د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس ویلي چې په سویس کې له ایراني چارواکو سره وروستیو خبرو د یوې بریالۍ وروستۍ سولې هوکړې لپاره "ډېر ښه بنسټ" برابر کړی دی.
د پاکستان او قطر د منځګړیتوب په ترڅ کې، دواړو خواوو د قطر په ملکیت د سویس په بورګنسټوک غرني تفریحي مرکز کې هوکړه وکړه چې د ۶۰ ورځو په موده کې د یوې دایمي هوکړې لپاره پر یوې نقشې کار وکړي.
منځګړو ویلي، دواړو لورو همداراز په لبنان کې د اسراییل او حزب الله ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر یوه میکانیزم موافقه کړې او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ د ډاډ لپاره یې د اړیکو ځانګړې کرښه هم پرانیستې ده.
وېنس خبریالانو ته وویل چې تهران د اټومي پلټونکو د بېرته منلو، د کنګل شویو شتمنیو د مدیریت او د اوربندونو د تنظیم لپاره د میکانیزمونو پر جوړولو هم موافقه کړې ده.
هغه وویل: "موږ د یوې بریالۍ وروستۍ هوکړې لپاره ډېر ښه بنسټ کېښود."
د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته، چې د تېر کال په جون کې یې د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړل، تهران یوازې هغو مرکزونو ته د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پلټونکو د لاسرسي اجازه ورکړې وه چې په بریدونو کې نه وو زیانمن شوي. دغې ادارې د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه د جګړې له پیل وروسته خپلې پلټنې په بشپړه توګه درولې وې.
وېنس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو ګواښونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، که څه هم د خبرو پر مهال "ځینې ګواښونه او شکایتونه" موجود وو، خو په پای کې خبرې روانې پاتې شوې او د پام وړ پرمختګ وشو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې تهران د نفتو او پتروکیمیاوي محصولاتو د صادراتو لپاره معافیتونه، د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې خوشې کېدل او د هېواد د بیارغونې او پراختیا د پروګرام پیل ترلاسه کړی دی.
وېنس وویل، د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي جېرډ کوشنر داسې میکانیزم وړاندیز کړی چې له مخې به یې امریکا او قطر د ایران پر هغو شتمنیو څارنه کوي چې کنګل شوې وې او اوس ازادېږي، څو دا پیسې د امریکایي جوارو، سویابینو او غنمو د پېرلو لپاره وکارول شي.
د امریکا د خزانې وزارت د دوشنبې په ورځ ایران ته عمومي جواز هم صادر کړ، چې له مخې یې د اګست تر ۲۱مې پورې د ایراني نفتو او پتروکیمیاوي محصولاتو تولید، لېږد او پلور ته اجازه ورکول کېږي.
په ورته وخت کې، د خبرو له مثبتو نښو وروسته د نړۍ په بازارونو کې د نفتو بیې راټیټې شوې او د برېنټ اومو نفتو د یوه بېرل بیه له ۸۰ ډالرو ښکته شوه.
په لبنان کې هم تاوتریخوالی کم شوی دی. امنیتي سرچینو ویلي چې د اسراییل وروستی هوايي برید د شنبې په ماښام شوی و او له هغه وروسته وضعیت یوڅه ارام دی.
د لبنان ولسمشر جوزف عون له جي ډي وېنس، د قطر له لومړي وزیر او جېرډ کوشنر سره په ټلیفوني خبرو کې د اوربند د ساتلو او د اسراییل د پوځي عملیاتو د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.
بل لور ته، د اسراییل ولسمشر اسحاق هرزوګ ویلي چې هېواد یې د ایران د جګړې د ډیپلوماټیک حل مخالف نه دی، خو هر ډول هوکړه باید دا تضمین کړي چې تهران به ترلاسه کېدونکې مالي سرچینې د پوځي موخو او سیمهییزو متحدینو د ملاتړ لپاره نه کاروي.