د قطر د ګازو په تاسیساتو کې د چاودنې له امله ۵۴ کسان ټپیان او ۱۸ نور تري تم شوي دي

د قطر د طبیعي ګازو په اصلي تاسیساتو کې چاودنې او اورلګېدنې ۵۴ کسان ټپیان او ۱۸ نور تري تم کړي دي. د قطر د انرژۍ شرکت په یوه بیان کې ویلي، چې دغه پېښه په راس لافان صنعتي ښار کې د برزان سیمهییزو ګازو رسولو تاسیساتو د بیا پیل پرمهال رامنځته شوې ده.
