هم نندارې ته اېښودل شوی و.

پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د بیارغونې لپاره په جولای میاشت کې لویه جرګه جوړوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۱ GMT+۱
پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د بیارغونې لپاره په جولای میاشت کې لویه جرګه جوړوي
100%

د پاکستان په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر ویلي، له افغانستان سره د لارو تړل پاتې کېدو او د سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو د حل په موخه په جولای میاشت کې لویه جرګه جوړېږي.

نوموړی وایي، د لارو بندېدو له کبله په پاکستان کې کاروبار سخت زیانمن شوی او په سلګونه زره خلک وزګار شوي دي. هغه د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې په یاده جرګه کې به د سوداګرۍ او صنعت اړوند ټول مهم شریکان ګډون ولري او د ستونزو پر اوږدمهاله حل به هر اړخیز بحثونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، تر هغې چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریزې لارې په بشپړ ډول بیا ‌نه‌وي‌ پرانیستل شوې پاکستان به له اقتصادي ځوړ سره مخ وي. هغه غوښتنه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلاف دې له سوداګرۍ جلا شي؛ ترڅو دواړه خواوو ته عام خلک له زیان څخه وژغورل شي.

ورته مهال په تورخم کې د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، چې د لارې تړل پاتې کېدو له کبله ۲۰ لکه کسان وزګار شوي او سوداګرو د دغه لارو د بندېدو له کبله شاوخوا ۲۷۸ مېلیونه ډالر مالي زیان لیدلی.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواري د دغه غونډې د ګډونوالو په حواله ویلي، چې د لارو د بندېدو له کبله د خیبر پښتونخوا ۵۰ سلنه کاروباري فعالیتونه اغېزمن شوي او ګڼ سوداګر اړ شوي چې خپل فعالیتونه لاهور او نورو ښارونو ته انتقال کړي.

اسد قیصر د جولای میاشتي جوړېدونکې جرګه د ستونزو د حل، سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د بیارغونې لپاره اغېزمنه ګڼلې ده.