د پېښور سترې محکمې د لسګونه هغه کسانو عریضې رد کړې چې د پاکستاني تابعیت ادعا لري

د پېښور سترې محکمې د شاوخوا ۱۳۰ هغو کسانو عریضې نهدي منلې، چې د «پي او ار »یا «اېسيسي» کارت لرونکي دي او د پاکستاني تابعیت ادعا یې کړې وه. د یادې محکمې د قاضیانو په وینا؛ د نادرا لهخوا جوړ شوی اداري مېکانیزم شته، نو یاد کسان باید د حقایقو معلومولو لپاره هماغه لاره وڅاري.
