• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قزاقستان افغانستان ته د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي «ټېلي مېډیسن» بکسونه لېږي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۴ GMT+۱

قزاقستاني شرکت «کونسنګ ټېکنالوجي» د طالبانوله عامې روغتیا وزارت سره د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړی، چې له مخې به یې افغانستان ته ۴۵۰۰ ځانګړي طبي «سویټ کیسونه» ورکړل شي څو په لرې پرتو سیمو کې د ټېلې مېډیسن له لارې د تشخیص او درملنې خدمات پیاوړي شي.

کابل ته د قزاقستاني پلاوي د سفر پرمهال د قزاقستان «کونسنګ ټېکنالوجي» شرکت د طالبانو د عامې روغتیا له وزارت نه یو لوی دولتي قرارداد ترلاسه کړی، چې ارزښت یې شاوخوا ۴۵ میلیونه ډالره دی.

د دغه قرارداد له مخې به افغانستان ته ۴۵۰۰ ځانګړي طبي بکسونه یا «سویټ کیسونه» ورکړل شي، چې د ټېلې مېډیسن یا لر طبي خدماتو لپاره کارېږي.

دغه پروژه د قزاقستان او طالبانو ترمنځ د روغتیايي ټکنالوژۍ د همکارۍ یوه مهمه برخه بلل کېږي او هدف یې هغو سیمو ته د روغتیايي خدماتو رسول ګڼل شوي، چې هلته روغتونونو او متخصصو ډاکټرانو ته لاسرسی کم دی.

دا طبي بکسونه چې شاوخوا ۸،۵ کیلو ګرامه وزن لري، د وړو ګرځنده کلینیکونو په څېر ډیزاین شوي دي.

په دې وسیلو کې د تشخیص پرمختللې ټکنالوژي شامله ده چې کولی شي د څو دقیقو په موده کې د ناروغ لومړني طبي معاینات و کړي. په دې معایناتو کې د وینې ابتدایي تحلیل شامل دی چې د وینې کمي، ګلوکوز، پروټین، بلیروبین او نورو شاخصونو اندازه پکې کېږي، همدارنګه د ادرار معاینات لکه د لوکوسایتونو، اسیدیټي، نایتریت او نورو ارزونه هم پکې شامله ده.

سربېره پر دې، دا بکسونه د زړه برېښنايي معاینه (ECG) هم کولی شي او د ۱۲ مزو تفصیلي تحلیل وړاندې کوي.

همدارنګه د وینې فشار، نبض، د وینې د اکسیجن کچه، د بدن تودوخه، ساکچه او د سږو او زړه اورېدنه یا درزا هم پکې شونې ده. د راپور له مخې، حتا د جنین د زړه فعالیت او د امیندوارۍ اړوند ځینې ارزونې هم په دې سیسټم کې شاملې دي.

د یاد شرکت په وینا، د دې ټکنالوژۍ کارونه داسې ده چې په کلیو او لرې پرتو سیمو کې روغتیايي کارکوونکی د ناروغ معلومات او معاینات راټولوي او بیا یې د انټرنېټ له لارې لویو ښارونو ته لېږي او متخصص ډاکټران کولای شي له لرې څخه د ناروغ معلومات وګوري، تحلیل یې کړي او تشخیص او نسخه ورکړي.

د شرکت د معلوماتو له مخې، دا ټکنالوژي لومړی په قزاقستان کې د کلیوالي سیمو لپاره جوړه شوې وه، وروسته یې نړیوال بازار ته لاره ومونده او اوس افغانستان ته د دې لوی قرارداد له لارې د صادرېدو ترڅنګ یې د زمبابوې او ایران په بازارونو کې هم د پراختیا هڅې روانې دي.

دغه سیستم د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ «HES-7» ګرځنده تشخیصي سیسټم نومیږي او په کابل کې په افغان- قزاق نندارتون کې هم نندارې ته اېښودل شوی و.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د بیارغونې لپاره په جولای میاشت کې لویه جرګه جوړوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۱ GMT+۱
پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د بیارغونې لپاره په جولای میاشت کې لویه جرګه جوړوي
100%

د پاکستان په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر ویلي، له افغانستان سره د لارو تړل پاتې کېدو او د سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو د حل په موخه په جولای میاشت کې لویه جرګه جوړېږي.

نوموړی وایي، د لارو بندېدو له کبله په پاکستان کې کاروبار سخت زیانمن شوی او په سلګونه زره خلک وزګار شوي دي. هغه د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې په یاده جرګه کې به د سوداګرۍ او صنعت اړوند ټول مهم شریکان ګډون ولري او د ستونزو پر اوږدمهاله حل به هر اړخیز بحثونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، تر هغې چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریزې لارې په بشپړ ډول بیا ‌نه‌وي‌ پرانیستل شوې پاکستان به له اقتصادي ځوړ سره مخ وي. هغه غوښتنه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلاف دې له سوداګرۍ جلا شي؛ ترڅو دواړه خواوو ته عام خلک له زیان څخه وژغورل شي.

ورته مهال په تورخم کې د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، چې د لارې تړل پاتې کېدو له کبله ۲۰ لکه کسان وزګار شوي او سوداګرو د دغه لارو د بندېدو له کبله شاوخوا ۲۷۸ مېلیونه ډالر مالي زیان لیدلی.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواري د دغه غونډې د ګډونوالو په حواله ویلي، چې د لارو د بندېدو له کبله د خیبر پښتونخوا ۵۰ سلنه کاروباري فعالیتونه اغېزمن شوي او ګڼ سوداګر اړ شوي چې خپل فعالیتونه لاهور او نورو ښارونو ته انتقال کړي.

اسد قیصر د جولای میاشتي جوړېدونکې جرګه د ستونزو د حل، سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د بیارغونې لپاره اغېزمنه ګڼلې ده.

طالبانو په کابل کې یو شمېر کسان د محرم د بیرغونو پورته کولو په تور نیولي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۱
طالبانو په کابل کې یو شمېر کسان د محرم د بیرغونو پورته کولو په تور نیولي
100%

سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو تېره شپه په کابل کې د محرم بیرغونو د پورته کولو په تور ۹ تنه له جوماتونو او تکیه‌خانو نیولي دي. د سرچینو په وینا، دا کسان د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په لارښوونه نیول شوي دي.

سرچینو زیاته کړې چې نیول شوي کسان د طالبانو عدلیې وزارت په ودانۍ کې د طالبانو د عدلیې وزیر په «شخصي بندخونه» کې ساتل کېږي.

یوې سرچینې وویل چې طالبان په کابل کې د شیعه‌وو څو جوماتونو ت ورغلل او د محرم بیرغونه یې وشلول او راښکته یې کړل.

د سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونو د امام حسین مجتبی جومات، په قلعه شهاده کې محمدي جومات، په امید سبز ښارګوټي کې نبي اکرم جومات، په سرکاریز کې ګلزار شهدا تکیه‌خانه، په کارته سه کې د حسنین جومات، د رسالت مدرسې جومات او په کابل کې د عدلیې وزارت ته څېرمه د افشاریانو جومات پلټلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرچینو په وینا، طالبانو مخکې له شیعه عالمانو سره په یوه ناسته کې، تر «ځانګړو شرایطو لاندې» د محرم د ویر مراسمو ترسره کولو اجازه ور کړې وه.

د دغې پېښې په لړ کې ویل شوي چې په کابل کې د محرم د مراسمو د ترسره کولو د همغږۍ ډلې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له مرستیال تاج‌میر جواد سره لیدلي او خپل شکایت یې ورته وړاندې کړی دی.

د سرچینو په وینا، تاج‌میر جواد ویلي چې شیعه‌وګړي د پخوانۍ پرېکړې له مخې کولای شي د محرم مراسم ترسره کړي او د مراسمو د همغږۍ له ډلې یې غوښتي چې د نیول شویو کسانو نومونه ورته وسپاري څو د هغوی د خوشې کولو په اړه اقدام وشي.

تر اوسه د عدلیې وزارت یا د طالبانو د چارواکو له لوري په دې اړه هېڅ رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

په ورته وخت کې د مزارشریف یوه اوسېدونکي هم د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړ چې طالبانو په دغه ښار کې لږ تر لږه درې تنه د محرم د ویرمراسمو له امله نیولي دي.

طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته د محرم د ویر او ماتم مراسم محدود کړي او په ځینو مواردو کې یې دا غونډې په تاوتریخوالي اړولې دي.

مخکې د افغانستان د شیعه علماوو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له ادارې غوښتي وو چې په ټول هېواد کې د ماتم د مراسمو امنیت ټینګ کړي.

دغې شورا د عاشورا د مراسمو د ترسره کولو لپاره له هر ډول محدودیتونو د پاکې، ارامې او امنې فضا پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.

جرمني د طالبانو شپږ نور ډیپلوماټان مني

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۱
جرمني د طالبانو شپږ نور ډیپلوماټان مني
100%

یوې جرمنۍ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکو او د طالبانو ترمنځ د افغان کډوالو د اېستلو په اړه په استانبول کې پټې خبرې شوې دي. راپور زياتوي، چې په دغه خبرو کې طالبانو جرمني‌ ته د خپلو ۶ نورو ډیپلوماټانو پر لېږد ټینګار کړی دی.

«اېن‌.ډي‌.ار» رسنۍ په خپل راپور کې ویلي، چې د جرمني فدرالي حکومت غواړي افغانستان ته د افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو د اېستلو الوتنو شمېر زیات کړي. په راپور کې ویل شوي، داسې ښکاري چې د دغه اقدام لپاره حکومت د طالبانو یوه غوښتنه منلې ده.

د راپور له مخې؛ د دغه خبرو په بدل کې به شپږ نور طالب ډیپلوماتان جرمني ته ومنل شي، خو جرمني یوازې د خبرو ترسره کېدل تایید کړي او د راپور نور جزییات یې نه‌دي تایید کړي. په راپور کې راغلي: «ټاکل شوې ده، چې شپږ نور طالب ډیپلوماتان جرمني ته واستول شي؛ دا د طالبانو د حکومت یوه مهمه غوښتنه وه».

د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا؛ دغه پرېکړه د طالبانو د حکومت او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو استازو او ډیپلوماتانو ترمنځ د څو ورځنیو پټو خبرو اترو پایله ده. دغه غونډه تېره اوونۍ د استانبول په یوه هوټل کې ترسره شوې وه.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یادې ورځپاڼې ته منلې: «د جرمني د کورنیو چارو وزارت د استازو او د طالبانو حکومت د استازو ترمنځ په تخنیکي کچه خبرې شوې دي»؛ خو د خبرو د ځای او مودې په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

بېلډ ورځپاڼې هم راپور ورکړی، چې د پلان له مخې به په میاشت کې تر درېیو پورې چارټر الوتنې کېږي.د بیلډ ورځپاڼې د رپوټ له مخې،؛په ۲۰۲۶کال کې کابل ته تر اوسه درې د اخراج الوتنې شوې دي او په یوه تازه اقدام کې یوازې د سې‌شنبې په ورځ ۳۲ افغان مجرمین افغانستان ته ولېږدول شوي. دغه کسان د جرمني چارواکو له‌خوا «جدي مجرمین او خطرناک کسان» بلل شوي دي.

د جرمني حکومت غواړي دغه پروسه یو منظم سیستم ته واړوي، چې «د اخراج هوایي کرښه» یا د اخراج هوایي پل ورته ویل کېږي. د راپور له مخې؛ اوس‌مهال لږ تر لږه ۱۰۰ افغان وګړي چې د اخراج لپاره چمتو بلل کېږي، په زندانونو یا د اخراج په مرکزونو کې دي. سربېره پر دې، د عادي الوتنو له لارې هم اخراج په هر وخت کې ممکن دی.

طالبان وایي پکتیکا کې یې پر ۱۲ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له‌منځه وړي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۹ GMT+۱
طالبان وایي پکتیکا کې یې پر ۱۲ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له‌منځه وړي
100%

په پکتیکا ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې د مرکز ښرنې د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر ۱۲ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له‌منځه وړي دي.

د یادې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې؛ د کوکنارو د کر په تړاو اووه تنه هم نیول شوي، چې د هلمند ولایت اوسېدونکي دي. ویل کېږي، نیول شوي کسان د عدلي څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

طالبانو ‌تر دې وړاندې هم د پکتیکا ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کوکنارو کښتونو د له‌منځه وړلو خبر ورکړی و. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هره ورځ د نشه‌یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور د لسګونه کسانو د نیولو ادعا کوي.

خو یوناما بیا تېره میاشت راپور ورکړی و، چې په ۲۰۲۳کال کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له عملي کېدو وروسته د کوکنارو کښت په ټول افغانستان کې په پراخه کچه کم شوی؛ خو اوس له سوېل لویدیځ څخه شمال ختیځ ته لېږدول شوی.
له بل پلوه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي‌ توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د همغږۍ مشر عبدالحق مطیع د نشه‌یي توکو د کښت، قاچاق او مخنیوي په اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې نړۍ ورسره د نشه‌يي‌ توکو د کښت په مخنیوي کې هیڅ ډول مرسته نه‌ده کړې.
تر دې وړاندې د طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمان منیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې له مشر پولیک اوک سره په لیدنه کې له هغه غوښتنه کړې وه، چې نړۍوال سازمانونه باید د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د سیاسي موخو قرباني نه‌کړي.

د کډوالو جبري اېستنه؛ ریچارډ بېنېټ وایي افغانان باید ناامنه ځای ته ونه لېږل شي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۰۴ GMT+۱
د کډوالو جبري اېستنه؛ ریچارډ بېنېټ وایي افغانان باید ناامنه ځای ته ونه لېږل شي
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د اروپایي ټولنې له لوري د کډوالو او پناه‌غوښتونکو په ځانګړي ډول د افغان پناه‌غوښتونکو د چټک اېستلو نوې تګلاره د اندېښنې وړ بللې ده.

بېنېټ پر اېکس پاڼه په خپور شوي پیغام کې ویلي، چې افغانان باید نا امنه ځای ته ونه لېږل شي. نوموړي ټینګار کړی، د کډوالو حقونو سره باید نړۍوال معیارونه په پام کې ونیول شي او هېڅ پناه غوښتونکی باید داسې هېواد ته ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ وي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک هغه بیان شریک کړی، چې په‌کې د یادې پرېکړې له امله خواشینې څرګنده شوې او ټینګار شوی چې د بشري حقونو او د کډوالو نړۍوال قانون مراعت باید حتمي وي.

هغه ټینګار کړی، چې د بشري حقونو له اصولو سره سم عمل کول د ټولو هېوادونو مسوولیت دی او د کډوالو د جبري اېستلو په اړه پرېکړې باید د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ وشي. بېنېټ همداراز د دغه پیغام په څنډه کې بروکسل کې له طالب چارواکو سره لیدنه افغانانو او په ځانګړي ډول افغان ښځو ته سپکاوی بللی.

دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي پارلمان د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۷مه) د یادې ټولنې غړو هېوادونو کې په ناقانونه توګه د مېشتو کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د اروپایي ټولنې په سیاستونو کې پراخ بدلونونه تصویب کړل.

د اروپايي پارلمان د خبرپاڼې له مخې؛ د نوي قانون موخه د بنسټیزو حقونو او نړۍوالو قوانینو له مخې د بېرته ستنولو لړۍ ساده کول او ګړندي کول دي. یادې پرېکړې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د بشري حقونو سازمانونو پراخ غبرګونونه راوپارول. د دغه غبرګونونو په لړ کې تر ۴۰ زیاتو مدني او د بشري حقونو بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې د اروپايي ټولنې له لوړپوړو چارواکو غوښتي، چې افغانستان ته د افغان کډوالو ستنول سملاسي ودروي او له هغو تګلارو ډډه وکړي چې د طالبانو د ادارې د مشروعیت لامل کېږي.